CRI Online

د اليبابا په نوم د انترنيتي معاملو ويبپاڼه

cri     (GMT+08:00) 2013-11-16 00:16:29


د چين نړيوالې راډيو درنو او محترامو اورېدونکو، د چين اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام د اورېدلو هرکلی کوم، زه وياند ياسمين يم، زما توده سلامونه ومنئ، هيله من يم چې روغ خوشحاله او په ورځنيو چارو کې بريالی اوسئ او خپله خپرونه په مينه واورئ.

د اليبابيا په نوم تصدی په چين کې تر ټولو لويه انترنيتي تصدۍ ده. هر کال د نومبر په يوولسمه نېټه کې د يادې تصدۍ په اړه د تاو باو په نامه د انترنيتي معاملو ډګر د سوداګريزو توکو بيو د ډېر ټيټوالي له لارې د انترنيت په وسيله د شيانو اخيسته هڅوي. د سږ کال د نومبر په يووسلمه نېټه د دې شبکې له لارې د پلورل شويو شيانو عمومي ارزښت په ديارلسو ساعتونو کې له شل مليارډو يوانو څخه اوښتی دی چې د تېر کال ريکارډ يې ماتې کړی دی. بر سيره پر دې ، اليبابا د نړيوالو معاملو نور دوی ډګرونه هم جوړ کړي دي، او د دغو دوو انترنيتي شابکو په بشپړولو بوخت دی، تر څو خدمتونه يې لوړ شي. اليبابا تل د نړيوالو معاملو د ساده کېدو په هڅه کې دی.

اليبابا د نړيوالو معاملو دوه عمده ډګرونه لري. يو Alibaba.com دی چې د تصديو ترمنځ د معاملو انترنيتي شابکه ده، بل Aliexpress.com دی چې د سوداګرو او مشتريانو ترمنځ د معاملو انترنيتي شابکه ده. د اليبابا د يازاري چارو مسئول ما جن ليانګ وويل چې د نړيوالو معاملو په چارو کې د شمېرو پلټنه ډېره مهمه ده.

(( زموږ په انترنيتي شابکه د ټولو سوداګرو او مشتريانو معلومات ثبتيږي چې د انترنيتي شابکې د کتلو عادت څنګه دی، د کومو کلمو په داخلولو سره د اتيا وړ شيان لټوي، هر کال يې زموږ د ويبپاڼې له لارې کوم شيان اخيستي دي. له يادو معلوماتو څخه دا پيدا کيدای شی چې دغه وګړی بيابيا زموږ له ويبپاڼې څخه شيان اخلي که نه او د ده د اعتبار انډول ښه دی که نه. دغه کارونه ټول د کمپيوتر له خوا تر سره کيږي. ))

Alibaba.com چې په ١٩٩٩ کال کې جوړ شوی و، اوس په نړۍ کې د تصديو ترمنځ د معاملو لومړۍ لويه او اغيزمنه ويبپاڼه ده او په دوو سوو او شلو هېوادونو او سيمو کې فعال استعمالوونکي لري. ښاغلي ما جم ليانګ وويل،

(( نندراتون د معلوماتو د تګ راتګ يوه عمده لاره ده، په ګوانګ جو ښار کې د وارداتي او صادراتي شيانو د معاملو نندارتون د چين ډېر مشهور نندارتون دی. خو هغې تصدۍ او سوداګر چې کاروبار يې د شيانو صادرات دي، اړتيا لري چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په نندارتون کې ګډون کوي. اوس Alibaba.com ياده لاره بدله کړې ده، دغه راز ګډونکوونکي اړتيا نه لري چې د زياتو پيسو، سرچينو او وخت په لګولو سره په نندارتونونو کې د ګډون لپاره بېلا بېلو هېوادونو ته ځي، زموږ په ويبپاڼه کې د ټولې نړۍ اخيستوونکي راغونډيږي. ))

د بېلا بېلو هېوادونو اخيستونکي بېلا بېلې علاقې لري، او د دوي د اخيستلو توانونه، د سوداګريزو توکو څارنې او مصرفي پيسي يوله بل سره مشخص دي، نو Alibaba.com يوازې د مداوم نوښت له لارې د بېلا بېلو اخيستونکو اړتياوې پوره کولای شی. په دې حال کې دغه ويبپاڼه يو نوی خدمت برابروي، ښاغلي ما جان ليانګ وويل،

(( که يو اخيستونکی کوم مشخص شيان غواړي، هغه يوازې ضرورت لري چې زموږ په ويبپاڼه کې خپل اړتياوې او خاصې غوښتنې داخل کړي، حتی يو عکس موږ ته راوليږي، زموږ ويبپاڼه به پخپله هغه ته اړوندې برابروونکي وورپېژني. ))

د شمېرنې له مخې، اوس د چيني او بهرنيو تصديو ترمنځ د معاملو د عمومي ارزښت يو اويا اعشاريه پنځه سلنه برخه د Alibaba.com له لارې تر سره کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای