CRI Online

چين په ابتدايي توګه د ازادې سوداګرۍ لپاره شبکه جوړه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2013-12-12 17:57:23

د تېرو څو کالونو راهيسې چين د ازادو سوداګريزو سيمو د ابادۍ لپاره هلې ځلې پياوړې کړې دي. په دوه زره دوهم کال کې د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې د لسو غړيو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ لپاره سيمه جوړه شوه، له دې وروسته تر اوسه پورې په چين کې د ازادې سوداګرۍ اتلس سيمې د جوړېدو په حال کی دي چې پر يودېرشو هېوادونو او سيمو پورې اړه لري. د ازادې سوداګرۍ په دوولسو لاسليک شويو تړونونو کې د ايسلند او سويس پرته لس تړونونه پلي شوي دي. بر سيره پر دې نور شپږ تړونونه د خبرو اترو په حال کې دي. په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ياو جيان د دسمبر په څلورمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين د ازادې سوداګرۍ سيمو په ابادولو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او په ابتدايي توګه يې له شاوخوا سياسي او اروپايي هېوادونو سره د ازادي سوداګرۍ د ډګر لپاره يوه داسې شبکه جوړه کړې چې بېلا بېلو قارو ته پراخېدای شي. هغه وويل،

(( د ازادو سوداګريزو سيمو له ابادۍ څخه تر لاسه شوې ګټې په لاندنيو څلورو برخو کې ښکاري. لومړی، د همکاريزو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او پانګونې زياتې شوې دي. دوهم، د تصديو د کاروبار سربيې ټيتې شوي او په نړيوالو بازارونو کې د چيني تصديو د سيالۍ ځواک لوړ شوی دی. څلورم، د مشتريانو په توګه زموږ رښتينې ګټې زياتې شوې دي. د چين په بازارونو کې ډول ډول ميوې پلورل کيږي، ځکه چې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرې سيمو په شمول د ازادې سوداګرې سيمې سمسورې شوې دي. ))

د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمه د ٢٠١٠ کال د جنورۍ مياشتې په لومړۍ نېټه په رسمي توګه پرانيستل شوه

له اروپايي هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ سيمو ابادي په دې وروستيو کالونو کې د چين يو مهم کار دی. د سږ کال د پيل راهيسې چين له ايسلند او سويس سره د ازادې سوداګرۍ سيمو په اړوندې خبرې اترې بشپړې او تړونونه يې لاسليک کړي دي. د دې ترڅنګ چين له شاو خوا هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ سيمو د ابادۍ په برخه کې ګامونه هم پورته کړي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو چارو څانګې مرستيال سون يوان جيانګ وويل چې چين به د ازادې سوداګرۍ سيمو لپاره يوه داسې شبکه جوړه کړي چې له ګردې کرې سره به وتړی شي او لوړ معيار به ولري. هغه وويل،

(( د تېر کال په مې مياشت کې له جنوبي کوريا سره د ازادې سوداګرۍ د تړون په باب زموږ خبرې اترې پيل شوې وې، تر اوسه پورې په اته پړاونو کې خبرې اترې تر سره شوي دي. د همکاريزې لارې په هکله خبرې اترې پای ته رسيدلې دي، اوس د بيو په هکله زموږ خبرې اترې روانې دي. د چين، جاپان او جنوبي کوريا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ خبرې اترې په دريو پړاونو کې بشپړ شوي دي، اوسمهال درې واړه خواوې د مشخصو ګامونو، د ګمرکي مالياتو کمولو د لارې او د تړون د موضوعاتو په هکله په بحث کولو بوخت دي. د پاملرنې وړ دا ده چې سږ کال زموږ نوي حکومت د اصلاحاتو د ژوروالي او د ورخلاصون د پراخوالي په اړه يو لړ ګامونه پورته کړي دي. د چين د کمونېست ګوند اتلسمې دورې مرکزي کميټې په درېيمه عمومي غونډه کې چې تازه پای ته ورسيده، د ورخلاصون په بڼه د نوي اقتصادي نظام بشپړوالی وړاندی شو. د ازادې سوداګرۍ سيمو ابادي به چټکه شي او يوه داسې شبکه به جوړه شي چې له ګردې کرې سره به وتړی شي او لوړ معيار به ولري. ))

ښاغلي سون يوان جيان وويل چې د سږکال تر اکتوبر مياشتې پورې WTO ته د نړيوالو بېلا بېلو هېوادونو او سيمو له خوا د ازادې سوداګرې لپاره د وړاندې شوو تړونونو شمېر دوه سوه يووېشت ته رسيدلی دی.هغه په دې نظر دی چې بېلا بېل هېوادونه د اقتصاد په برخه کې يو پر بل اتکا کوي او د سوداګرۍ او پانګونې ښه فضا ته ضرورت لري، خو د دې ترڅنګ په دوحه کې خبرې اترې پرمخ ګامونه نه اخلي، نو بېلا بېل هېوادونه او سيمې د خپلو اړتياوو او ګټو سره سم په کوچنۍ ساحه کې د ازداې سوداګرۍ تړونونو لپاره د خبرو اترو په لور تمايل ښکاره کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای