CRI Online

اور اخيستونکی کنګل ښايي د عنعنوي انرژيو ځای ناستی شي

cri     (GMT+08:00) 2013-12-31 21:45:05
د اقتصاد د چټک پرمختګ سره سم د انرژۍ مسئله د نړيوال سياست او اقتصاد دپاره د توجه وړ مسله ګرځيدلې ده. د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه د نويو انرژو د لټون، استخراج او استعمال ته په لا درنه سترګه ګوري. اور اخيستونکي کنګل د يو ډول نوې طبيعي انرژۍ په توګه داړوندو صنعتي برخو پاملرنې تر لاسه کړې دي. د دسمبر د اوولسمې نېټې په سهار د چين د ځمکو او سرچينو وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې په ٢٠١٣ کال کې د چين په سمندري سيمه کې د طبيعي ګازو او اوبو د مرکبو موادو د اکتشاف په برخه کې تر لاسه شوي برياليتوب معرفي شول. د ياد وزارت چارواکي وويل چې دغه ډول مواد ښايي د نفتو په شمول د عنعنوي انرژۍ ځای ناستي شي، چين ښايي په ٢٠٣٠ کال کې په تجارتي برخه کې د دې انرژۍ په استخراج پيل وکړي.
د طبيعي ګازو او د اوبو مرکب مواد چې په اور اخيستونکي کنګل هم ياديږي، يو ډول طبيعي مرکب مواد دي او په عمده توګه تر سمندر لاندې پراته وي. که څه هم د دې موادو بڼه له کنګل سره يو شان دی، خو سوځول کېدای هم شي. د معلوماتو له مخې دغه ډول يو ميتر مکعب مواد له کېمياوي تجزيې وروسته په شاو خوا يو سلو اويا متره مکعب طبيعي ګازو بدليږي، نو اوراخيستونکی کنګل پاکه او د لوړ موثريت لروونکې انرژي ده.د اوراخيستونکي کنګل د زيرمې اندازه ډېره غني ده چې په نړۍ کې د پيدا شويو سکارو، نفتو او طبيعي ګازو د عمومي اندازې له دوو ځلو سره برابره ده.


په چين کې د سکارو کانونه زيات دي خو د نفتو او طبيعي ګازو زيرمې يې ډېرې کمې دي. د اقتصادي ابادۍ سره سره د انرژۍ مسئله ترينګلې شوې ده. په تېرو شلو کالونو کې چين له نورو هېوادونو څخه د نفتو پر وارداتو اتکا وکړه، په تيره بيا په ٢٠١٢ کال کې چين ته شپږ پنځوس سلنه نفت وارد شول چې د نفتو وارداتي او مصرفي اندازې يې په نړۍ کې دوهم ځای ونيوه.

د چين د ځمکو او سرچينو وزارت د معلوماتو له مخې، د سږ کال له جون مياشتې څخه تر سپتمبر مياشتې پورې د ګوانګ دونګ ولايت په ختيځه سمندري سيمه کې د لومړی ځل لپاره اوراخيستونکی کنګل تر لاسه شوی دی چې انرژي يې له شاو خوا يو سلو پنځوس مليارډه متره مکعب طبيعي ګازو سره برابره ده.
خو دغه انرژی به کله په تجارتي برخه کې وکارول شي؟ د معلوماتو له مخې، تخنيکي ستونزې او سربيه د بېلا بېلو هېوادونو له خوا د طبيعي ګازو او اوبو د مرکبو موادو د استخراج په وړاندې پراته خنډونه دي.
که څه هم چين په نړۍ کې د اور اخيستونکی کنګل د څيړنې په برخه کې مخکنی ځای نيسي، خو د دغه انرژۍ د استخراج په برخه کې کليدي تکنالوژی لا هم د پلټنې په حال کې ده. د چين د ځمکنې پلټنې ادارې د بنسټيزو چارو څانګې مسئول جانګ های يو وويل،
(( پرمختللي هېوادونه ښايي زموږ په وړاندې ګامونه پورته کړي، چين ښايي په ٢٠٢٠ کال کې د دې انرژۍ په اړوند د استخراج تکنالوژي خپله کړي او اړوند تخنيکونه او تجهيزات به بشپړ کړي، او د لسو کالونو له لوړوالي وروسته به يعنې په ٢٠٣٠ کال کې به د اور اخيستونکي کنګل سوداګريز استعمال پوره کړي. ))
د اور اخيستونکی کنګل سوداګريز استعمال به د عامو خلکو پر ژوند کومې اغيزې وکړي؟ د چين د انرژۍ ويبپاڼې کارپوه هان شاو پينګ وويل چې عمده ارزښت يې د چاپيريال ښه والی دی.
(( د سکارو استعمال ارزانه دی، خو چاپيريال ککړ شوی دی او زموږ پر روغتيا يې منفي اغيزې کړې دي، نو زموږ لپاره پاکه انرژي ډېر ښه غوره والی دی. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای