CRI Online

د ٢٠١٣ کال لپاره په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونې په اړوند رپوټ

cri     (GMT+08:00) 2013-12-26 17:48:29

د دسمبر په ٢٠مه نېټه د بهرنۍ سوداګرۍ پوهنتون د نړيوال اقتصاد څيړنيز انستيتوټ د ٢٠١٣ کال لپاره په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونې رپوټ خپور کړ. په دې رپوټ کې دې ته اشاره شوې چې د ٢٠٠٩ کال راهيسې د بهرنيو پانګو د ننوتو له حالت څخه دا ښکاري چې په چين کې د بهرنيو پانګونو استعمال د چټک زياتوالي له حال څخه د سالمې بشپړې مرحلې په لور لاړ دی. په ياد بهير کې دا ننګونه هم رامنځته شوې ده چې په ځينو توليدي صنايعو کې د بهرنيو تصديو پانګونې نورو سيمو ته انتقاليږي. په دې هکله د ياد انستيتوت مرستيال پروفيسرې لي يو مې وويل،

(( جنوب ختيځه اسيا د بهرنيو تصديو د پانګونو د انتقال لومړی هدف دی. د بېلګې په توګه په ٢٠١٢ کال کې Adidas او Nike له چين څخه د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ته خپلې توليدي فابريکې انتقال کړې دي. د انتقال يو بل ځای د چين ستره برخه ده، د بېلګې په توګه د فو شه کانګ په نوم د تايوان لومړنې لويې تصدۍ د چين په ستره برخه کې خپلې فابريکې زياتې کړې دي. درېيم، د امريکا د بيا صنعتي کېدو تګلارې د اغيزې له امله ځينې منځنې او عالي توليدي صنايع بېرته په امريکا کې وده کړې. څلورم، ځکه چې د چين په دننه بازار کې سيالی سخته شوې ده، کمې تصدۍ له چيني تصديو سره په سيالی کې شا ته پاتې شوي، نو په پای کې يې په چين کې خپلې فابريکې تړلي او يا يې هم نورو هېوادونو ته انتقال کړې دي. ))

نورو سيمو ته د بهرنيو پانګونو د انتقال لامل په باب لي يو مې په دې نظر ده چې په چين کې د کارکوونکو د سربيې امتياز ورکيږي. د ٢٠٠٨ کال راهيسې، ځينې د کارکوونکو د معاش د لوړوالي له امله د ځينو بهرنيو تصديو د سربيو د زياتوالي انډول له دېرش سلنې څخه اوښتی دی. د دې له امله چې لا زياتې بهرنې تصدۍ چين ته ننوتلې دي او د چين ځايي تصدۍ د چټګ پرمختګ په حال کې دي، نو هغه تصدۍ چې د تکنالوژۍ او مارک په برخو کې خپل غوره والی نلري، د کاميابۍ امکان يې ډېر کم دی.

د دولتي شورا په اړه د پرمختګ څيړنيز مرکز د دفتر مسئول لونګ ګو جيانګ په دې نظر دی چې په چين کې د پانګونې حالت د ژور بدلون په حال کې دی، دغه راز پانګه اچوونکي به د بدلونونو سره سم غبرګون هم وښيي. هغه وويل

(( هغه نړيوالې تصدۍ او بهرني سوداګر چې په چين کې يې کاروبار درلود، کار به بيا پيدا کړي خو پرمختګ يې لا ستونزمن کيږي، خو له بلې خوا ځينې نوې تصدۍ غواړي چې د چين بازار ته ننوځي. دغه حالت د پانګه اچوونکو لپاره ښه دی، خو د هېواد لپاره يوازې د جوړښت د بشپړوالي بهير دی. په نويو راغلو بهرنيو تصديو او سوداګرو کې زياته برخه زموږ د اقتصادي شکل د بشپړولو لپاره ګټوره ده.موږ غواړو چې نړيوالې تصدۍ د علمي څيړنو، خدمتونو او جوړونې په شمول لوړ تخنيک لرونکي فعاليتونه په چين کې تر سره کړي.))

لونګ ګو جيانګ دې ته اشاره وکړه چې که څه هم په چين کې د کارکوونکو د معاش د لوړوالي له امله د بهرنيو تصديو د پانګونې سربيه لوړه شوې ده، خو په راتلونکې يوه موده کې ښايي چين لا هم په نړۍ کې هغه يوازنې اقتصادي ډله پاتې شي چې لوی بازار لري او سربيه يې هم ټيټه ده.

هغه وويل چې موږ بايد د اصلاحاتو د ژوروالي او د ورخلاصون د پراخوالي له لارې د بهرنيو پانګو لپاره لا ښه تجارتي فضا جوړه کړو او د بهرنيو پانګو د راجلبولو په وسيله به زموږ د صنعتي شکل د بشپړوالي هدف پوره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای