CRI Online

دونګ مينګ جو او د ګا لي ګروپ

cri     (GMT+08:00) 2014-01-06 16:43:41


د چين د اقتصاد د وتلو کسانو ليست د هر کال په پای کې د چين د مرکزي ټلويزيون له خوا خپريږي او هر کال د جايزو ورکولو په مراسمو کې د وزارت په کچه له لسو تنو څخه زيات مشران هم پکې ګډون کوي. په تېرو څوارلسو کلونو کې په دې ليست کې له سلو تنو څخه زيات انتخاب شوي وګړي دچين په بېلا بېلو ساحو کې مخکني او وتلیي کسان دي،له دې ليست څخه د چين د اقتصاد پرمختګونه او بدلونونه ښکاره کېدای شي، نو د خلکو زياته توجه يې راجلب کړې ده.

لسو تنو د ٢٠١٣ کال د چين د اقتصاد د وتلو کسانو جايزې ګټلې دي، د ګا لي ګروپ مشره مېرمن دونګ مينګ جو له دوی څخه يوه ده او يوازنۍ ښځينه جايزه ګټوونکې هم ده.

اغلی دونګ مينګ جو په نولس سوه نويم کال کې د يوې عامې کارکوونکې په توګه په ګا لي ګروپ کې د برقي شيانو په توليدونکې تصدۍ کې کار پيل کړ، د خپلو هلو ځلو په اتکا يې په کار کې ګـڼ مشېر د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړل ، دغه راز هغې په دوه زره اول کال کې د دې تصدۍ مسئوله وګرځېده او وروسته په دوه زره دوولسم کې د ګا لي ګروپ د مشرې په توګه وټاکل شوه. دونګ مينګ جو د چين د اقتصاد د وتلو کسانو په نوملړ کې يوازنۍ جايزه ګټوونکې ده. د برياليو ښځينه مشرانو او عامو ښځو ترمنځ د توپيرونو په اړه مېرمن دونګ وويل، چې موږ له عامو وګړو سره توپيرونه نه لري، يوازې موږ د دوی په پرتله ښکاره هدف موندلي. د عمومي منيجر دنده زما لپاره يوازني مسئوليت او بار دی، جلوه نه ده. زه عموماٌ هره ورځ د سهار له پنځو بجو څخه د شپې تر دوو بجو پورې کار کوم، د بېکارۍ، شوق او د دې ترڅنګ له خپل زوی سره د ملګرتيا وخت هم نه لرم.

په شلو کالونو کې د ګا لي د برقي شيانو توليدونکې تصدۍ د مېرمنې دونګ مينګ جو تر لارښوونې او کوششونو لاندې له هغې يوې کوچنې فابريکې څخه هم چې کلنۍ توليدي اندازه يې له شل مليونو څخه کمه وه ، ژر په نړۍ کې د تودوخې درجې کنترول ماشينونو لومړې لويې توليدونکې تصدې په توګه بدله کړه چې اوس يې کاروبار سلو هېوادونو او سيمو ته پراخ شوی دی، په دوه زره دوولسم کال کې د دې تصدۍ د خرڅلاو عايدات له سل مليارډو يوانو څخه اوښتی و. په تېرو مسلسلو اتو کالونو کې د ګا لي په مارک د تودوخې درجې کنترول ماشينونو د خرڅلاو اندازې په نړۍ کې لومړی ځای ونيوه.

د مېرمنې دونګ مينګ جو په اند د ګا لي برياليتوب د تکنالوژۍ له لومړيتوب څخه راغلی دی. هغې وويل چې د تکنالوژۍ په څېړنو کې زموږ پانګونې بې اندازې دي. په دوه زره دوولسم کال کې ګا لي په تخنيکي څيړنو کې څلور مليارډه يوانه لګولي دي چې د يو کال په تر لاسه شويو ګټو کې يې نږدې شپيته سلنه برخه ونيوې.

د تودوخې درجه يې له صفر څخه منفې دېرشو درجو ته رسيږي، د تودوخې درجې کنترول ماشين نه شی کولی، دغه مسئله د تودوخې درجې کترول ماشين له پيدا کېدو څخه په سلو کلونو کې هم نه شي حل کېدای. خو څلور کاله مخکې هغې د ګا لي څيړنيزې څانګې ته د دې مسئلې د حلولو امر ورکړ، د څلورو کالونو د پر له پسې کوششونو وروسته ګا لي دغه مسئله حل کړه.

د مېرمنې دونګ مينګ جو د برياليتوب يو بل پټ کار ټينګار دی، ګا لي يوازې د تودوخې درجې کترول ماشينونه توليدوي. تر اوسه پورې ګا لي د چين په شپږو ښارونو او پاکستان، برازيل، وينام کې لس توليدي مرکزونه لري، د کارکوونکو شمېر يې له اتيا زرو څخه زيات دی او په سلو هېوادونو او سيمو کې د ګا لي توليدات پلورل کيږي.

په راتلونکي کې د ګا لي د پرمختګ د نوې ستراتيژۍ په باب، مېرمنې دونګ مينګ جو وويل چې اوسمهال صادرات د ګا لي په عمومي عايداتو کې له پنځلس سلنې څخه تر شل سلنې پورې برخه نيسي. ګا لي به د نړيوال کېدو پر ستراتيژۍ ټينګار وکړي او د دې لپاره به هڅې وکړي چې د کردې کرې اوه مليارډه کسان به ټول د ګا لي د تودوخې درجې کترول ماشينونه استعمال کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای