CRI Online

ګان سوولايت به له بهرنيو هېوادونو سره د تجارتي همکارۍ لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-06 17:43:07


ګان سو ولايت د چين په لويديځ کې پروت دی، اوسمهال دغه ولايت د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې د ابادۍ لپاره د پلان په جوړولو بوخت دی، غواړي چې په ٢٠١٤ کال کې د اقتصاد، سوداګرۍ، د مالونو د لېږد او راليږد ، د کلتور او ښوونې په برخو کې د منځنۍ او لويديځې اسيا له هېوادونو سره د همکارۍ له لارې د وريښمو لارې ته بيا سمسورتيا ورکړي.

دوه زره کاله مخکې د چين له چانګ ان ښار څخه تر روم پورې ،د وريښمو لاره د لرغونو ختيځو او لويديځو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري تګ راتګ عمده لاره وه. د وريښمو د لرغونې لارې له ورکېدو وروسته د چين او منځنۍ او لويديځې اسيا ترمنځ تجارتي فعاليتونه خاموش پاتې شوې دي،. خو اوسمهال د اسيا او اروپا ترمنځ د ترافيکي پيوستون د پياوړتيا سره سره د وريښمو لارې د بيا سمسورتيا امکان هم رامنځته شوی دی.

په ګان سو ولايت کې د وريښمو لارې اوږدوالی څه باندې يو زرو شپږ سوو کيلو مترو ته رسيږي ، نو د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې ابادي چې تېر کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوه، ګان سو ولايت ته به د ورخلاصون فرصتونه ورسوي.

د تېرو څو کالونو راهيسې د ګان سو ولايت او د منځنۍ او لويديځې اسيا د هېوادونو ترمنځ سوداګريزه همکاري پراخه شوې ده، نو دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ بنسټ هم ښه دی. تېر کال د ګان سو ولايت او د منځنۍ او لويديځې اسيا د هېوادونو ترمنځ تجارتي ارزښت يو مليارډ او پنځه سوو شپږ مليونو امريکايي ډالرو ته ورسيد، له منځنۍ اسيا څخه وارد شوې کانې زيرمې د ګان سو ولايت د صنعتي پرمختګ لپاره ډېر ځواکمن ملاتړ و. د دې تر څنګ د ماشينونو، د مڼو جوس او کچالانو په شمول له ګان سو څخه صادر شويو شيانو د منځنيو او لويديځو اسيايي هېوادونو اړتياوې يې پوره کړې دي.

په ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کې د ګان سو ولايت دايمي غړی يانګ لي يا په دې نظر دی چې د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې ابادي به ګان سو ولايت ته ستراتيژيکي ارزښت ورکړي. هغه وويل چې چين د نړيوال اقتصاد تر ټيټ سيورې لاندې د اقتصادي پرمختګ د موندلو په هڅه کې دی، په داسې حال کې چې د اروپا او امريکايي بازاروو اړتياوې کمې شوې دي،او چين خپلې سترګې د منځنۍ اسيا، لويديځې اسيا او روسيې بازارونو ته اړولې دې.

د کارپوهانو په اند د وريښمو لارې پر بنسټ اقتصادي سيمه به د چين د اقتصادي اصلاحاتو يو نوی لور وي، او د چين د اقتصادي پرمختګ مهم پام به لويديځو سيمو ته ورسيږي، دغه راز د چين د لويديځو سيمو په تيره بيا د ګان سو ولايت د چټک پرمختګ موده به ډېر ژر را ورسيږي.

ګان سو ولايت له مرکز لان جو ښار څخه به د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ مهمو ښارونو ته مستقيمې هوايي کرښې هم زياتې شي. اوس له لان جو ښار څخه قزاقستان ته هوايي کرښه پرانيستل شوې ده، له لان جو ښار څخه پاکستان ته هوايي کرښه به ډېر ژر پرانيستل شي.

د ګان سو ولايت د سوداګرۍ اداري مرستيال جانګ شه ان وويل چې ګان سو ولايت به د شينجيانګ د هورګوس بندر پر بنسټ د منځنې اسيا بازارونه پراخ کړي، د ايران پر بنسټ به لويديځ اسيايي بازارونه پراخ کړي او د بلاروس پر بنسټ به د منځنۍ او ختيځې اروپا بازارونه پراخ کړي. د سږ کال په جنورۍ مياشتې کې ګان سو ولايت د شينجيانګ په هورګوس کې د سوداګريزو چارو خپل دفتر جوړ کړ ، تر څو د شينجيانګ او د هورګوس بندر له اړوندو څانګو سره ارتباط پياوړی کړي او د منځنۍ اسيا هېوادونو د تګلارو بدلون او د بازارونو په اړوند معلومات لاسته راوړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای