CRI Online

بېلا بېل ځايونه دې د وريښمو د نوې لارې په ابادولو کې خپل غوره والی وښيي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-13 17:15:43


د مارچ په پنځمه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په دوهمه غونډه کې د ٢٠١٤ کال د مهمو کارونو د يادولو په ترڅ کې د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې د ابادۍ چټکوالی هم ياد کړ، په دې وروستيو ورځو کې د وريښمو لارې پر غاړه د ولايتونو او سيمو پلاويو په دې اړوند توده بحثونه وکړل او د ځايي غوره والي دښودلو په هکله يې نظريې او وړانديزونه وړاندې کړل.

شان شي ولايت اوږد او شتمن فرهنګي تاريخ لري، او د وريښمو لرغونۍ لار له دې ځای څخه په لويديځ لورې غځېدلې ده ، نو شان شي ولايت د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې د ابادۍ په دولتي پلان کې د ختيځې برخې د پيل ځای په توګه ټاکل شوی دی. د دې ولايت د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې مسئول فانګ وې فنګ وويل،

(( شان شي د وريښمو د لرغونې لارې د پيل ځای و، مرکزي ښار يې څه باندې يو زرو سل کاله مخکې د تان په امپراطورۍ دوره کې په نړۍ کې يو ډېر لوی او مشهور ښار و. اوس موږ غواړو چې شي ان ښار د يو مشهور فرهنګي او تاريخي ښار په توګه اباد کړو، او زموږ د ښوونې، تکنالوژۍ، کلتور، تاريخي اثارو، انرژۍ، کيمياوي صنعت، او د تجهيزاتو د توليدي صنايعو پر بنسټ د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره تجارتي همکاري وکړو. ))

د ملي ولسي کانګرس د شان شي ولايت څخه راغلي پلاوي وړانديز وکړ چې ښوونه، سيلانۍ او کلتور دې د يادې اقتصادي سيمې په ابادۍ کې مخکښ ځايونه ونيسي. د شان شي ولايت د سيلانۍ ادارې مرستيال شو مينګ جنګ وړانديز وکړ چې

(( د وريښمو لارې د اوږده تاريخ له امله ډېرې کلتوري سرچينې موجودې دي. سيلانۍ ته دې لومړيتوب ورکړل شي. د وريښمو لارې د پيل په ځای کې به يو اړوند پارک جوړ شي او په شي ان ښار کې به د وريښمو لارې موزيم هم جوړ شي. ))

ګان سو ولايت چې شان شي ولايت ته نږدې پروت دی،او د وريښمو لارې يوه مهمه برخه هم ده. د ها شي تنګي سيمه د چين، منځنۍ او لويديځې اسيا، اروپا او افريقا سوداګريزې لارې سره نښلوي، نو په دې ځای کې د چين او لويديځو هېوادونو کلتورونه سره راغونډيږي او مشهور دون هوانګ هم په دې سيمه کې پروت دی. ګان سو ولايت غواړي چې خپل جغرافيايي او کلتوري غوره والی د اقتصادي سيمې په ابادۍ کې مهم رول ولوبوي، تر څو د ګډ کلتوري ارزښت د جوړولو په وسيله د وريښمو لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره تګ را تګ پياوړی کړي.

د ګان سو ولايت د تبليغاتو ادارې مشر ليان يي وويل

(( موږ د وريښمو لارې په اړه د دون هوانګ د نړيوال نندارتون د جوړولو په هڅه کې يو. په ګوانګ شي کې د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ نندارتون د اقتصاد په اړه دی، په نينګ شيا کې د عربي ټولنې او اسلامي هېوادونو سرمشريزه غونډه سياسي ده، زموږ نندراتون به د کلتور په اړه وي او د وريښمو لارې پر غاړه پرتو اړوندو هېوادونو ته به پرانيستل شي. ))

شين جيانګ د ګان سو ولايت په لوېديځه خوا کې پروت دی او د چين شمال لويديځه دروازه هم بلل کيږي او جغرافيايي امتياز يې ښکاره دی. شينجيانګ د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې د کليدي برخې د ابادولو په هڅه کې دی او د اقتصادي سيمې ټرافيکي مرکز، د سوداګرۍ او د مالونو د ليږد راليږد مرکز، د پولي چارو مرکز، د کلتور او تکنالوژۍ مرکز او د طبي خدمتونو مرکز به پکې جوړشي.

ترافيکي چارې يې له ګاونډيو هېوادونو سره د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره يو بنسټ دی، نو د دې اقتصادي سيمې د ابادۍ له امله د شينجيانګ د ترافيکي تاسيساتو پرمختګ هم چټک شوی دی. د شينجيانګ د اروموچي د اوسپنيزو لارو د ادارې پخواني مشر تانګ شه شنګ وويل چې په دې وروستيو کالونو کې د اوسپنيزو لارو د پرمختګ په برخه کې د شينجيانګ ګامونه ډېر چټک شوي دي، اوسپنيزې لارې د شينجيانګ او منځنۍ اسيا ترمنځ د تګ راتګ عمده لاره ګرځېدلې دي. خو اوسني دوه اوسپنيز بندرونه هورګوس بندر او علا غره بندر، د اقتصادي سيمې د ابادۍ اړتياوې نه شي پورته کولای. هغه وويل

(( د شينجيانګ او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اوسپنيز بندرونه د پرمختګ غوښتنې نه شي پوره کولای، د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصاد په اړه همکاريزې سيمې د سمسورولو او د غوښتنو له وړاندې کېدو وروسته دې زموږ د اوسپنيزو لارو د پرمختګ ګامونه لا چټک شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای