CRI Online

په چين کې سوداګر له ککړې هوا څخه سوداګريز فرصتونه تر لاسه کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-10 17:44:59


پي ام دوه اعشاريه پنځه اوسمهال په چين کې ډېر ياديږي. پي ام دوه اعشاريه پنځه په هوا کې پاتې شوي يو ډول ډېر کوچني مواد دي چې قطر يې تر دوه اعشاريه پنځه ميکرون څخه لوی نه دی، دغه مواد د هوا پر کيفيت او د خلکو روغتيا ته زيان رسوي . څوک د ککړې هوا له امله پيسې لګوي؟څوک ترې ګټې اخلي؟ ګرانو اورېدونکو! د چين اقتصاد او سوداګرۍ د خپرونې په نننۍ کړۍ کې مهرباني وکړئ! په چين کې د چټلې هوا له امله رامنځته شوې اقتصادي ښکارندې ته پاملرنه وکړئ.

د سږ کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې د چين په څلور اوويا ښارونو کې نږدې د هوا پنځوس سلنه برخه د ککړتيا په حال کې وه، په مارچ مياشتې کې د بېجينګ، باو دونګ او تانګ شان په ګډون په څو ښارونو کې د هوا ککړتيا ډېره سخته وه. په چين کې د ککړې شوې هوا له امله نه يوازې ښاري اوسېدونکو ورځنی ژوند بدل شوی دی، بلکې تنفس ماسکونه او د هوا د پاکولو ماشينونه هم په زياتو سيمو کې مروج شوي دي.

((تنفس ماسک او د هوا د پاکولو ماشين د ژوند لپاره اړين توکي دي. ))

(( د هوا د پاکولو ماشين مې اخيستلی دی، ځکه په کور کې هم هوا خرابه ده. ))

((زما د کور غړي ډېر تنفس ماسکونه لري، هره ورځ زما په کڅوړه کې يو تنفوس ماسک وي، زما کورنۍاو زه د ککړې هوا له امله له دې سره عادت شوي يو. ))

ان نهه پنځه، دری ام، داکيم، فيليپ او بلو اير، د ککړې هوا د مخنيوي د توليداتو په اړه دغه کورني او بهرني مارکونه په چټکې سره مشهور شوي دي. ځينې خلک په دې نظر دي چې د خپلې روغتيا لپاره د هېڅ شي پروا نه لري.

(( زه نږدې څلوښت کلن يم، زه د خپلې روغتيا لپاره تر وسې پورې هڅه کوم. د هوا د پاکولو تر ټولو ښه ماشين مې اخيستلی دی،او قيمتې بيې ته يې زما سترګې پټې شي او زه د جنوبي کوريا له خوا توليد شوي تنفوس ماسکونه انتخابوم. ))

اوس په بازارونو کې د هوا د پاکولو ماشينونه څومره د هرکلي وړ دي؟ د کورنيو بريښنايي توکو د يوه لوی پلورنځي کارکوونکي خبريال ته وويل چې په سږني پسرلي کې د سختې چټلې هوا په موده کې مې په يوه ورځ کې د هوا د پاکولو اتيا ماشينونه پلورلي دي .

(( د تېر کال راهيسې د سخت هوايي حالت له امله د هوا د پاکولو ماشينونو د خرڅلاو اندازه دوه درې چنده زياته شوې ده. ))

زيات کسان د انټرنيټ له لارې د هوا د پاکولو ماشينونه اخلي. د يوه رسمي رپوټ سره سم په ٢٠١٣ کال کې د انټرنيټ له لارې د يادو ماشينونو د معاملو ارزښت دوه مليارډو او اته سوو مليونو يوانو ته رسيدلی و.

بر سيره پر دې، چيني سوداګر له ککړې هوا څخه ډول ډول تجارتي فرصتونه مومي. ځيني نباتات چې د هوا د پاکولو توان لري، په بازار کې ډېر د هرکلي وړ دي. سيلانيز شرکتونه اړوندې سيلانيزې کرښې مشتريانو ته معرفي کوي چې په هغو ځايونو کې هوا ډېره ښه ده. د بيمو شرکتونو د ککړې هوا پرضد د روغتيا بيمې پلوري. حتی د پاکې هوا ډبلي هم پلورل کيږي.

خو د يادو شيانو اغيزې محدودې دي، د هوا د ښه والي لپاره د چاپيريال ساتنه ده. د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې چين ښايي د چاپيريال د ساتنې په برخه کې تر پنځه زرو مليارډو يوانو زياتې پيسې ولګوي، د چاپيريال ساتنه د اقتصادي پرمختګ لپاره يو مهم ځوا ک ګرځي، دا د زياتو تصديو لپاره فرصتونه برابروي. د چين د چاپيريال ساتنې د وزارت مرستيال وو شياو چنګ وويل چې د چاپيريال ساتنه د حکومت، پولي سازمانونو، تصديو او خلکو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري.

(( د هوا څخه د ککړتيا د ليرې کولو لپاره بايد د صنايعو د پرمختګ لارې بدلې شي، د انرژۍ د لګولو شکل دې بشپړ شي، د موټرونو د ککړتيا چټک زياتوالی دې کنټرول شي او د ښاري ابادۍ اداره دې پياوړې شي. ))

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای