CRI Online

د چين چټکه اوسپنيزه لاره د چين او ترکيې ترمنځ د دوستۍ پل دی

cri     (GMT+08:00) 2014-04-17 20:06:51


د چين نړيوالې راډيو درنو اورېدونکو، سلامونه او نيکې هيلې! له انقرې څخه تر استامبول پورې د چټکې اوسپنيزې لارې د پروژې دوهم پړاو وروستۍ مرحلې ته ننوتلی دی او ژر به په کار ولوېږي. دا په بهرنيو هېوادونو کې د چين پر غاړه د چټکو اوسپنيزو لارو د جوړونې لومړۍ پروژه ده، له دې څخه نه يوازې د چټکو اوسپنيزو لارو په برخه کې د چين د صنعت سويه او مسلکې قوه ښکاره شوې، بلکې د چين او ترکيې ترمنځ اقتصادي او تجارتي تګ راتګ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تفاهم هم پياوړی شوی دی. د چين اقتصاد او سوداګرۍ د خپرونې په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په ترکيه کې د چين د چټکې اوسپنيزې لارې په اړه مالومات وړاندې کړم

د ترکيې له پلازمينې انقرې څخه اسکسيهير ته د تګ په حال کې په چټک اورګاډي کې د دې هېواد ځوان (( علي )) د چټک اورګاډي له ستايلو څخه خپله خوله چوپه پاتې نه کړه. علي په هره اوونۍ کې د اسکسيهير پوهنتون او په انقره کې د خپل کور ترمنځ د تګ راتګ لپاره څلور پنځه ځله په چټک اورګاډي کې سپريږي. د ليرې واټن بس او الوتکې په نسبت، چټک اورګاډی د زمينې، هوساينې او تيټې بيې له امله د علي لومړی انتخاب ګرځيدلی دی.

((چټک اورګاډی ډېر ښه دی، يوازې يو ساعت او څه باندې لس دقيقو ته اړتيا لري او بيه يې هم ټيټه ده. ))

د انقرې او استامبول ترمنځ د چټکې اوسپينيزې لارې پروژه اوس د ترکيې د اساسي تاسيساتو له ډېرو مهمو پروژو څخه يوه ده چې اوږدوالی يې پنځه سوه درې دېرش کيلومتره دی. لومړی پړاو يعنې له انقرې څخه اسکسيهير ته اوسپنيزه لاره په ٢٠٠٩ کال کې کارول شوې وه. په دوهم پړاو کې د يو سلو اته پنځوس کيلومتره د اوسپنيزې لارې د جوړونې دنده د چين د اوسپنيزو لارو د جوړولو تصدۍ پر غاړه ده چې د تړون ارزښت يې يو مليارډ او دوه سوه اويا مليونه امريکايي ډالره دی او ساعتي سرعت به يې دوه سوه پنځوس کيلومترو ته ورسيږي. د يادې چټک اورګاډي له پيل وروسته به د انقرې او استامبول ترمنځ د تګ راتګ وخت دريو ساعتو ته را کم شي.

د انقرې او اسکسيهير ترمنځ د اوسپنيزې لارې د دوهم پړاو پروژه په اروپا کې د چيني شرکتونو لومړی لاسليک شوی تړون دی او په بهرنيو هېوادونو کې د چيني تصديو پر غاړه د چټکو اوسپنيزو لارو د جوړونې لومړۍ دنده هم ده. د چين د اوسپنيزو لارو د جوړولو تصدۍ د ٢٠٠٥ کال په اګست مياشت کې د جاپان، جنوبي کوريا او هسپانيې له تصديو سره د دې پروژې د تر لاسه کولو په سيالۍ کې بريالۍ شوه، په تېرو اتو کالونو کې يې د ترکيې د اوسپنيزو لارو مسلکي کارګرو د کمبود په شمول د يو لړ ستونزو له ليرې کولو وروسته د اروپايي معيارونو سره سمون لرونکې پروژه بشپړه کړه.

د يادې پروژې مسئول شو ليانګ په ترکيه کې له پنځه کلن کار څخه نه يوازې د کار، تکنالوژي او نظر په برخو کې لوړوالی تر لاسه کړی، بلکې خپله معشوقه يې هم هلته پيدا کړې ده. د ده مېرمن يوه ترکۍ ده او چيني نوم يې (( لي نا)) دی، هغه د ترکيې په يوه فرعي شرکت کې کار کوي. هغې وويل

(( د دې شرکت کارکوونکي په بېلا بېلو ژبوخبرې کوي، په دې ځای کې مې ډول ډول وګړي او کلتورونه وپېژندل. له دوی سره د کار کولو احساس ډېر ښه دی، هيڅ ستونزه نشته. دغې پروژې ما ته ډېر شيان او نيکمرغي را رسولې ده. ))

د پروژې ژباړونکي عنان چې يو ترکی دی، وويل چې چيني کارکوونکو ترکيې ته د اوسپنيزو لارو د طرحه کولو او جوړولو تجربې ورسولې، د چيني کاري ډلې ښه کيفيت پر عنان ژور اغيز کړی.

(( په دې پروژه کې مو د اوسپنيزو لارو په اړه ډېرې پوهې او تجربې تر لاسه کړې دي. چينايان په کارونو کې ډېر کوښښ کوي، هيله لرم چې دوی به په ترکيه کې يوه بله پروژه هم تر لاسه کړي، نو زموږ ترمنځ همکاري به نوره هم دوام ولري. ))

 

د پروژې په ځای کې کارکوونکي

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای