CRI Online

د چين د کرهڼې د راتلونکي پرمختګ په اړه رپوټ خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2014-04-24 16:54:51

د يو مليارډ او درې سوو مليونو تنو د نفوس لرونکي هېواد په توګه چين ته د ډوډۍ مسئله تر ټولو مهمه ده. د چين د کرهڼې له تازه رپوټ څخه ښکاري چې د چين د عمده فصل توليدي اندازه به په راتلونکو لسو کالونو کې ثابته او لوړه شي او هغه موخه به پوره شي، کومه چې د غلو دانو په اړه خپلې اړتياوې پخپله پوره کړي او امنيت به يې تامين شي.

خو د ښاري کېدو د بهير له امله په کليو کې د کرهڼيزو ځمکو ساحه کميږي او د کار ځواک له کليو څخه ښارونو ته انتقاليږي، نو د غلو دانو مسئله ډېر د پام وړ ده. له ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠٢٣ کال پورې د چين د کرهڼيز پرمختګ په رپوټ کې دې ته اشاره شوې چې په راتلونکو لسو کالونو کې به د غلو دانو په دريو برخو کې يعنې د شولو، غنمو او جوارو په برخو کې اوه نوي سلنه اړتياوې د چين له خوا پخپله پوره شي. د چين د کرهڼيزو علومو اکاډمۍ د کرهڼيزو معلوماتو د څيړنيز مرکز مشر شو شه وې وويل،

(( په راتلونکو لسو کالونو کې به د غلو دانو په دريو عمده برخو کې د لګښتونو زياتوالی د توليد په اندازه چټک وي، خو د خپلو کورنيو اړتياوو د پوره کولوانډول به وساتل شي. د غلو دانو په دغو دريو عمده برخو کې به راتلونکي توليدي اندازه پنځه سوه اته اويا مليونه ټنه وي، د لګښتونو اندازه به پنځه سوه شپږ نوي مليونو ټنو ته ورسيږي. ))

بر سيره پر دې، د سمندري پيداوارو، د غوايي او پسه د غوښو، غوړيو او هګيو په برخو کې اړتياوې د چټک زياتوالي په حال کې هم دي.

په دې وروستيو کالونو کې چين د غلودانو امنيت ته ډېر مهم ارزښت ورکړی. د چين د کرهڼې د وزارت مرستيال چن شياو هوا وويل

(( زياتره کسان په دې نظر دي چې د ښاري اوسېدونکو د زياتوالي له امله د غلو دانو لګښتونه لږ کېدای هم شي. که څه هم ښاري اوسېدونکي د کليوالو په پرتله کم خواړه خوري، خو په ښارونو کې د غوښو، هګيو، شېدو، سابو او مېوو لګښتونه د کليو په نسبت ډېر زيات دي. د کارپوهانو د اټکل له مخې په راتلونکې يوې موده کې به هر کال يو مليارډ کليوال ښارونو ته انتقال شي، د هر يو نفر لپاره به د سابو، غوړو او غوښو لګښتونه په جلا جلا توګه اته وېشت سلنه، څليرويشت سلنه او يو پنځوس سلنه زيات شي. خو اوسمهال د کرهڼيزو او ځمکو سرچينې ډېرې ترينګلې دي. ))

له ٢٠٠٤ کال څخه راهيسې په چين کې د کرهڼيزو توليداتو واردات له صادراتو څخه زيات شوي او واټن يې لوی شوی دی.په ٢٠١٣ کال کې واردات د صادراتو په نسبت يو پنځوس مليارډه امريکايي ډالره زيات شوي چې له دې جملې څخه چين ته څه باندې يو مليارډ څلور مليونه ټنه حبوبات، شپږ مليارډه درې مليونه ټنه لوبيا او نهه مليونه ټنه نباتي غوړي وارد شوي دي.

نوموړي وويل چې د غلو دانو د توليدي اندزاې د زياتوالي سرعت د نفوسو د زياتوالي په نسبت ډېر ورو دی، د دې ترڅنګ د نړيوالو غلو دانو د توليدولو لارښوونکی ځواک او په بازارونو کې د غلو دانو د کنټرول ځواک يوازې د لږو هېوادونو په لاسونو کې دی. هغه زياته کړه چې د چين د غلو دانو مسئله بايد د چينايانو له خوا پخپله حل شي. هغه وويل

(( موږ بايد پر دې ټينګار وکړو چې بايد د کرهڼيزو ځمکو مساحت له يو مليون او دوو سوو زرو څخه کم نه شي، د کرهڼيزو ځمکو د ساتلو تر ټولو کلک نظام او د ځمکو د استعمال تر ټولو سخت نظام دې پلی شي، تر څو دا تامين شي چې د صنعتي او ښاري کېدو په بهير کې بنسټيزې کرنيزې ځمکې ورکې نه شي. د دې تر څنګ د اوبو د سپمولو کرهڼيزه تکنالوژي بايد مروجه شي او د کرهڼيزو ځمکو کيفيت بايد لوړشي.))

د کارپوهانو د اټکل له مخې هغه ځمکې چې کم حاصلات لاس ته ترې راځي، له بشپړوالي وروسته به د غلو دانو توليدي اندازه شلو سلنو يعنې پنځوس مليارډو ټنو ته به ورسيږي.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای