CRI Online

چيني کارګران

cri     (GMT+08:00) 2014-05-08 16:47:34

د چيني کارګرو خوندورې کيسې هره ورځ اورېدل کيږي ، ځينې يې په نورو هېوادونو کې د چټکو اورګاډيو د جوړېدو په پروژو کې، ځينې يې د توغنديو له توغولو مخکې په بېړنيو شېبو کې او نور يې د هغه غره په بيخه کې چې د سمندر له سطحې څخه څلور زره پنځه سوه متره جګوالی لري، هم ليدل کيږي. د عامو کارګرو د کيسو کولو غونډه په وروستيو ورځو کې جوړه شوه، د ځينو چيني کارګرو کيسې په دې غونډې کې خلکو ته وروپېژندل شول.

د فوټبال نړيوالې سيالۍ به د راتلونکي جون مياشتې په ١٣مه نېټه په برازيل کې پرانيستل شي، په هغه وخت کې به په ريو د جانېرو ښار کې پر اتيا سلنې اوسپنيزې لارې د چين له خوا جوړ شوي برېښنايي اورګاډي وکارول شي. مېرمن جاو ياو چې د يادې پروژې مسئوله ده، وويل چې د دغه تړون د منلو په لومړيو وختونو کې ددې ډلې پوره باور نه درلود چې سخت تخنيکي معيارونه بشپړ کړي هغې زياته کړه

(( په سر کې موږ د دې تړون په بشپړولو باور نه درلود، ځکه چې پخوا مو دغه ډول اورګاډي نه وو جوړ کړي. په چين کې د عامه اورګاډي وزن څه باندې يو سلو شل ټنه دی، خو په دې تړون کې د ټاکلې غوښتنې سره سم د هر اورګاډي وزن درو سوو درې شپيتو ټنو ته رسيږي، دا زموږ لپاره تر ټولو غټه ستونزه بلل کېده. نو دومره لوی او دروند اورګاډی په چين کې نه استعماليږي او نه هم توليديږي . ))

مېرمنې جاو ياو وويل چې د ٢٠٠٩ کال له پای څخه د ٢٠١١ کال تر اپريل مياشتې پورې د ياد لومړي اورګاډي بريالۍ جوړونه زموږ د ډلې د ټولو غړو د کوششونو نتيجه وه.

(( زموږ په ډله کې يوه ځوانه کارګره،چې د يوه ماشوم مور هم ده، په کليدي موده کې يې د مسلسلو دريو شپو او ورځو لپاره کار کړی او حتی د ډوډۍ خوړلو او بيديدو څخه هم پاتې وه ، يو ځوان کارګر د واده د رخصتۍ غوښتنه وړاندی کړه، خو رد مې کړه، ځکه کارونه بايد په ټاکلي وخت کې تر سره شي. همداغسي بېلګې ډېرې دي. هر تن خپله دنده لري، په داسې وخت کې که څوک وغواړي چې له خپلې دندې څخه لاس پر سرشي،ايا دا د منلو وړ دی؟ د هر توکي د توليدولو بهير له مسلسلو ګامونو څخه جوړيږي. ))

اوسمهال ديرش برقي اورګاډي کارول کيږي . مېرمنې جاو وويل

((که تاسې له هر برازيلي سره مرکه وکړئ، دوي به حتمأ ددې عصري اورګاډي ډيره ستاينه وکړي .))

د دغو بريښنايي اورګاډيو په اړه د برازيل د حکومت او خلکو د ستاينې له امله برازيل په ٢٠١٢ کال کې له چين سره د دوهمې ډلې د بريښنايي اورګاډيو تړون لاسليک کړ، دغه راز د چين له خوا جوړ شوي بريښنايي اورګاډي د جنوبي امريکا په هېوادونو کې هم ډېر مشهور دي.

ځيني کارونه د کارګرو کوششونو ته اړتيا لري، بر سيره پر دې ځيني کارګر په کارونو کې د ژوند له خطر سره مخامخ وي. د ٢٠٠٦کال په پای کې د يوه توغندي د توغولو په ترڅ کې ستونزه رامنځته شوه، کارکوونکو د خپل ځان د مرګ له خطر سره سره ژغورونکي کارونه تر سره کړل او بريالۍ توغونه يې تامين کړه. په ژغورونکو کارونو کې برخه وال کارکوونکی مالي د دې پېښې د يادولو په ترڅ کې وويل :

(( زموږ عمده پاملرنه ژغورنې ته ورکوو، خو ژوند هم ډېر مهم دی. پخوا زموږ د يوه کارکوونکي ژوند په ژغورونکو کارونو کې له لاسه ورکړ، خبره داده ،که د ژغورنې په بهير کې خپل ځان په ښه توګه و نه ساتو،نو مرګژوبله به رامنځته شي. په دې بهير کې موږ يو بل ته فکر وکړ او نږدې همغږي مو وساتله، نو د خپل امنيت د ساتلو تر څنګ مو د توغندي د توغولو دنده هم په ښه توګه ترسره کړه. ))

د يادو کارګرو بر سيره، د چيني کارګرو په اړه د ستاينې وړ شاهکار ډېر دي. د دولتي شورا د ملي سرچينو کميټې د مطبوعاتي دفتر مرستيال هو يو چې د عامو کارګرو د کيسو کولو د غونډې جوړوونکی دی، وويل

(( د يوې تصدۍ ښه پرمختګ نه يوازې د تصدۍ ادارې او مشرانو ته اړتيا ده، بلکې د زياتو کارګرو پر خدمتونو اتکا کول دي. د يوې تصدۍ د پرمختګ په بهير کې د کارګرو خدمتونه نه بدليدونکي دي، خو خدمتونه يې ټولو ته معلوم نه وي، نو اړتيا شته چې د ياد فعاليت له لارې عامه کارګر او د دوی خدمتونه ښه وپېژندل شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای