CRI Online

د انګورو باغونه د شينجيانګ د ملي لږکيو د شتمنۍ وسيله

cri     (GMT+08:00) 2014-07-25 21:10:34

تورنبيک په خپل باغ کې


د ژوند د دودونو، جغرافيايي شرايطو او د ښوونې د کچې تر محدوديتونو لاندې د شينجيانګ په ځينو سيمو کې د ملي لږکيو اقتصادي کچه ټيټه ده، عايدات يې د ډاډ وړ نه وي او يواېيني مدرک ته ناست وي. د تېرو څو کلونو راهيسې د شينجيانګ پوځي فارمونو د امتيازي تګلارو او تخنيکي روزنو د برابرولو له لارې د انګورو د باغونو د جوړولو په برخه کې د ملي لږکيو له کرندګرو او باغدارانو سره مرستې کړې دي، دغه راز ځيني خلک د بېوزلۍ له سخت ژوند او کړاوونو وتلي ژوند يې ښه او د شتمنۍ په لوري روان دی. (( د چين اقتصاد)) د خپرونې په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ياد حالت مشخص معلومات وړاندې کړم. هيله ده دغه معلومات تاسو ته هم ګټور او په زړه پوري وي.

د شينجيانګ د پوځي فارمونو د څلورمې فرقې څلور شپېتمه ډله يوويشت زره تنه لري چې له دې جملې څخه اوه څلوېښت سلنه برخه يعنې نهه زره اته سوه تنه ملي لږکي دي. تېر کال په دې سيمه کې د انګورو باغونو د جوړولو پروژه پيل شوه. ځکه چې د انګورو توليدي ارزښت د پنبو په شمول د نورو کرهڼيزو توکيو په نسبت ډېر لوړ دی، نو د انګورو باغونو جوړول د ځايي خلکو د عايداتو د لوړوالي يوه ښه لاره بلل کيږي، زياتره فرصتونه د لږ کيو بزګرانو ته ورکړي دي. د څلور شپېتمې ډلې د مسئول مرستيال اديلي وويل، چې په دې بهير کې فارم د انګورو باغونو د جوړوونکو لپاره وړيا روزنې برابروي، اړوند پوهان استخداموي او د انګورو د خرڅلاو دنده پر غاړه لري. د ونو، پايو، څپرو او د خړوبولو د اوبو د نل ليکو د منظم اوبه خور په شمول د ښو روزل شويو تاکونو لګښتونه ټول د نوموړې پوځي فرقې له خوا حل شوي دي، برسيره پر دې د انګورو تازه باغونو جوړوونکيو ته په پيل کې مرستندويه معاش هم ورکول کېږي.

د موموړي فارم غړی عبدليميت د ملي لږکيو له هغو کارکوونکو څخه يو دی چې تېر کال يې د انګورو باغ په جوړولو پيل کړی دی، هغه خبريال ته وويل څرنګه چې په دې کار کې يې تجربه نه درلوده، نو د پوځي فرقې فارم ورته ځانګړي يو تخنيکي کارکوونکی ورليږلی دی.

(( ما پخوا چوپاني کوله او له دې لارې مې ژوند کولو، خو اوس مې د انګور باغ جوړ کړی، په لومړيو دريو کلونو کې ټول لګښتونه وړيا وو او مرستې مې تر لاسه کړي. د انګورو باغ تر جوړولو وروسته مې ګټه د ورته مساحت د پنبې په نسبت لس چنده زياته شوې ده.

پخوا ما د انګورو باغ د جوړولو او روزلو برخه کې هېڅ تجربه نه لرله او نپوهيدم، خو د فارم له خوا د را ليږل شوي متخصص له معلوماتو، خبرو او تجربو مې اوس ډېر څه زده کړي دي.))

له عبدليميت د انګور باغ ته نژدې د يو بل فارم کاروونکي تورنبيک نوميږي او هغه يو قزاقي دی، د انګورو باغ تر جوړلو حاصلاتو تر لاسه کولو يې ګټه زياته او ژوند کې ښه بدلون راغلی. کله چې په ٢٠١٠ کال کې هغه د لومړي ځل لپاره دغه پروژه پيل کړه، پر ځان يې باور نه درلود، خو د انګورو حاصلاتو ورته ډېره ګټه ورسوله. هغه خبريال ته وويل چې د انګورو باغ تر جوړولو وروسته يې نه يوازې کورني عايدات زيات شوي دي، بلکې په دې کار کې اوس خپل ځان ښه احساسوي.

((پخوا ما د بل تر لاس لاندې کار کولو له مشر به مې معاش تر لاسه کولو، خو اوس زه پخپله مشر يم. پخوا هره ورځ ما دوولس ساعته کار کولو او پنځوس يوانه به مې تر لاسه کول، او کله نا کله به د مشر تر انتقاد او ملامتيا لاندې هم راتلم، خو اوس خپله ځمکه، باغ او کور لرم. ))

د انګورو پر باغ سربېره، پوځي فارمونو د لږ کيو کارکوونکو د عايداتو د زياتوالي لپاره نورې لارې هم پيدا کړي دي. د څلورمې فرقې د دری اويايمې ډلې د انګور تاکونو مسئول دونګ ای ګو وويل، چې د ډلې موخه دا ده چې په راتلونکي کال کې به د هر کور کلني عايدات سل زرو يوانو ته ورسيږي. هغه وويل:

(( موږ داسې يوه بله پروژه هم په پام کې لرو چې په هر کور کې ښځې د کښت دندې پر غاړه ولري، نارينه په فابريکو کې کار او مېرمنې په کورونو کې. په عمده توګه له نيمې برخې زيات نارينه اوس په فابريکو کې کار کوي، دغه راز د هر سړي بنسټيز مياشتنی معاش لږ تر لږه دوه زره اته سوه يوانه دي، که هغه تخنيکي غوره والی، تجربې او پوهې لري، نو د ده معاش به شاو خوا پنځو زرو يوانو ته ورسيږي. دغه راز يو کور به له مزدورۍ څخه دېرش زره يوانه، له کرهڼې څخه شپيته زره يوانه او د څارويو له روزلو څخه لس زره يوانه ګټې تر لاسه کړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای