CRI Online

چيني تصدۍ په امريکا کې د ښو برقي موټرونو د جوړولو په هڅه کې دي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-31 17:13:58


د وانګ شيانګ ګروپ په نوم د چين د ملکي تصدۍ خاوند او مشر لو ګوان چيو پر ځايي وخت د جولای په ٢٥مه نېټه د امريکا په سپينې ماڼۍ کې د امريکا د ولسمشر له مرستيال جوی بايډن سره وکتل او څرګنده يې کړه چې د تر ټولو ښو برقي موټرونو د جوړولو لپاره به هڅې وکړي.

د وان شيانګ ګروپ مشر ښاغلي لو ګوان چيو وويل، چې برقي موټرونه به د موټرونو د صنعت راتلونکی جريان وي، اوسمهال د نړۍ ځواکمن هېوادونه ټول د دغه ډول موټرو د جوړولو په هڅه کې دي.

نوموړې چيني تصدۍ چې په امريکايي کې د فعاليت دېرش کلنه سابقه لري، په تېرو څو کالونو کې د برقي موټرونو او اړوندو بتريو د جوړولو څو امريکايي فابريکې اخيستې وې، په تيره بيا سږ کال يې د فيسکر په نوم د لوکسو برقي موټرونو جوړونکي تصدۍ پېرودلې ده، له دې وروسته وان شيانګ ګروپ نه يوازې مشهور شوی دی بلکې د برقي موټرونو د جوړولو لين يې بشپړ کړی دی.

ښاغلي لو ګوان چيو وويل، چې وانګ شيانګ ګروپ تېر کال د اې ١٢٣ په نوم شرکت اخيستی چې دغه شرکت د ليسيم بتريو (lithium battery) د جوړولو تر ټولو عصري تکنالوژی لري. د وانګ شيانګ ګروپ د اتلسو مياشتو له کوښښونو وروسته دغه شرکت له کسر څخه د ګټې د اخيستلو په مثبت مسير کی داخل شوی دی. لو ګوان چيو وويل

(( اوس يې توليد بېرته عادي شوی دی، د پيسو جريان برابر شوی دی، ټول کارګران بېرته په کار ګومارل شوي دي. ))

د دې موټر توليدونکی شرکت د وان شيان ګروپ له خوا اخيستی دی

په امريکا کې د وانګ شيانګ ګروپ د فرعي شرکت مسئول ني پين وويل، چې په پيل کې ټول کارپوهان په دې نظر وو چې د دريو سوو مليونو امريکايي ډالرو کسر بدلول شاو خوا پنځو کلونو ته اړتيا لري، خو وان شيانګ ګروپ په يو نيم کال کې دغه موخه پوره کړې ده، حتی د اې ١٢٣ شرکت توليداتو ته تقاضا له عرضې نه زياته ده، د ميچيګان ايالت والي په تيره بيا پخپله په امريکا کې د وان شيانګ ګروپ د مشر لو ګوان چيو د سفر په ترڅ کې له ده سره وکتل. وان شيانګ ګروپ دا هم څرګنده کړه چې خپله پانګونه به زياته کړي.

لو ګوان چيو وويل، چې د امريکا د ولسمشر مرستيال بايډن له ما سره د کتنې په ترڅ کې د پاکې انرژۍ په برخه کې د وان شيانګ د کوښښونو ستاينه وکړه او د چيني تصدۍ د کاميابۍ هيله يې هم څرګنده کړه.

(( ښاغلي بايډن دا هم ويلې چې پاکې انرژۍ او د پاکې انرژۍ په خوځنده ځواک د موټرونو چلېدلو ته د امريکايانو اړتياوې شتون لري، د چينايانو اړتياوې شتون لري او د ټولو نړيوالو چلېدلو شتون هم لري. ))

د امريکا د انرژۍ وزير يرنيست مونيز چې د پاکې انرژۍ د صنايعو د ابادۍ په هڅولو بوخت دی، وان شيانګ ګروپ ته وويل، چې دانرژۍ وزارت د نويو انرژۍ د ابادۍ لپاره شپاړس مليارډه امريکايي ډالره مرستندويه صندوق لري، د وانګ شيانګ له خوا د غوښتنليک د وړاندې کولو هرکلی کوي.

ښاغلي لو ګوان چيو وويل

(( وان شيان کيدای شي چې موټرونه جوړ نه کړي، خو دا نه شي کيدای چې خراب موټرونه جوړ کړي. موږ به د ټولو مسئلو له حلولو وروسته بازار ته کامياب موټرونه وړاندې کړو.))

په نورو هېوادونو کې د چيني تصديو د پانګونې د يوې بريالۍ نمونې په توګه، وان شيانګ ګروپ د چين او امريکا د مشرانو لوړه ستاينه تر لاسه کړې ده، ښاغلي لو ګوان چيو د چين او امريکا ترمنځ د تېرو څو مسلسلو دورو په ستراتيژيکو او اقتصادي خبرو اترو کې د ګډون او ويناوو بلنې منلې دي. د ده په اند نه يوازې تصدۍ بلکې حکومتونه بايد د صادق نيت پر بنسټ تګ راتګ او متقابل تفاهم پياوړی کړي، نو بيا دواړه خواوې رښتينې ګډې ګټې تر لاسه کولی شي. وان شيانګ ګروپ په ٢٠١٢ کال کې د چين او امريکا ترمنځ د تبادلې د پياوړتيا په موخه د امريکا د ولسمشر باراک اوباما له خوا په وړاندې شوي يو پلان کې ګډون کړی، تر اوسه پورې يې د څلورو سوو امريکايي ځوانانو لپاره په چين کې د تبادلې او زده کړې وړيا فرصتونه برابر کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای