CRI Online

د چين برقي موټرونه

cri     (GMT+08:00) 2014-08-07 20:48:14

د چين د موټرونو د صنعتي ټولنې د شمېرنې له مخې د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د هغه ډول موټرونو توليدي اندازه شل زره شپږ سوه او دوه نهه او د خرڅلاو اندازه يې شل زره څلور سوه او اوه اويا عرادې وې چې هم د بريښنا او هم د ګاز په وسيله چلول کېږي ، خو د ټولو ګړندي موټرونو د خرڅلاو په عمومي اندازه کې ونډ يې يوازی له صفر اعشاريه دوه کمه برخه ونيوه.

تېر کال د ټيسلا په مارک امريکايي موټرونه چې بيخي په بريښنا چلول کېږی، د ښکلي ډيزاين او ښه کيفيت له امله د لاتينې امريکا په شمالي برخه حتی ټوله نړۍ کې د هرکلي وړ ګرځېدلي دي. په داسی حال کې چې اوس د چين په بازار کې ددې موټر د ننوتلو ګامونه اوچت شوي، د دې ډول موټر د توليدولو شرکت جوړونکي يلونګ ماسک چين ته راغی او دده په اند چې د اروپا او اسيا بازارونه په تيره بيا د چين اړوتياوې به د خپلو کاروبارو د زياتوالي عمده سرچينه وي. هغه څو ځله ويلي چې چين به د امريکا نه وروسته د ټيسلا موټر دوهم لوی بازار وګرځي، ټيسلا شرکت غواړي په چين کې خپلې فابريکې جوړې کړي.هغه وويل:

(( موږ غواړو په چين کې خدمتي چوکاټ او د بطري د ډکولو اساسي تاسيسات جوړ کړو، نو موږ به په دغو دوو برخو کې زياتې پانګې واچوو، ښايي په راتلونکو دريو يا څلورو کلونو کې په چين کې ټيسلا موترونه توليد کړو، ځکه له کاليفورنيا ايالت څخه چين ته د دغه ډول موټرونو واردات مناسب نه دي. فکر کوم چې موږ به په چين کې د انجنيرۍ او څيړنې مرکز هم جوړ کړو. ))

له بلې خوا د بياډي په نوم د چيني برقي موټرونو د توليدولو شرکت له امريکايي شرکتونو سره په سيالۍ کې بريالی شوی او د امريکا بازار يې نيولی دی. د سږ کال د اپريل په اته ويشتمه نېټه د بياډي برقي بسونو د مونتاژ کرښه په رسمي توګه د کاليفورنيا ايالت په لانکست ښار کې په کار ولويده ، دا يوه نښه ده چې د بياډي برقي بسونه په رسمي توګه امريکايي بازار ته ننوتلي دي. د ياد بس بطری په دريو ساعتو کې ډکيږي او د شپيتو تنو مسافيرينو په وړلو دوه سوه پنځوس کيلومتره چلېدلی شي.

د بياډي شرکت د برقي موټرونو د توليدولو کليدي تکنالوژي خپله کړې، په شمالي امريکا کې د دې شرکت مسئول ښاغلي لي که وويل:

((ډېرې عصري تکنالوژۍ زموږ تر کنټرول لاندی دي ، د هايبريډ په نوم سيستم چې هم بريښنا او هم ګاز په بياډي موټر کې استعماليږي، هم د بياډي شرکت لخوا ونيول شو ، په دې برخه کې بياډي شرکت نه يوازې په چين کې بلکې په نړۍ کې لومړی مقام نيسي او د نورو سيالو نه ډېر مخکې دی. ))

د برقي موټرونو د استعمال د هڅولو لپاره د تېر کال په نومبر مياشت کې د چين حکومت په اته ويشتو ښارونو او سيمو کې د برقي موټرونو د اخيستلو امتيازي تګلارې خپرې او پلی کړې دي.

د برقي موټر اکثريت اخيستونکي د موټر د چلولو لګښت ته ډيره پاملرنه کوي. په بېجينګ ښار کې د برقي موټر يوې خاوندې وويل:

((د معمولي موټر د چلولو مياشتنی لګښت شاو خوا يو زر پنځه سوه يوانه دی، خو په تېره يوه مياشت کې د دغه برقي موټر د چلولو لګښت يوازی څه باندې سل يوانه و. نو زما په اند دغه لګښت ډېر ټيټ دی. ))

د سون موادو د سپمولو لپاره په چين کې د برقي موټر اخيستونکي له حکومتي مرستې څخه ګټه اخيستی شي څې له امله د موټر اخيستلو فيس کمېږي . د يادې امتيازي تګلارې له امله د شانګهای ښار اوسيدونکي فينګ يي يو برقي موټر اخيستی دی. هغه وويل:

(( په شاو خوا يو لک يوانو مې دغه موټر اخيستی دی، اصلي بيه يې دوه لکه يوانه وه، نور يو لک يوانه د دولتي او ښاري حکومتونو لخوا تهيه کېږي . ))

د زياتو کسانو په سترګو کې د چاپيريال او انرژۍ بحران رارسېدلی دی، برقي موټرونه به حتمأ د موټر توليدولو صنعت راتلونکی وي، د بطري تخنيکونو او د بطري ډکولو تاسيساتو په بشپړوالي سره، برقي موټرونه به ژر په نږدې راتلونکي کې په عمومي توګه وکارول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای