CRI Online

د روبات يا ماشيني انسان د کارولو زمانه رارسيږي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-15 13:52:42

د کرې شرکت په فابريکه کې د روبات په وسيله توليدي کرښه


د چين د جوجيانګ په دلتا سيمه کې خبريال په يوه لويه فابريکه کې وليدل چې پلاستيکي مواد د اتوماتيکي ماشينونو په وسيله د هوا يخولو ماشينونو په لوازمو بدل شول او بيا د ماشيني لاسونو لخوا دغه لوازم د راغونډولو پر کمربند واچول شول، د بار او پنډ ماشيني انسانان له يو ورکشاپ څخه بل ته د مالونو په وړلو بوخت وو، يوازې دوه درې کارګران د توليدي کرښې په پای کې د توليداتو په څارنې لګيا وو. دا د روباتونو يا ماشيني انسانانو په وسيله د ايرکانديشن توليدولو يوه اټوماټيکې کرښه ده چې د ګرې په نوم د ايرکانديشن د توليدولو په شرکت کې جوړه شوې ده.

د ګرې شرکت مشرې دونګ مينګ جو وويل، چې که لي شرکت به لږ تر لږه په دې برخه کې پنځه مليارډه يوانه سرمايه ولګوي، تر څو په راتلونکو دوو کلونو کې په سلو کې اويا توليدي چارې په اټوماټيک ډول ترسره او په فابريکه کې روبات د انساني کارګرو ځاي ونيسي. هغې وويل:

(( د شرکت توليدي سيستم به په راتلونکي يو يا دوو کلونو کې په بنسټيزه توګه بدل شي. اوس په يو ورکشاپ کې يوازې شاو خوا درې پنځه کارګران ليدل کېږي. ))

اوسمهال نه يوازې د ګرې په شمول لويې تصدۍ د ماشيني انسان په وسيله اټوماټيکې توليدي کرښې د جوړولو په هڅه کې دي، د چين په زياتو منځنيو او کوچنيو شرکتونو کې ماشيني انسان د ګڼ شمېر کارګرو پر ځای په کار اچول شوي دي. د بېلګې په توګه د رپو په نوم د ساينس او تکنالوژۍ محدود شرکت د جنوبي چين په شن جن کې د کمپيوټرونو اړوند د لازمو وسايلو او تجهيزاتو جوړولو شرکت دی. په ٢٠١٢ کال کې ددې شرکت د عمومي منيجر مرستيال دن چيو په مشرۍ د ماشيني انسان په وسيله د کمپيوټرونو موږک توليدولو توليدي کرښه جوړه شوه

(( د ماشين د ګرځېدو سرعت ډير ګړندی دی ، يقين دی چې په راتلوونکو وختونو کې به نور زيات ماشيني انسانان په فابريکه کې وکارول شي.))

له دوو کلونو راهيسې په رپو شرکت کې اويا برخه دندې د روبات په وسيله ترسره کېږي او سل مليونه يوانه پيسې سپما کېږي چې په پايله کې يې د توليداتو د ښه کيفيت او ټيټې اصلي بيې له امله په نورو هېوادونو کې زيات بازارونه نيولي دي.

له دې امله هغه توليدات چې د ماشيني انسان په وسيله توليدېږي ، ښه کيفيت لري او اصلي بيه يې هم ټيټېږي ، نو د چين د توکو جوړولو په زياتو تصديو کې ماشيني انسانان کارول کيږي ، نو د اې بې بې په نوم د روباتونو توليدولو شرکت هم چين ته ننوتلی دی.

له ډول ډول نښو څخه څرګندېږي چې د ماشيني انسان د کارولو له امله په چين کې د توکو جوړولو صنعت د ژور بدلون په حال کې دی ، په بله مانا دغه صنعت په ګړندي توګه د ماشيني انسان د کارولو زمان ته داخليږي.

د روبات د نړيوالې ټولنې د شمېرنې له مخې تير کال اوه ديرش زره ماشيني انسانان په چيني بازار کې پلورل شوي وو چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله نژدې درې ځله زيات شوی دی. د ماشيني انسان په وسيله د صنعتي چارو د ټولنې مشر ياو جه جيو په وينا، اوس په نړۍ کې له پنځو ماشيني انسانانو څخه يو په چين کې توليديږي.

(( تېر کال چين تر جاپان وړاندی په نړۍ کې د ماشيني انسان د توليدولو لومړی لوی هېواد ګرځېدلی و ، ځکه چې په چين کې د توليد شويو ماشيني انسانانو د زياتوالی انډول ډير جګ و.

چين په نړۍ کې د ماشيني انسان د کارولو پټ غښتلي بازارونه لري ، خو د پرمختللو هېوادونو په نسبت په چين کې د ماشيني انسان د څيړلو او کارولو وخت دومره وړاندې نه دی، خو اوس د ماشيني انسان د کارولو بازار نوي برخه د بهرنيو تصديو لخوا نيول کېږي . په راتلونکو وختونو کې د توکو جوړولو د صنايعو د عصري ساحې په توګه د ماشيني انسان د توليدولو او کارولو چارې د زياتې پاملرنې وړ ګرځېدلې دي ، نو په دې وجه چين بايد په دې برخه کې خپل ګامونه نور هم اوچت کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای