CRI Online

چين د کلتوري صنعت د ورخلاصون په برخه کې خپل ګامونه چټکوي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-29 21:10:40

د تيان جو په نوم د صادراتي او وارداتي خدمتونو سيمه


بهرنيو هېوادونو ته د چين د کلتوري سوداګرۍ اډه د اګست په پنځه ويشتمه نېټه د بېجينګ هوايي ډګر ته نژدې د تيان جو په نوم د صادراتي او وارداتي خدمتونو په سيمه کې په رسمي توګه پرانيستل شوه. د دې اډې موخه دا ده چې د کلتوري سوداګرۍ د مجموعي خدمتونو ډګر، د نړيوالو توليداتو مرکز او د اړوندو سرچينو او معلوماتو بازار به وګرځي.

تر اوسه پورې په بېجينګ، شانګهای او شنګ جن ښارونو کې بهر ته د کلتوري سوداګرۍ دولتي اډې جوړې شوې دي، دغه راز په چين کې د کلتوري توليداتو د وارداتو او صادراتو موضع ټينګه شوې ده. د بېجينګ په اډه کې د کلتوري سوداګرۍ د نړيوالو تصديو مرکز، د نړيوالو کلتوري توليداتو د نندارتون، زيرمې او ليږد راليږد مرکز، د نړيوالو هنري شيانو د معاملو خدمتي مرکزونه شامل دي، او د جواهرو ، د هنري توکيو، د فلمونو او تلويزيوني خپرونو د معاملو او د طرحې په ګډون څانګې به هم جوړې شي.

په ٢٠١٣ کال کې په بېجينګ ښار کې د کلتوري سوداګرۍ ارزښت له دريو مليارډو پنځه سوه مليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتی و. په بېجينګ ښار کې بهر ته د کلتوري سوداګرۍ د دولتي اډې کارول به د مطبوعاتي نشراتو، د هنري شيانو د معاملو، نندارتونو، د نندارو د تنظيم، راډيويي او تلويزيوني خپرونو، طرحې او معلوماتي خدمتونو په شمول زياتو صنعتونو ته ګټې ورسوي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين کلتوري صادرات د چټک پرمختګ په حال کې دی، خو د صادراتو زياتره برخه کلتوري توليدات دي، د طرحې او د چاپ امتياز په ګډون د کلتوري خدمتونو صادرات کم دي، په دې برخو کې پرمختللي هېوادونه لارښوونکی او مخکنی ځای نيسي.

اوس د نړيوالو کلتوري توکيو د معاملو د بازارونو ترمنځ سيالي ورځ په ورځ سختيږي. دغه ډول سيالي نه يوازې د فلمونو د فسټيوالونو، هنري جشنونو، نندارتونونو او د ليلام غونډو په ګډون په عنعنوي بازارونو کې شتون لري، د صادراتي او وارداتي خدمتونو سيمې د نوي ډول سيالۍ په توګه بلل کيږي.

د بېلګې په توګه د ليلام په لويو غونډو کې د برخه والو هنري شيانو ارزښت هميشه له مليارډ يوانو څخه اوښتی دی، د چين د اړوندو مقرراتو سره سم بهرني هنري شيان بايد ګمرکي محصول او د ګټو ماليه ورکړي چې اندازه يې د هنري توکيو په عمومي ارزښت کې دېرش سلنه برخه نيسي، څو سوه مليونه يوانه د هرې تصدۍ لپاره سپک بار نه دی، دا چين ته د هنري ليلام د نړيوالو لويو غونډو او نندراتونونو د ننوتلو يوه عمده ستونزه ده.

د ٢٠١٣ کال په پای کې د سوسبې هنري اوونی د تيان جو په نوم د صادراتي او وارداتي خدمتونو په سيمه کې په بريالۍ توګه تر سره شوه، له دې څخه ښکاريږي چې بېجينګ ښار د نړيوالو هنري شيانو معاملو د لويو او لوړ پوړيو فعاليتونو د جوړولو توان لري.

د اړوندو مقرراتو سره سم، په چين کې د بهرنيو شيانو د پاتې کېدو وخت له شپږو مياشتو څخه نه شي اوښتلای، که داسې و نه شي، نو د پلورل شويو شيانو په شان به له دغو شيانو څخه ماليه واخيستل شي. خو د اړوندې تګلارې له مخې، د صادراتي او وارداتي خدمتونو په سيمه کې بهرني هنري شيان کولی شي چې د نندارې او معاملو په مرکز کې په وړيا توګه نور شپږ مياشتې پاتې شي، دغه راز بهرني سازمانونه په چين کې د ډول ډول نندارتونو د جوړولو په برخه کې له امتياز څخه برخمن دي.

د ګه هوا په نوم د کلتوري پرمختګ ګروپ عمومي منيجر لي دان يانګ وويل چې تصدۍ د صادراتي او وارداتي خدمتونو په سيمه کې پيسې او وخت سپما کولی شي، د توليداتو له طرحې، جوړونې او خرڅلاو څخه تر واردات پورې زمينې او امتياز تر لاسه کولی شي. د بېجينګ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروفيسر څاو هه پينګ په اند بهر ته د کلتوري سوداګرۍ دولتي اډې د کلتور او هنر بندر دی او د کلتوري توليد ټوټې ټوټې سره راټولولی او يو ځای کولی شي.

د سوسبې هنري اوونی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای