CRI Online

په بهر کې د چين پانګونې

cri     (GMT+08:00) 2014-11-06 21:12:52


څو ورځې مخکې د اي زي پي په نوم يوې چيني تصدۍ په رسمي توګه د ايتاليا د پارما نړيوال هوايي ډګر قرارداد اخيستی دی چې دا په تېره لنډه موده کې په ايتاليا کې د چيني تصديو څلورمه لويه پانګونه ده. ياده پانګونه د اي زي پي ګروپ له خوا له اروپا څخه چين ته د مالونو ليږدولو د مستقيمې او چټکې لارې د جوړولو لپاره ګټوره ده چې اروپايي سوداګريز شيان به په لا چټکه او ساده توګه د چيني مشتريانو لاسونو ته ورسيږي. د اي زي پي ګروپ مشر لو فنګ وويل،

(( له يوې خوا، موږ په پارما کې د پانګونې له لارې په دې ځای کې خپل زيرمتون او د ورپېژندنې مرکز جوړولای شو، تر څو د اروپا، منځني ختيځ او شمالي افريقا د بازارونو لپاره د چيني توليداتو يوه کړکۍ خلاصه کړي. له بلې خوا دغه ځای به د چين بازارونو ته تر ننوتنې مخکې د اروپايي توليداتو د غونډېدو او دسته بندۍ يو مرکز وګرځي. ))

نه يوازې په ايتاليا کې، بېلکې د اروپا په نورو ځايونو کې د چيني تصديو پانګونې د پام وړ دي. د اکتوبر په ١٣مه نېټه د انبانګ په نامه د بيمې يوې چيني تصدۍ د بيمې د يو هغه بلژيکي شرکت ټول اسهام واخيستل چې سل کلن تاريخ لري. د بلژيک د دغه شرکت اجراييوي مشر عدوين سچيلينس وويل،

(( د انبانګ د ملاتړ له اخيستلو وروسته، موږ به په راتلونکې کې لا ځواکمن شو. دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده، ځکه موږ د بلژيک په پياوړيو بازارونو کې له نورو سيالو سره سيالي کوو.))

د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې بهر ته د چين پانګونې څلور اويا مليارډه نهه سوه شپېته مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلې دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يوويشت اعشاريه شپږ سلنه زياتې شوې، په دې جمله کې په اروپا کې د پانګونو زياتوالی تر ټولو چټک دی. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند شن دان يانګ وويل،

(( په لومړيو نهو مياشتو کې په امريکا کې د پانګونو د زياتوالي انډول شاو خوا دېرش سلنه و، اروپا ته د پانګونو زياتوالی ډېر لوړ و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت له دوو چندو څخه هم زيات و، په روسيه کې د پانګونو د زياتوالي انډول اويا سلنې ته نژدې و.))

د اروپايي ټولنې د شمېرنې ادارې د خپرې شوې شمېرنې له مخې، د سږ کال له جنورۍ څخه تر می پورې چين ته د اروپايي ټولنې د اته ويشتو هېوادونو صادرات لس سلنه زيات شوي دي. د چين د دولتي شورا د پرمختګ اګاډمۍ په اړه د نړيوال پرمختګ څيړنيزې څانګې پخواني مرستيال دينګ يي فنګ په دې نظر دی چې د چين او اروپا ترمنځ د معاملو زياتوالی د متقابلو پانګونو له لوړوالي سره مستقيم تړاو لري. هغه يوه بېلګه ياده کړه،

(( د چين زياتو تصديو په المان کې ځيني ځايي منځني او کوچني شرکتونه اخيستې دي، ځکه چيني بازار ډېر لوی دی، نو د دغو منځنيواو کوچنيو تصديو لپاره يې د پرمختګ زيات فرصتونه برابر کړي دي. پخوا د المان په ځايي عامه افکارو کې داسې اندېښنې شتوالی درلود چې چيني تصدۍ ښايي د دغو الماني شرکتونو له اخيستلو وروسته پخواني کارکوونکي کم کړي او يا د دوی د تخنيکونو له تر لاسه کولو وروسته سمدلاسه له دغو شرکتونو څخه لاس واخلي، خو دغسې حالت نه دی رامنځته شوی. برعکس، د دغو الماني شرکتونو پيمانې لويې شوې دي، او زيات کاري فرصتونه برابر شوي، توليدات او پانګونې زياتې شوې دي. ))

د اکتوبر په ٢٢مه نېټه د چين د سوداګرۍ وزير مرستيال جانګ شيانګ چان وويل، چې سږ کال په بهر کې د چين د پانګونو د زياتوالي انډول ښايي لس سلنې ته ورسيږي، بهر ته به د مستقيمو پانګونو ارزښت يو سلو شل مليارډه امريکايي ډالرو ته ورسيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای