CRI Online

د چين او استراليا ترمنځ کرهڼيزې تبادلې به د ازادې سوداګرۍ سيمې له امله پرمختګ تر لاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-11-25 17:56:23

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د استراليا صدراعظم توني ابوټ د نومبر په اوولسمه نېټه د کانپيرا په ښار کې خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې د أزادې سوداګريږې سيمې په اړه د چين او استراليا تر منځ خبرې اترې په رسمي توګه پای ته ورسېدې. دغه راز د ازادې سوداګرۍ د تړون په هکله د چين او استراليا ترمنځ نهه کاله خبرې اترې په بريالۍ توګه تر سره شوې دي. کرنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي اړيکو مهمه موضوع ده، د ازادې سوداګريزې سيمې جوړونه به د دواړو خواوو ترمنځ کرهڼيز تګ را تګ ته کوم بدلونونه ورسوي؟ په دغه خپرونه کې پام کړئ يادې مسئلې ته.

مېرمن شيا د خپل ماشوم زېږېدو ته په ارمان ده، له جدي مقايسې وروسته يې پريکړه کړې چې په راتلونکي کې به په ثابته توګه د انترنيټ له لارې له استراليا څخه پودري شيدې واخلي. د چين او استراليا ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې د خبرو اترو د بري په هکله د خبر په اورېدلو، هغه هيله لري چې له دې وروسته به د چين په پلورنځايونو کې ښه او ارزان پودري شيدې اخيستلی شي.

(( په انترنيټ کې مې د استراليا د پودري شيدو د پلورلو سوداګر پيدا کړی، که وروسته د چين او استراليا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ له جوړېدو وروسته اړوند ګمرکي ماليات ټيټ شي، زه به منځګړيو ته اړتيا و نه لرم، دغه راز ډېرې پيسې به وسپمول شي. ))

د شيدو د توليداتو په پرته، د چين مشتريان د غوايي غوښې او د پسه پوستکيو په شمول د استراليا زيات کرهڼيز توليدات خوښوي. د بېجينګ په يو لوکس راستورانت کې د استراليا د غوايي يوه بوټۍ غوښه له دريو سوو يوانو څخه تر پنځو سوو يوانو پورې پلورل کيږي. د پسه پوستکي د نساجۍ د زياتو چيني تصديو لپاره د هرکلي وړ اوم مواد دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې تجارتي او اقتصادي همکارۍ اکاډمۍ د يوې څانګې مشر لي جيان وويل، د چين او نوي زيلاند ترمنځ د جوړې شوې ازادې تجارتي سيمې په اړه د تجربو سره سم، د چين او استراليا ترمنځ د ازادې تجارتي سيمې له جوړېدو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرهڼيزو توليداتو په معاملو کې لا زياتې زمينې برابرې شي، مشتريانو ته به د نور زيات غوره والي فرصت برابر.

((استراليا د توليداتو يو لوی برابروونکی هېواد دی، د ازادې سوداګرۍ تړون په رڼا کې به د شيدو پر موادو او د غوايي او پسه پر غوښې ګمرکي ماليات به ټيټ شي، د نورو توليداتو وارداتي اندازه به لوړه شي او بيې به يې تر يوې اندازې ټيټې شي. البته پر بيو نور اغيزمن لاملونه هم شتون لري. ))

د نوموړي په اند، د دواړو خواوو ترمنځ کرهڼيزې معاملې به ډېرې زياتې شي، نه يوازې مشتريان به ترې ګټې واخلي، دا به د چين د کرهڼيزې سويې د لوړوالي لپاره ګټوره هم وي.

(( د توليد له لحاظه، د چين داخلي سرچينې په رښتينې توګه استراليا بېرته پاتې دي، او زموږ اړتياوې هر کال زياتيږي. دغه راز په دې برخه کې د وارداتو زياتوالی د بازار د سمسورتيا لپاره ګټور دی، که کورني بازارونه سمسور او اړتياوې زياتې شي، د چين مالداري او کرنه به پرمختګ وکړي.))

د چين کرهڼيز توليدوونکي له زياتو فرصتونو سره مخامخ دي. د تېرو څو کلونو څخه راپدېخوا، د استراليا په کرنې کې د چينايانو د پانګونې شوق د لوړوالي په حال کې دی. د استراليا د عقاري شتمنۍ سوداګر جاسون هېلر دا پيدا کړې چې چينايان په استاليا کې د څړځايونو (ورشوګانو ) له اخيستلو سره ډېره علاقه لري.

(( زياتره چيني پانګوال نه يوازې غواړي چې ( په استراليا کې ) يو کور جوړ کړي، دوی هيله هم لري چې د استراليا له هغو بزګرانو سره د ملګرتيا اړيکې ټينګې کړي چې مسلکي تخنيکونه لري، دوی غواړي چې اغيزمن او ګټه اخيستونکي فارمونه وچلوي.))

د چين په بازارونو کې د مصرف اړتياوې زياتې دي، نو استراليا چې غنې سرچينې لري، ښه صادراتي هدف او تجارتي همکار پيدا کړی دی. مشتريان او توليدوونکي دواړه سترګې په لاره دي چې د چين او استراليا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون د کرهڼيزو معاملو نوې کړکۍ پرانيزي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای