CRI Online

په نړۍ کې د چين ګړندۍ اوسپنيزې لارې : دندې او رسالت

cri     (GMT+08:00) 2015-03-03 20:36:55

د فبرورۍ د يوولسمې نېټې په سهار د چين د سي ان ار ګروپ مطبوعاتي غونډه چې د چين د دولتي شورا له خوا جوړه شوې، د هه بې ولايت په تانګ شان ښار کې تر سره شوه. د چين سي ان ار ګروپ په نړۍ کې ډېر شهرت او د ليدووړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي او د دغو لاسته راوړنو تر شا د کارکوونکو د کوښښونو کيسې ډېرې دي.

ماموريت او مسئوليت دغه دوه کلمې د چين د کړنديو اوسپنيزو لارو د پرمختيايي بهير د يادولو ډير مناسب انځور دی. د يوولسمې نېټې په سهار د تانګ شان ښار په يوه لويه کارګاه کې يوه په زړه پورې خبري ناسته تر سره شوه چې د چين د دولتي شورا له خوا جوړه شوې او موخه يې چيني او بهرنيو خبري رسنيو ته د چين د ګړنديو اوسپنيزو لارو د پرمختيايي بهير ورپېژندل وو.

د چين د اوسپنيزو پټليو عمومي شرکت د تبليغاتو څانګې مشر هان جيانګ پينګ وويل، چې چين د تېرو څو کلونو راهيسې د ګړنديو اوسپنيزو لارو د ابادولو په برخو کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي. د اټکل له مخې، د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې به د چين د دغو لارو اوږدوالی له څلوېښت زرو کيلومترو څخه اوښتی وي ، په بله ژبه د هغو ښارونو اوسېدونکي به له دغو لارو څخه ګټه واخلي چې نفوس يې له پنځو لکو تنو څخه زيات وي. هغه وويل،

(( د اټکل له مخې د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې به د چين د اوسپنيزو لارو اوږدوالی يو سلو شل زرو کيلومترو ته ورسيږي چې پکې به اتلس زره کيلومتره ګړندي اوسپنيزې لارې شاملې وي. ))

د سي ان ار ګروپ د تانګ شان د اورګاډيو جوړولو په کارګاه کې د غښتلو کارګرو نوم لړ ليدل کيږي. سمه ده، همدغه زحمتکښ کارګران د چين د ګړنديو پټليو رښتيني بنسټ جوړونکي دي او د دوی د کوښښونو له برکته د چين ګړندۍ پټلۍ د نورو زياتو هېوادونو له خوا وستايل شوې .

د خبري ناستې له پای ته رسيدو وروسته، خبريالانو د تانګ شان د اورګاډو جوړولو کارګاه د عمومي انجينر سون بانګ جنګ په لارښوونه د ګړنديو اورګاډو له لومړي ورکشاپ څخه ليدنه وکړه. ځينو کارګرو له خبريالانو سره مرکه وکړه. د يانګ هونګ بين په نوم يو زلمي د کارګاه يو عام کارګر دی، خبريالانو ته يې د خپلو کارونو د يادولو په وخت کې داسې وويل.

(( په کارونو کې بايد هيڅ تېروتنه و نه کړو، ځکه چې اورګاډی د مسافرينو په ژوند پورې اړه لري او بايد خپلې دندې په جدي توګه تر سره کړو او له هر ډول تېروتنې څخه ډډه وکړو غ. ))

د يانګ هونګ بين له خبرو څخه د دندې او رسالت په اړه د يادې کارګاه د کارګرو ټينګ هوډ ښکاريږي. د کارګرو هر کوچنی حرکت به ښايي د نړيوالو مسافرينو پر امنيت اغيزمن وي.

د جوشکارۍ په ورکشاپ کې خبريالانو بوختي جوشکاران وليدل او د جوشکارو له نړيوالې روزونکې سون بين بين سره د مرکې په ترڅ کې خبر شول چې هغه د جوشکارۍ په برخه کې د چين لومړۍ ښوونکې ده چې نړيواله اجازه نامه يې ګټلې ده. هغې خبريالانو ته وويل،

(( موږ چې د لومړي ځل لپاره د نړيوالې کچې جوشکاری وليدله ، د سختې دندې احساس مو وکړ ، ځکه چې پخوا مو دقيقه جوشکاری بيخي نه پېژندله او د زده کړې په ترڅ کې مو دغه پرمختللې تکنالوژی خپله کړه ،نو په زړه کې مو تل خپل ځان ته ويلو چې بايد د کميت او کيفيت په تضمين خپلې دندې بشپړې کړو. ما ويلي وو چې د جوشکارۍ کيفيت بايد د جوشکار له شخصيت سره سمون ولري، د جوشکارۍ بهرنی سطح ليدل کېږي، خو داخلي کيفيت يې نه ، نو موږ بايد په مسئولانه او وجدانا هر درز ښه جوشکاری وکړو. ))

ځکه چې هر جوشکار عالي مسئولانه احساسات لری . په ٢٠١٤ کال کې د چين د سي ار ان ګروپ د دريو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت غوره کيفيت لرونکي اورګاډي نورو هېوادونو ته صادر کړي دي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای