CRI Online

د بو او اسيايي فورم

cri     (GMT+08:00) 2015-03-30 17:07:10

د بو او د اسيا فورم (BFA) يو غېر حکومتي، غير انتفاعي، منظم او ټاکلی مقر لرونکی فورم دی.

دغه فورم په ١٩٩٨کال کې د هغه وخت فليپينی ولسمشر فيډل ولديز راموس، د استراليا د وخت صدراعظم بوب هوکي او د جاپان د هغه وخت لومړي وزير موريهيرو هوسوکاوا له خوا وړاندې شوی او د ٢٠٠١ کال د جنورۍ په ٢٧مه نېته په رسمي توګه جوړ شوی و. د دغه فورم دايمي مقر د چين د های نان ولايت په بو او ښار کې پروت دی. د ٢٠٠٢ کال راهيسې د دې فورم کلنۍ غونډه هر کال په ټاکلی وخت په بو او ښار کې تر سره کيږي.

د بو او د اسيا فورم د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړی او د نړيوالو پراخه پاملرنه يې جلب کړې ده. دغه فورم د اسيايي او نړيوالو چارو په هکله د اسيا او نورو لويو وچو د حکومتي، صنعتي، تجارتي او علمي مشرانو ترمنځ د خبرو اترو او د نظريو د تبادلې د لوړ پوړې صحنې په توګه ګرځېدلی دی. دغه فورم تل د سيمه ييز اقتصاد د اتحاد له لارې د اسيايي هېوادونو د ګډو پرمختګونو په هڅه کې دی.

د دغه فورم موخه د اسيا او د نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي مرستی، همغږی او ژورې اړيکې دي. فورم د حکومتونو، تصديو او کارپوهانو لپاره د اقتصاد، ټولنې، چاپريال او نورو چارو په هکله د لوړې کچې د خبرو اترو فرصت برابروي او له سياستوالو، سوداګرو او علمي کارپوهانو سره د اړيکو د شبکې په کارولو سره د فورم د غړيو ترمنځ او د غړيو او نورو همکارانو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره زمينه برابروي.

د بو او د اسيا فورم جوړښت

دغه فورم له پنځو څانګو څخه جوړ شوی چې د غړيو غونډه، شورا، د سلامشورو کميټه، سکرټر او د څېړنې او روزنې اکاډمی

د غړيو غونډه د دغه فورم د واک لومړی عالي ارګان دی او هر کال جوړيږي.

شورا د واک لومړی لوړ پوړی اجراييوي ارګان دی او د غړيو غونډې له خوا د رايګيرۍ له لارې ټاکل کيږي. دغه شورا ١٥ غړي لري چې د فورم سرمنشی، د کوربه هېواد لومړی استازی او له بېلا بېلو هېوادونو څخه په تېره بيا د اسيايي هېوادونو له وتلو او اغېزمنو سياستوالو، لوړ پوړيو چارواکو، کارپوهانو او د تصديو خاوندانو څخه غوره شوی ١٣ تنه دي.

د سلامشورو کميټه ١١ غړي لري. دغه کميټه د فورم د کلنې غونډې په موده کې ناستې تر سره کوي او کله نا کله د فورم له چارو سره اړه لرونکو مسئلو په هکله نصيحت او وړانديزونه وړاندې کوي.

سيکرټر د فورم دايمي اجراييوي ارګان دی او دنده يې د بېلا بېلو فعاليتونه تر سره کول دي. سرمنشي د فورم لومړی اجراييوي رئيس او د سيکرټر مشر دی. اوسنی سرمنشی: ښاغلی جو چونګ ون.

د څېړنې او روزنې د اکاډمۍ دندې: د نړيوال اقتصاد په اړه د پلټنو پر بنسټ د فورم د کلنې غونډې اصلي موضوع او موضوعات وړاندې کوي، د اقتصادي اټکل راپورونه ليکي او خپروي، د غړيو او نورو همکارانو لپاره د انسانانو سرچينو روزنې برابروي او په اسيا حتی ګردې کورې کې کاري شبکې او د معلوماتو مرکزونه جوړوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای