CRI Online

د کاشغر لپاره د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ ارزښت

cri     (GMT+08:00) 2015-03-30 17:06:49


د حکومت په سږني کاري راپور کې راغلي دي په هره برخه کې د ورخلاصون نوی جوړښت به جوړ شي، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند ابادي به چټکه شي، متقابل پيوستون، د بندرونو د ګمرکي مراجعې ساده توب او د مالونو د حمل و نقل نړيوال ګودر به بشپړ شي، د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز او د بنګلاديش، چين، هند او ميانمر ترمنځ اقتصادي دهليز به جوړ شي. په دې هکله د شينجيانګ د کاشغر د ځايي کميټې رئيس زنګ څون الهام پوښتل. هغه وويل:

(( د چين او پاکستان ترمنځ او د بنګلاديش، چين، هند او ميانمر ترمنځ د اقتصادي دهليزونو ابادي د کاشغر لپاره يو مهم فرصت او ستره ګټه ده. د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز او د کاشغر د اقتصادي انکشاف سيمې په شمول د چين درې دولتي ستراتيژۍ له کاشغر سره اړه لري، دا به د کاشغر پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، همغږۍ او ثبات بې کچې مثبتې اغېزې وکړي. موږ بايد د دغه ښه فرصت په نيولو سره کاشغر د اصلاحاتو او ورخلاصون په محاذ بدل کړو. ))

د شينجيانګ کاشغر د ورېښمو لرغونې لارې يو مهم تمځای دی، اوس د چين او پاکستان ترمنځ سړک د کاشغر له لارې خوځيږي، له دې ځای څخه اسلام اباد ته هوايي ګرښه شتون لري، د چين او پاکستان ترمنځ په ځمکني بندر کې او د کاشغر په هوايي بندر کې د دوړاو هېوادونو د سوداګرانو تګ راتګ ډېر دي. ښاغلي زنګ څون وويل:

((کاشغر خپل ځانګړی جغرافيايي غوره والی لري چې پنځه بندرونه يې له اتو هېوادونو سره تړلي دي او د ورېښمو لارې په اوږد کې د اروپا او اسيا ترمنځ د پيوستون ځای هم دی. شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه ټاکل شوی، نو موږ بايد د چين، منځنۍ اسيا او لوديځې اسيا ترمنځ د ورېښمو نوې لارې د عمده تمځای او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د پل په توګه کاشغر اباد کړو. ))

ښاغلي زنګ څون وويل، چې د کاشغر، د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا ترمنځ د تجارتي شيانو د معاملو نندارتون د کاشغر او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ مو زيات کړی او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره مو ټينګ بنسټ ايښی دی.

(( په ٢٠٠٥ کال کې دغه نندارتون جوړ شوی، په ٢٠١٤ کال کې د اتلسو هېوادونو يو سلو اوه څلوېښت تصدۍ له موږ سره همکارۍ کړې او تجارتي ارزښت يو مليارډ دوه سوه مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی. له ګاونډيو هېوادونو سره متقابل پيوستون د سالم پرمختګ په حال کې دی چې د چين، قرغېزستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنيزې لارې د امکان څيړنيز پلان د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کميټې ته وړاندې شوی او د چين او پاکستان ترمنځ د اوسپنيزو لارو د امکان څيړنيز راپور هم بشپړ شوی دی. د کاشغر د نړيوال هوايي ډګر د پراخوالي پلان تصويب شوی دی، د دې تر څنګ د کاشغر هوايي تصدۍ د جوړولو پر چارو هم لاس پورې شوی، له کاشغر څخه اسلام اباد ته باروړونکې الوتکې په کار لوېدلې دي. ))

بر سيره پر دې، چين په مرسته به د پاکستان د باو تي نومي بندر د سږ کال په اپريل مياشت کې پرانيستل شي، دغه راز به د پاکستان له ګوادر بندر څخه کاشغر ته د نفتو د ليږد راليږد کرښې اوږدوالی پنځه اتيا سلنه لنډ شي. د کاشغر پوهنتون د ابادۍ په حال کې دی، د ځايي روغتونونو کچې او سويې لوړې شوې دي.

کاشغر پلان لري چې په راتلونکي کې به د ورېښمو لارې په اقتصادي کمربند کې ټرافيکي مرکز، د تجراتي شيانو د حمل و نقل مرکز، پولي مرکز، د کلتور او ښوونې مرکز، طبي مرکز او د انرژۍ سرچينو د تېرېدو ځای وګرځي، د طبيعي ګازو او نفتو د چمتو کولو او زېرمې اډه او د پاکو انرژيو اډه به اباده کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای