CRI Online

په بهر کې د چين د لبنياتو صنعت

cri     (GMT+08:00) 2015-04-16 20:22:58


د ١٨ ملي کانګرس په راپور کې دې ته اشاره شوې چې بهرنيو بازارونو ته د ننوتلو ګامونه دې چټک شي، په نړيوالو بازارونو کې دې د چيني تصديو د چلولو توان لوړ شي او د لويو نړيوالو تصديو په کچه دې يوه ډله چيني تصدۍ وروزل شي. د يي لي ګروپ د لبنياتو د صنعت په برخه د نورو چيني تصديو نه مخکښ دی او په بهر کې د کار و بار د پرمختګ په نوملړ کې شامل هم دی. په نننۍ خپرونه کې په بهر کې د پرمختګ لپاره د يي لي ګروپ هلې ځلې تاسو ته وړاندې کوم.

(( موږ د لبنياتو له توليدوونکو تصديو څخه په تېره بيا د داخلي مغولستان له اړوندو تصديو څخه د چين د کمونېست ګوند او د هېواد د مشرانو ملاتړ احساسولی شو. د دغه ملاتړ يو سبب دا دی چې د يي لي ګروپ په دې وروستيو کلونو کې د کورنيو بازارونو د ښه نوم تر لاسه کولو پر بنسټ اوس د هېواد له دروازو څخه وتلی يوو او د لبنياتو په نړيوال بازار کې مو خپل مقام نيولی دی. ))

ياده خبره د يي لي ګروپ د اجرائيوي مسئول جانګ جيان چيو بهر ته د ننوتلو ستراتيژۍ د يادولو په ترڅ کې وکړه. د ٢٠١٤ کال د نومبر په ٢١مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په نوي زيلاند کې د دغه هېواد له صدراعظم جان کي سره په اوقيانوس کې د يي لي ګروپ د لبنياتو د څانګې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. په بهر کې د چيني تصديو له پرمختګ څخه د چين د حکومت ملاتړ څرګندوي.

يي لي ګروپ د نړيوال کېدو په بهير کې تل پر دوو لارو ټينګار کوي چې يوه يې د توليدي توان لوړوالی دی او بله يې څېړنې او نوښت دی. د يي لي اجرائيو مسئول جانګ جيان چيو وايي: يوه تصدۍ له نوښت پرته اميد نه شي لرلی.

(( نوښت بې کچې دی، له نوښت پرته راتلونکې نشي راتللی. دغه راز فکر کوو چې څرنګه په نړيواله سيالۍ کې د يي لي ګروپ ځانګړيتوب او غوره والی ښکاره کولی او هغه توليدات جوړولی شو چې له نورو شته توليداتو څخه مشخص وي، څرنګه د مشتريانو بېلا بېلې اړتياوې پوره کولی شو. رښتينې شمېرنې د هر نوي ډول توليداتو د طرحې او توليد بنسټ دی. ))

د هالند د همکارۍ بانک له خوا تازه خپور شوي د ٢٠١٤ کال د لبنياتو د شلو ښو نړيوالو تصديو په نوملړ کې يي لي ګروپ لسم مقام نيولی چې هغه د نوملړ په لسو مخکنيو مقامونو کې يوازنۍ اسيايي تصدۍ ده. له دې وروسته يي لي ګروپ د ګردې کرې د لبنياتو په مخکنيو پنځو تصديو کې د شاملېدو موخه وړاندې کړې ده.

د موخې له ټاکل کېدو وروسته بايد ګامونه پورته شي. د هر چينايي په سر د شيدو د څښلو اندازه په نړۍ کې ډېره ټيټه ده چې د جاپان د منځنۍ اندازې ثلث او د امريکا د منځنۍ اندازې يو پر پنځمه برخه ده. نو د چين د لبنياتو په بازارونو کې د مصرف د زياتوالي فرصت ډېر دی.

يي لي ګروپ په ګردې کرې کې د سرچينو سيسټم، د نوښت سيسټم او د بازارونو سيسټم د جوړولو په هڅه کې دی. د تصدۍ په کچه توليدي کرښه ګام په ګام د شيدو د انفرادي سوداګرو ځای نيسي. ښاغلي جانګ جيان چيو وويل

(( زما په اند له دې سره چې د چين د لبنيانو صنعتي پيمانه د لوړوالي او چټکوالي په حال کې ده، په راتلونکو څو کلونو کې به د شيدو د انفرادي سوداګرو شمېر کم شي، يوازې اړوندې تصدۍ به پاتې شي. دغه ډول بدلون د چين په نورو صنايعو کې دومره چټک نه دی. په دې برخه کې د لبنياتو صنعت يوه ښه بېلګه ده.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای