CRI Online

د مشتريانو لپاره مستقيم خدمتونه

cri     (GMT+08:00) 2015-04-16 20:50:49

اوسمهال په چين کې د انټرنيټ په وسيله خدمتونه د رواج او تعميم په حال کی دي چې دغه ډول خدمتونه د مشتريانو لپاره ډول ډول مستقيم خدمت بلل کېږي يعنی که تاسی په کور کې د ګرځنده تلېفون د وي چټ يا نور اېپ په وسيله په انېټرنيټ د مساژ، د نوکانو د ښکلا، اخلي پخلي او د کور د پاکوالي په شمول د خدمت غوښتنې وړاندې کړئ ، خدمتګاران به په ټاکلي وخت کې ستاسې کور ته در شي او غوره خدمتونه به ترسره کړي ، خو پخوا دا ډول خدمتونه نه وو ، خو اوس د انټرنيټ په مرسته هر تن په خپل کور کې له دا ډول خدمتونو څخه ګټه اخيستی شي. دا ډول خدمتونه د انټرنيټ او عنعنوي خدمتي چارو ترمنځ د پيوستون يوه نتيجه ده او د چارو د جوړولو په برخه کې د پام وړ يو غوره والی هم دی. خو پر دې سر بېره ځيني اندېښنې هم شته چې خپل کور ته د نااشنا کسانو ننوتل يو خطر ناک کار هم دی.

يوې نظر پوښتنې ښوولې چې په ١٠٤٢ تنو ګډون کوونکو کې ٨٠٪ ((O2O)) دغه کلمه اورېدلې،٤٠٪ له يادو خدمتونو څخه رضايت ښودلی. د يادو خدمتونو په اړه ددوی ارزيابي څرنګه ده؟ د ٥٢٪ برخوالو په نظر دا ډول خدمتونه مناسب او عملي کېدونکي دي . د ٢٩٪ برخوالو په اند د انټرنيټ په وسيله تاديه اسانه کار دی. خو له بلې خوا، نژدې ٢٥ ٪ برخوال په دې نظر دي چې دغه ډول خدمتونه ښايي لا زياتو پيسو ته اړتيا ولري، د ٢٤٪ برخوالو په اند دغه ډول خدمتونه محدود دي. د ٢٤٪ برخوالو په اند دغه ډول خدمتونه د اړوندې څانګې تر څارنې لاندې نه دي.

د هه لي جيا په نوم د نوکانو د ښکلا يو شرکت په ځينو تصديو کې کارکوونکو ته خپل خدمتونه معرفي کړي، نو مېرمنې لي فې ار د لومړي ځل لپاره په وړيا ډول د خپلو نوکونو د ښکلا خدمتونه منلي او و يې ويل چې وروسته په خپل کور کې له دغه ډول خدمت څخه ګټه واخلي. ددې په اند په خپل کور کې دا ډول خدمت منل وخت سپموي او ددې خدمت لګښت هم لوړ نه دی.

د ګوفوشيون په نوم د مساژ شرکت مشر وانګ يون خبريال ته وويل، څو کاله مخکې ما نه غوښتل چې دغه ډول خدمت ترسره کړم ، خو اوسمهال لا زيات کسان دغه ډول خدمتونه منلي دي ، زما شرکت اوس هره ورځ د زرو مشتريانو خدمتونه کوي چې په سلو کې شپېته مشتريان غواړي چې په کور کې دغه ډول خدمت ومني او د ځينو تصديو خاوندان په خپلو پيسو خپلو کارکوونکو ته د مساژ خدمت ورکوي.

د اندېښنې وړ دا ده چې کور يو خصوصي ځای دی ، نو د نااشنا کسانو ننوتل خطرناک کار دی. د بېلګې په توګه پيغلې وانګ تينګ چې د بېجينګ په يوه خبري رسنۍ کې کار کوي ، په کور کې د نوکانو د سينګارولو او ماساژ له خدمتونو څخه ډډه کوي ، يو علت يې دا دی چې خپل کور ته د نااشا کسانو داخليدل د اندېښنې وړ دي . دې وويل، چې څو کاله مخکې يوې خدمتګارې ددې کور د پاکولو دنده ترسره کوله ، ددې د غوږونو يوه قيمتي لښتۍ ورکه شوه . بل علت يې دا دی چې په خپل کور کې د يو نااشنا کس له ننوتلو څخه ويريږي .

د ښاغلي وانګ يون په وينا په انټرنيټ کې د هر خدمتګار نوم ، څيره ، د کار حالت او د مساژ مهارت ليدل کېږي ، ښځينه خدمتګاره غوره کولی شي. يوې پيغلې وروسته تر هغه چې د نوکانو د سينګارولو په هکله د هه لي جيا خدمت يې منلی دی ، نو له خدمتګارې سره اشنا شوه چې په پايله کې په ټاکلي وخت کې له دې خدمت څخه ګټه اخلي .

ياد خدمتونه لومړی د پخلي ، د کور سينګار او پاکوالي لپاره او بيا د مساژ ، د نوکانو،مخ او وېښتانو ارايش، سينګار، د موټر ترميم او نورو لپاره مناسب دي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای