CRI Online

له چين څخه د بهرنيو پانګو د ايستلو جريان رښتينی دی؟

cri     (GMT+08:00) 2015-07-02 15:08:28


په دې وروستيو ورځو کې د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس له خوا د نړيوالې پانګونې په اړه راپور خپور شو. د دې راپور له مخې، د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي او د ځينو سيمو د سياسي حالاتو د ناارامۍ تر اغېزو لاندې، په ٢٠١٤ کال کې د نړۍ د مستقيمو بهرنيو پانګو ارزښت د ٢٠١٣ کال په نسبت شپاړس سلنه کم و، د چين له خوا د راجلب شويو بهرنيو پانګو ارزښت يو سلو نهه وېشت مليارډه امريکايي ډالره وو چې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د امريکا پر ځای لومړی لوی پانګه منونکی هېواد وګرځېد.

خو له بلې خوا، له چين څخه د بهرنيو پانګو د ايستنې په هکله د بهرنيو خبري رسنيو له خوا خپور شوي خبرونه ډېر ليدل کيږي، په دغو خبرونو کې ويل شوي چې ګڼ شمېر بهرنيو تصديو په چين کې خپلې فابريکې بندې کړی او پانګې يې له چين څخه د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ته او يا بېرته خپل هېواد ته وړې شوې دي. دغسې خبرونه چې خپاره شوي رښتيتي دي؟ په نننۍ خپرونه کې به په چين کې د بهرنيو پانګو په هکله معلومات وړاندې کړم.

د چين د ګوانګ دونګ ولايت په دونګ ګوان ښار کې چې د نړيوالې فابريکې په نوم هم ياديږي، تېر کال په دغه ښار کې څلور سوه اته وېشت تصدۍ تړلې شوې دي چې د پانګو ارزښت يې شپږ سوه پنځوس مليونه امريکايي ډالرو ته رسيده،خو په عين وخت کې څلور سوه پنځه شپيته تصدۍ پرانيستل شوې هم دي چې د پانګو ارزښت يې څلور مليارډه دری سوه مليونه امريکايي ډالره دی، دغه راز په دې سيمه کې د څلور مليارډه شپږ سوه پنځوس مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنې پانګې هم زياتې شوې دي.

د ٢٠١٥ کال له جنورۍ څخه تر می پورې د چين د راجلب شويو بهرنيو پانګو زياتوالی ساتل شوی دی. د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګريزې څانګې مشر تانګ ون هونګ وويل:

(( د راجلب شويو بهرنيو پانګو پيمانه په عمومي توګه ثابته ده او شکل يې د لا بشپړېدو په حال کې دی، او ځانګړيتوب يې دا دی چې په عالي صنايعو کې تر لاسه شوې بهرنې پانګې له جنورۍ څخه تر می پورې د تېر کال د همدې مودې په نسبت پنځه اعشاريه اته سلنه زياتې شوې دي، په تيره بيا د کيميا، درملو، برېښنايي او الکترونيکي لوازمو او برېښنايي شبکو په صنايعو کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو زياتوالی څرګند دی. ))

په هغو صنايعو کې چې بهرنې پانګې اچول شوي، د جامو او د لوبو سامانونو د جوړولو په شمول د ساده توليدي صنعتو انډول د ټيټوالي په حال کې دی، د مخابراتي تجهيزاتو او کمپيوټر په شمول په ځينو برخو کې استعمال شوې بهرنې پانګې په ټولو بهرنيو پانګو کې يو په درېيمه برخه نيسي. په بېجينګ کې د جاپان بانک استازي تومويوکي فوکوموټو وويل:

(( اوه څلوېښت سلنه جاپاني تصدۍ فکر کوي چې په چين کې خپل کار و بار پراخ کړي، له دې څخه ښکاري چې د چين دننه اړتياوې او د چين بازار د خوشبينې وړ دی، او په چين کې د عرضې لوی او بشپړ ځنځير چمتو شوی دی. ))

د چين اقتصادي شکل د بشپړېدو په حال کې دی. په ٢٠١٣ کال کې په جي ډي پي کې د خدمتي صنعت انډول د لومړي ځل لپاره د توليدي صنعت په پرتله لوړ شوی و، ورپسې د خدمتي صنعت انډول په مداومه توګه زيات شوی، د سږ کال په لومړۍ څلورمه کې په جي ډي پي کې د خدمتي صنعت انډول يو پنځوس اعشاريه شپږ سلنه و.

د جه جيانګ ولايت په شياو شان ښار کې د زاړو د استوګنځي او طبي خدمتونو څانګه د ابادۍ په حال کې ده چې د دېرش مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنې پانګې پکې اچول شوې دي. د دې څانګې مساحت شاو خوا درې لکه متره مربع دی. په دغه پروژه کې د زاړو کسانو لپاره استوګنځی او روغتون شامل دي چې په استوګنځي کې به د درې زرو شپږ سوو او څلور شپيته تنو زاړو کسانو لپاره تختونه برابر شي او په روغتون کې به د تختونو شمېر اته سوه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای