CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ څخه د ترکي سوداګرو تجارتي فرصتونه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-31 21:33:01

د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو سره سم د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ورځ په ورځ غښتلې او نژدې کيږي او په وروستيو کلونو کې ترکيې د دې لارې په غاړه د پروت هېواد په توګه له چين سره خپلې اقتصادي او تجارتي اړيکې ټينګې کړې دي.

د ارومچي ښار په اړ داو چياو نومي بازار کې چې مساحت يې زرګونه متره مربع دی، له سلو څخه د زياتو مغازو په شمول د ترکي سوداګريزو توکو د معاملي يو مرکز شتون لری او مشهور ترکي سووداګريز توکي پکې خرڅيږي، مثلا ډول ډول جامې، خولۍ، د ښکلا شيان، خوراکونه او راز راز وړوکي توکي چې د ترکيې ځانګړتياوې لری. خبريال وليدل چې په دې بازار کې د مسافرينو ګڼه ګوڼه ډېره زياته ده او د خوراک په يو پلورنځي کې ډول ډول بسکوت، شات او شيريني ليدل کيږي چې پر تسبته بنديو ترکي کلمې ليکل شوي دي. په دغه بازار کې يو دوکاندار چې محمد نياز نوميږي، خبريال ته وويل،

(( زه د يي ټي ای په نوم د يوه سوداګريز مارک استازی يم، او زموږ کار و بار په ښه توګه روان دی. ترکيه يو لوی کرهڼيز هېواد دی، او د چمتو شويو کرهڼيزو توليداتو کيفيت يې کم ډېر ښه دی. اوس د ترکيې او چين د خواړو بيې سره ورته دي، نو زموږ توليدات د سيالۍ ښه ځواک لري. ))

جميل کايا يو بل سوداګر دی، نوموړی له ٤ کالو څخه را په ديخوا په ياد تجارتي مرکز کې کار و بار لري. هغه په عمده توګه ترکي جامې او خولۍ پلوري. نوموړي خبريال ته وويل، چې د چين له اقتصادي پرمختګ سره د چينايانو ژوند د لا شتمنۍ په حال کې دی، د ژوند د کيفيت په اړه د دوی غوښتنې هم لوړيږي او غواړی چې هغه شيان مشهور تجارتي مارکونه لري، نو د ترکيې د مشهورو تجارتي مارکونو جامې او خولۍ د چينايانو خوښ دي.

(( چيني مسافرين د توليداتو کيفيت ته په درنه سترګه ګوري، حتی جورابې او داسي نور کوچني توليدات. زما په دوکان کې خراب او عيب لرونکي توکي نشته، نو له دې امله زما دوکان ته زيات مسافر راځي. ))

له تېرو څو کلونو راهيسې د اقتصاد او کولتور په برخو کې د چين او ترکيې ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ زياتې شوې دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، په تېرو مسلسلو دريو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي معاملو ارزښت له شل مليارډو ډالرو هم زيات و، په ٢٠١٤ کال کې چين د جرمنې پسې د ترکيې دوهم لوی سوداګريز همکار وګرځېد. همدغسې په ٢٠١٢ کال کې د ترکيې د اويغوري صنعتي او تجارتي ټولنې مشر صابر بوګدا د چين د شينجيانګ په اوروموچي ښار کې د ترکيې د مشهورو سوداګريزو شيانو مرکز جوړ کړ، ورپسې دغه مرکز په چټکې سره د سيلانۍ او سودا مشهور ځای وګرځېد.

د ولسمشر ريسيپ تايب اردوغان او مرستيال صدراعظم علي باباکان په شمول د ترکيې ډېرو مشرانو له دې مرکز څخه ليدنه کړې. د دې مرکز مشر صابر بوګدا خبريال ته وويل، چې په لومړيو وختونو کې هيچا په دې مرکز کې زما د پانګونې په اړه خوشبين نظر نه درلود، خو اوس د دغه مرکز مساحت له شپږ زرو متره مربع څخه اته زرو متره مربع ته پراخ شوی دی او د دوکانونو شمېر يې يو سلو لسو ته رسيدلی، له دې څخه ښکاري چې زما پخوانۍ پريکړه سمه وه او ده.

(( په سوداګريز مرکز کې پلورل شوي ترکي توليدات ټول ښه کيفيت لري او بيې يې هم لوړې نه دي. د هر کال د معاملو منځنی ارزښت يې له درو سوو مليارډو امريکايي ډالرو څخه تر درې سوو او پنځوس مليارډو امريکايي ډالرو پورې رسيږي، هر کال شاو خوا دری څلور مليونه چيني او بهرني مسافير له دې ځای څخه ليدنه کوي، مشتريان کولی شي چې د شينجيانګ د سيلانۍ د يادګادي شيانو د اخيستلو تر څنګ زموږ په مرکز کې د ترکيې ځانګړتيا لرونکي توليدات هم واخلي. ))

کله څنګه چې بوګدا ويلي ، د چين او ترکيې ترمنځ په دوه اړخيزې سوداګرۍ کې په تيره بيا د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ډېر لوی فرصتونه تون لري. د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د ٢٠١٥ کال په لومړۍ څلورمه کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چين د سوداګريزو معاملو ارزښت دوه سوه شپږ دېرش مليارډه امريکايي ډالرو ته ورسيد چې د چين د وارداتو او صادراتو په عمومي اندازه کې يې شپږ وېشت سلنه برخه نيولې. بوګدا پلان لري چې د اوروموچي څخه پرته د شينجيانګ په نورو ښارونو کې هم د ترکيې د مشهورو سوداګريزو توکو مرکز موډل کاپي کړي، او لومړی به په ختن او کاشغر کې دغسي سوداګريزو مرکزونو ته ورته نور مرکزونه جوړ کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای