CRI Online

د چين د پولي بازار ثابت پرمختګ د چيني او نړيوال اقتصاد لپاره ګټور دی

cri     (GMT+08:00) 2015-07-31 21:36:14

په دې وروستو ورځو کې د چين په پولي بازار کې په تيره بيا د اسهامو په بازار کې د پيسو لوړېدل او ټيټېدل رامنځته شوي، اړوندې څاروونکې ادارې د پولي بازار د ارامولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د کارپوهانو په اند د چين ثابت پولي بازار د چين او نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور دی. (( د چين اقتصاد او سوداګري )) په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دې هکله معلومات وړاندې کړم.

په تېره موده کې د چين د اسهامو بازار په تېره بيا د اې ډول اسهام بازار د زلزلې د مخنيوي په موخه، د چين اړوندې څانګې يو لړ تګلارې خپرې کړې، تر څو د چين پولي سيستم ارام کړي او د اسهامو د دايمي سالم او ثابت بازار د جوړولو لپاره ملاتړکوونکي پاليسي برابره کړي. په دې هکله اړوند کارپوهان وايي چې د اسهامو بازار د ثبات په اړوند تدبيرونه ډېر مهم ارزښت لري.

د (( جونګ هانګ )) اسهامو شرکت اقتصاد پوه شو وې هونګ وويل، چې د چين اقتصادي شکل د بدلون په حال کې دی، د اسهامو بازار د چين د اقتصادي پرمختګ د ملاتړ، د مستقيمو پانګو د راجلبولو او د صنايعو د لوړولو په برخو کې نه بدليدونکی رول لوبوي.

(( د چين د اسهامو بازار د اقتصادي جوړښت د اصلاح او بشپړوالي په بهير کې يوه ضروري برخه ده. اوس زموږ په پولي سيستم کې د بانکونو پورونه زياتره برخه نيسي، د مستقيمو پانګو د راجلبولو لارې کمې دي، دا د صنايعو د لوړوالي په اړه زموږ له موخې سره سمون نه لري، نو د اسهامو سالم بازار ته اړتيا لرو، هغه ډول پولي بازار ته اړتيا لرو چې د بېلا بېلو کچو شرکتونو د پرمختګ لپاره د پانګو مرستې کولی شي. ))

د اسهامو بازار د رول او ارزښت له امله د اسهامو بازار ثبات او اهميت څرګند دی. د چين د نړيوال اقتصادي تګ راتګ مرکز د سلامشورو او څيړنو څانګې مرستيال وانګ جون وويل، د څارلو د تدبيرونو پيل د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه باور ټينګ کړی.

(( يوازې د پولي بازار له ثبات د ټولنې ذهنونه ارام کېدای شي، نو دغه تدبيرونه د پولي بازار د ثبات، د اقتصادي پرمختګ د باور او د ټولنيز ثبات لپاره مهم اهميت لري. ))

د (( های تونګ)) اسهام شرکت د بېجينګ څانګې لومړی سلاکار شيا لي جون وويل، دا په نړيوال پولي تاريخ کې ليدل کيږي چې د نړيوال اقتصادي يووالي په بهير کې د يو هېواد د پولي بازار بدلون ښايي پر نړيوال اقتصاد مستقيمې اغيزې وکړي.

(( د نړيوال اقتصادي يووالي په بهير کې ښايي د ځينو کړنو له امله په نړيوال پولي بازار کې بې ثباتي رامنځته شي، د بېلګې په توګه د يونان بحران او د اروپا د پورونو مسئلې د اروپا او امريکا د اسهامو په بازارونو اغيزه کړې. چين د نړۍ دوهم لوی اقتصادي قوت دی، د چين د اسهام ثابت بازار د اسهام پر نړيوال بازار حتی پر نړيوالو پولي چارو او اقتصادي نظام ډېر اغيزمن دی. ))

د چين او نړۍ د پولي بازارونو ترمنځ د پيوستون کچه بايد لوړه شي، خو پر نړيوال اقتصاد باندې د چين د اسهامو بازار اغيزې ته بايد په ټيټه و نه کتل شی. ښاغلي شو وې هونګ وويل،

(( ليدل کيږي چې زموږ د اې ډول اسهامو په بازار کې رامنخته شوی بدلون د بازار ګډوډي تر يوې اندازې د هانکانګ، جاپان او امريکا د اسهامو له بازارونو سره اړيکې لري، او دغه اړيکې به نورې هم نژدې شي. که زموږ د اسهامو د بيو ټيټوالی دومره سخت وي، زموږ د پورونو بازار او د لويو توليداتو بازار به له ستونزو سره مخامخ شي، دا به پر نړيوال اقتصاد منفي اغيزې هم وکړي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای