CRI Online

د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمه به بشپړه شي

cri     (GMT+08:00) 2015-08-03 10:52:52

د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيالې ګاو يان د جولای په ٢٩مه نېټه وويل، چې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمې د لوړېدو په اړه خبرې اترې ښايي په همدې روان کال کې پای ته ورسيږي، دغه راز تر ٢٠٢٠ کال پورې به د دوه اړخيزې سوداګرۍ اندازه زرو مليارډو ډالرو ته ورسيږي.

اوس چين د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې لومړی تجارتي همکار دی، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه د چين درېيم لويه سوداګريزه همکاره او څلورم لوی صادراتي بازار دی. په ٢٠١٤ کال کې د دواړو خواوو ترمنځ د متقابلې پانګونې اندازه له يو سلو دېرش مليارډو ډالرو څخه اوښتې وه چې له دې جملې څخه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې په چين کې له نوي مليارډو ډالرو نه زياته پانګونه کړې وه.

په ٢٠١٣ کال کې د چين صدراعظم لي که چيانګ د چين د حکومت په استازيتوب په رسمي توګه د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادي سوداګريزې سيمې د کچې د لوړوالي په اړه د خبرو اترو غوښتنه وړانديز وکړ. د سږ کال د جولای په ٢٩مه نېټه، د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيالې ګاو يان د خبرو اترو معلومات داسې معرفي کړل.

(( تېر کال د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت څلور سوه اتيا مليارډه او سل مليونه ډالره و. د سوداګريز ارزښت د لوړوالي په اړه په اوسنيو خبرو اترو کې د مالونو معاملې، د خدمتونو سوداګري، پانګونې او اقتصادي همکارۍ مهمې برخې دي. د تېر کال په اګست کې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د اقتصاد او سوداګرۍ د وزيرانو ترمنځ په غونډه کې د خبرو اترو د اصلي موضوعاتو سند تصويب شو، خبرې اترې په رسمي توګه پيل شوې وې. تر اوسه د دريو پړاونو خبرې اترې تر سره شوې دي، د راتلونکي کال له پای څخه مخکې د خبرو اترو بشپړول زموږ موخه ده. ))

د جنوب ختيځې هېوادونه د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې مهمې سيمې دي، مېرمنې ګاو يان پر دې ټينګار وکړ چې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادې تجارتي سيمې د ابادۍ وخت له لسو کالو څخه اوښتی دی، په دې بهير کې د دواړو خواوو خلکو او تصديو ترې ګټې اخيستې دي. د معلوماتو له مخې، د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترنځ د دوولسمې دورې نندارتون او د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګريزو چارو او پانګونو غونډه به د سپتمبر له ١٨مې نېټې څخه تر ٢١مې نېټې پورې د ګوانګ شي د جوانګ قوم خودمختاري سيمې په مرکز نان نينګ کې تر سره شي. د يادې سيمې مرستيال جانګ شياو چن وويل:

(( لومړی، به د توليدي قدرت د نړيوالې همکارۍ فورم جوړ شي. د چين د مهمو برخو ښو صنعتي تصديو، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې اړوندو ارګانونو او تصديو ته به بلنه ورکړل شي. دوهم، د اقتصاد او د توليدي قدرت د نړيوالو همکاريو نندراتون به تر سره شي. زياتو تصيو د ګډون غوښتې وړاندې کړی. دا هم تائيد شوې چې د چين د اوسپنيزو لارو عمومي شرکت او د چين د جونګ چه ګروپ به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي. درېيم، د برېښنايي قوت، ساختماني موادو، ماشينونو او مخابراتي تجهيزاتو په برخو کې تصدۍ، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو شل صنعتي سيمې او په نورو څوارلسو هېوادونو کې د چين تجارتي همکاريزې سيمې به د همکاريزو چارو د بحث په غونډه کې ګډون وکړي. ))

د چين د سوداګريزو چارو د هڅونې ټولنې مرستيال يو پينګ وويل، سږ کال به د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د الکترونيکې سوداګريزو چارو ډګر جوړ کړو.

((موږ به د غونډې تر چوکاټ لاندې د الکترونکي سوداګرۍ په برخو کې د چين له مشهورو لويو تصديو سره د همکارۍ له لارې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د الکترونيکي سوداګريزو چارو ډګر جوړ کړو، تر څو په دې سيمه کې د تصديو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره زمينې برابرې کړو. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای