CRI Online

په چين کې د کچالو صنعت

cri     (GMT+08:00) 2015-08-07 15:58:24

غنی غذايي مواد ، د اوبو او ځمکو د سرچينو سپما، د ځمکې په واحد يونټ کې د توليدي اندازې د لوړوالي احتمالی: د کچالو د کرکيلې او اصلاحي لارو چارو پرمختيايي راتلونکې به ښه وي . په دې وروستيو کې د چين د بېجينګ ښار په يان چينګ کې د کچالو نړيواله غونډه تر سره شوه، په دې غونډه کې د کچالو د کرکيلې او اصلاحي لارو چارو صنعت د حکومتي څانګو، کارپوهانو او خلکو د پام وړ ګرځيدلی دی.

کچالو له شولو،غنمو او جوارو نه وروسته په نړۍ کې څلورم هغه زراعتي نبات دی چې ښه حاصلات ورڅخه ترلاسه کيږي. تېر کال په چين کې د کچالو د کرکيلې مساحت ٥٥٧ مليونو هکتارو ځمکو ته رسيدلی و او د کچالو توليدي اندازه يې له پنځه نوي مليونو ټنو نه زياته وه چې مساحت او توليدي اندازې يې د نړۍ په عمومي مساحت او توليدي اندازې کې يو په څلورم برخه ونيوله، نو ويل کېږي چې چين په نړۍ کې د کچالو لومړی لوی توليدوونکی او مصرفوونکی هېواد دی.

د چين په کرهنې وزارت کې د خوراکي موادو او تغذيې د څيړنيز مرکز مشر وانګ شياو هو داسې وويل، چې په کچالو کې د کاربوهادريټ، پروټين، ويټامينونو او د نباتي فايبرو په شمول د بدن لپاره اوه ډوله لازم غذايي مواد شامل دي. څرنګه چې د په کچالو کې د لايسين اندازه د غنمو او وريژو په پرتله ډېره زياته ده، نو ډول ډول خوراکي مواد ترې جوړېږي. د نوموړي په وينا، په چين کې د هر تن په سر د کچالو کلنۍ مصرفي اندازه يوازې يو څلوېښت اعشاريه دوه کيلو ګرامه ده چې دغه اندازه د امريکا او اروپايي هېوادونو له سويې څخه ډېره ټيټه ده، او په عمده توګه د سبزي په توګه کارول کېږي ، نو موږ بايد د کچالو په وسيله د ډول ډول اصلي خوړو د چمتو کولو لپاره کوشش وکړو .

د پام وړ ده چې د کچالو چمتوکولو صنعت د کرهنيزو چارو د دواملرونکي پرمختګ لپاره ګټور دی. په هغو وچو سيمو کې چې د اورښت کلنۍ اندازه يې شاو خوا درې سوه پنځوس ميلي متره ده، کچالو په عادي توګه کرل کېږي او ددې تر څنګ د اوبو او خاورو د حفاظت او ساتنې توان هم غښتلی کېږي . د ازموينې له مخې، په هغه سيمه کې چې د اورښت کلنۍ اندازه يې پنځه سوه ميلي متره ده، په هر هکتار ځمکه کې د کچالو توليدي اندازه اوه ويشت ټنو ته رسيدای شي.

د کچالو له خوا جوړه شوې خوړه

اوس په چين کې د کچالود کرکيلې لارې چارې له څلورو عمده ننګونو سره مخامخ دي:

لومړی دا چې د کچالو ښه او اصلاح شوي جنسونه کم دي. اوس په چين کې په کرل شويو کچالو کې يوازې کم شمېر د کچالو ډولونه د اصلي خواړو د چمتو کولو لپاره مناسب دي، هغه کچالو چې په غوړيو کې د سره کولو لپاره په کار دي ، بايد له نورو هېوادونو څخه صادر شي . نو د ښه جنس کچالو روزنه ډېره اړينه ده.

دوهم دا چې د چينايانو غذايي عادت بايد بدل شي. غنم، وريجي، او جوار تل د چينايانو اصلي غذاګانې دي. که کچالو د چينايانو د اصلي غذا په توګه وګرځي، بايد د چينايانو خوراکي عادت بدل شي چې دغه بهير به اوږد وخت ونيسي.

درېيم دا چې د کچالو د سرويس سربيه بايد ټيټه شي. د کچالو پوډر د چمتو کولو پړاوونه ډير او پيچلي دي، نو توليدي سربيه يې لوړه ده. اوس د يو ټن کچالو د پودري کولو بيه شاو خوا لس زره يوانه دي چې د يو ټن غنمو د اوړه کولو بيې له درېيو څلورو چندو سره برابره ده. د بيې جګوالی د کچالو په وسيله د اصلي خوړو د چمتو کولو په بهير کې يو خنډ بلل کېږي.

څلورم دا چې د کچالو له کرلو څخه اخيستل شوې ګټه ثابته نه ده . له ٢٠١١ کال څخه تر ٢٠١٣ کال پورې د کچالو بيه له ټيټوالي څخه لوړوالي ته رسيدلې وه، خو په ٢٠١٤ کال کې په زياتو سيمو کې د کچالو بيه ټيټه وه، اوس يې بيه بيا د لوړېدو په حال کې ده. اوسمهال مهمه مسئله دا ده چې څرنګه د کچالو له کرلو څخه اخيستل شوې ګټه او توليدي اندازه په ثابته توګه وساتل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای