CRI Online

چين د عربي هېوادونو دوهم لوی تجارتي همکار دی

cri     (GMT+08:00) 2015-08-19 17:18:39


د ٢٠١٥ کال د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د نندارتون په اړه يوه مطبوعاتي غونډه په دې وروستيو ورځو کې تر سره شوه. ياد نندارتون به د سپتمبر له لسمې نېټې څخه تر ديارلسمې نېټې پورې د چين د نينګ شيا په مرکز ين چوان ښار کې جوړ شي. د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال چيان که مينګ په دې غونډه کې وويل، چې چين د عربي هېوادونو دوهم لوی سوداګريز همکار دی. چين له ټولو عربي هېوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي او د يوويشتو هېوادونو له حکومتونو سره يې د اقتصاد، سوداګرۍ او تکنالوژۍ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د چين حکومت له ٢٠١١ کال راهيسې چين ته د ډېر وروسته پاتې عربي شپږو هېوادونو لپاره د صادراتو توليداتو ګمرکي محصول لغوه کړی دی.

ښاغلي چيان که مينګ دې وويل:

(( چين د عربي هېوادونو دوهم لوی سوداګريز همکار او د نفتو مهم وارداتي هېواد دی. په عربي هېوادونو کې د پروژه لرونکو او يا پانګوالو چيني تصديو شمېر مخ په زياتېدو دی. په ٢٠١٤ کال کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د تجارتي معاملو اندازه دوه سوه يو پنځوس مليارډه او دوه سوه مليونه ډالره وه چې له دې جملې څخه صادراتي اندازه يې يو سلو ديارلس مليارډه او نهه سوه مليونه ډالره وه. وارداتي توليدات په عمده توګه ماشينونه، برقي توکي، منسوجات او جامې، د لوړې تکنالوژۍ شيان او فلزات وو، صادراتي توليدات يې په عمده توګه اومه نفت او اړوند کيمياوي توکي وو. ))

د ٢٠١٤ کال تر پايه پورې په عربي هېوادونوکې د چيني تصديو پر غاړه په ټيکه اخيستل شويو پوروژو ازرښت دوه سوه پنځه پنځوس مليارډه او سل مليونه امريکايي ډالره و. دغه پروژې له عقاري چارو، مخابراتو، ترانسپورټ، کيمياوي صنايعو، برېښنا، بندرونو او ساختماني موادو پورې اړه لري، او په عمده توګه په الجزاير، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او سوډان کې واقع دي. ښاغلي چيان که مينګ دا هم وويل، چې چين به چيني تصدۍ وهڅوي چې له عربي هېوادونو څخه لا زيات له نفتو پرته نور توليدات وارد کړي، تر څو خپلمنځي سوداګري د برابر او دواملرونکي پرمختګ په حال کې وساتل شي.

(( د چين او عربي هېوادونو تصدۍ هڅول کيږي چې د انرژۍ، د نفتو کيمياوي صنعت، کرهنې، توليدي صنايعو او خدمتي چارو په برخو کې همکاري وکړي، او د عربي هېوادونو د ترانسپورت، برېښنا او مخابراتو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې پانګونه وکړي. يوه موخه لرو چې د ګډو هلو ځلو له لارې په لسو کلونو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې هغه هدف پوره کړو چې د دواړو خواوو ترمنځ تجارتي اندازه شپږ سوه مليارډه امريکايي ډالرو ته ورسيږي او په عربي هېوادونو کې د چين د مستقيمو پانګو اندازه شپيته مليارډه امريکايي ډالرو ته ورسيږي. ))

د معلوماتو له مخې، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ نندارتون به کرهنې، طبي چارو، سيلانۍ، تکنالوژۍ او انټرنيټ ته توجه ورکړي. د نينګ شيا د هوی قوم خودمختاري سيمې مشرې ليو هوی وويل، چې د نورو دورو په پرتله د روانې دورې نندارتون به د يوه کمربند او يوې لارې پر ستراتيژۍ ټينګار وکړي او د تصديو لپاره د حکومت د خدمتونو په نظريو به زور واچول شي.

(( موږ په ځانګړې توګه د نندارتون په فعاليتونو کې د ورېښمو لارې پورې اړوند فورمونه، نندارتونونه او د پانګونې مباحثوې غونډې ترتيب کړو، موخه مو دا ده چې د اړوندو غوښتنو سره سم د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د صنعت، کولتور، سوداګرۍ، تکنالوژۍ او معلوماتي سيمې جوړې کړو او د دې سره سره له هوا، انټرنيټ او ځمکې له لارې به د پيوستون درې لارې بشپږې شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای