CRI Online

په تبت کې د کورونو د ټولنې يوه نمونه: په لرغونې کوڅه کې تبتي رستورانت

cri     (GMT+08:00) 2015-08-31 14:09:46


باو زي ، ماچي او خوږ چای د تبتيانو عنعنوي سباناری دی. د تبت د لاسا په (( با کو)) سيمه کې د دا جاو نومي معبد ته نژدې په يوه تنګه کوڅه کې يو مشهور تبتي رستورانت شته چې نوم يې دی (( د فون فو رستورانت )). دغه رستوران د تبت خودمختاري سيمې د هغې امتيازي تګلارې سره سم جوړ شوی: د استوګنې په سيمه کې له ٥ کورونو څخه تر ١٠ کورونو پورې يوه ټولنه جوړوي او بيا د رايګيرۍ له لارې يو استازی ټاکي ترڅو د استازي تر مشرۍ لاندې د حکومت د امتيازي تګلارو په رڼا کې د زياتې ګټې لپاره خپلې چارې جوړې کړي. د نوموړي رستورانت مسئول چيانګ دان د (( با کو )) سيمې د يوې ټولنې استازی دی، په ٢٠١٤ کال کې دغه رستورانت کې د ده په مشرۍ د ٩٩ کورونو په شمول ١٣ ټولنې شاملې دي.

چيانګ دان د دغه رستورانت د پرانېستلو سبب د يادولو په ترڅ کې خبريال ته وويل،

(( ما د يوې ټولنې د استازي په توګه د نورو څو ټولنو له استازو سره په دې اړه بحث وکړ چې د تبت د سباناري د ځانګړتيا سره سم د استوګنې په خپله سيمه کې يو تبتي رستورانت جوړ کړو، تر څو زموږ د ټولنو د استازيو او د غړيو کورونو ګټې زياتې شي. نو د استوګنې سيمې مشر او کاري ډلې ته مو دغه نيت څرګند کړ. ))

ژر د استوګنې سيمې د چارواکو په مرسته حکومت ددوي نيت د پوره کولو لپاره دوه لکه او دېرش زره يوانه پيسې برابرې کړې، او د ټولنو غړو کورونو لخوا يو سلو شل زره يوانه پيسې راټولې کړې وې چې په دې توګه د رستورانت د خلاصولو لپاره دری نيم لکه يوانه پيسې چمتو شولې. د ٢٠١٤ کال په نومبر کې د دوی رستورانت په رسمي توګه پرانيستل شو. د رستورانت د مسئول چيانګ دان په وينا له يو کال راهيسې د رستورانت کار و بار ډېر ښه دی.

(( زموږ د رستورانت ورځنۍ ګټه تقريباْ شپږ اوه زره يوانه دي ، که هره ورځ شپږ نيم زره يوانه ګټه تر لاسه کړو، کلنۍ ګټه به مو شاو خوا دوه مليونه څلور لکه يوانه وي، د يو مليون دوه لکه يوانو په اندازه سربيې له کمېدو وروسته خالص عايدات يو مليونه دوه لکه يوانه وي. نهه نوي کورونه زموږ په رستورانت کې برخه لري، نو د هر کور کلنۍ ګټه به لسو زرو يوانو ته رسيږي . ))

چيانګ دان وويل، پرته د هغه او مسئولو اشپزانو نه د رستورانت خدمتګاران هره مياشت د نهه نوي برخه والو کورونو څخه د لسو غړو کورونو په نوبت کار کوي. رستورانت هره مياشت دوی ته يوه اندازه ثابت معاش ورکوي او د کال په پاي کې ټول برخه وال کورونه ټاکلې ګټه تر لاسه کولی شي.

څرنګه چې دغه رستوران د دا جاو نومي معبد ته نژدې پروت دی او زيارت کوونکي او سيلانيان زيات دي، نو په رستورانت کې هميشه ډير بيروبار او ګڼه ګوڼه او کاروبار يې ډېر ښه وي. د تر لاسه شويو ګټو په زياتېدو سره جيان دان په ابتکاري توګه له ګټو څخه يوه برخه د استوګنې سيمې نورو خوارو وګړو ته ورکوي.

(( زموږ رستورانت د استوګنې سيمې له عمده مشرانو سره تر سلامشورې وروسته پريکړه کړې چې د تر لاسه شويو ګټو شل سلنه برخه زموږ د استوګنې په سيمه کې ولګوي، د بېلګې په توګه په سيمه کې ځيني کورونه خوار او بېوزلي دي ، که ددوی يو څوک ناروغ او بستري شي، وکولی شو چې ځيني غذايي مواد ورکړو. دغه برخه پيسې د بېوزلو کورونو د مرستندويه پانګې په توګه ټاکل شوې دي. ))

چيانګ دان د رستورانت د راتلونکي په اړه خوشبين دی او هيله لري چې د استوګنې سيمې لا زيات اوسېدونکي په دې رستورانت کې برخه واخلي او د خپلو کوښښونو له برکته ګټه تر لاسه کړي.

(( حکومت زموږ لخوا وړاندې شوی پلان ومانه او درې لکه يوانه يې د مرستندويه پانګې په توګه راکړي، موږ به په يو بل لوی انګړ کې يو فرعي رستورانت پرانيزو، ځکه زموږ کار و بار ډېر ښه دی او ګټې مو زياتې دي، زيات وګړي غواړي چې د عايداتو د زياتوالي په موخه زموږ په پلان کې ګډون وکړي. زموږ موخه دا ده چې د استوګنې سيمې لا زيات اوسيدونکي زموږ د ټولنيزې سوداګرۍ په پلان کې ګډون وکړي او له ګټې يې برخمن شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای