CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان د سوداګرۍ وزيرانو ١٤مه غونډه

cri     (GMT+08:00) 2015-09-25 20:27:02


د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ وزيرانو ١٤مه غونډه د سپتمبر په ١٦مه نېټه د چين د شان شي ولايت په شي ان ښار کې تر سره شوه. د دې سازمان د غړيو هېوادونو، څارونکو هېوادونو او ملګرو هېوادونو په شمول د ١٦ هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو، د ياد سازمان دارالانشا، د تصديو کميټې، د بانکونو اتحاد او د اروپا او اسيا اقتصادي کميټې په دې غونډه کې ګډون درلود.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ او د يوه کمربند او يوې لارې ترمنځ پيوستون د يادې غونډې عمده موضوع وه، پر مهمو مسئلو له بحثونو وروسته، ګډونکوونکو د يوه کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په هکله ٩ فقره ييز پريکړه ليک خپور کړ.

لومړی، د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ د پنځه کلن پرمختګ پلان جوړونه به پيل شي. په دې غونډه کې له ٢٠١٧ کال څخه تر ٢٠٢١ کال پورې د پورژو د هڅولو تدبيرونو ليست تطبيق شوی چې په لسو برخو کې له سلو نه زياتې پروژې پکې شاملې دي او عمومي ارزښت يې سل مليارډو امريکايي ډالرو ته نژدې دی.

دوهم، تجارتي انتظام به لا نور ساده او بشپړ شي. د سوداګرۍ د ساده کيدو کاري ټيم به جوړ شي، له دې څخه ښکاري چې د تجارتي انتظام د ساده کېدو په لور د ميکانيزم په برخه کې رښتينی ګام پورته شوی دی.

درېيم، د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره به فرصتونه برابر شي. له يوې اوونۍ وروسته به د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د توليداتو د لومړۍ دورې نندراتون په شي ان ښار کې پرانيستل شي چې د دې سازمان د ١٣ غړو هېوادونو، څارونکو هېوادونو او ملګرو هېوادونو شاو خوا ٢٣٠ تصدۍ به پکې ګډون وکړي.

څلورم، انټرنيتي او الکترونيکي سوداګريزې همکارۍ به پياوړې شي. ګډونکوونکي به د شانګهای د همکارۍ سازمان د الکترونيکي سوداګريز ډګر د جوړولو په اړه بحث وکړي.

پنځم، د پانګونې همکارۍ به پياوړې شي. چين به د منسوجاتو، برقي توکو، کيمياوي صنايعو، فلزسازۍ، د مالونو حمل و نقل او کرهنې په برخو کې د تصديو ډله ييزې پانګونې وهڅوي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به د پانګونې او صنعت همکارۍ ژورې کړي.

شپږم، د متقابل پيوستون او حمل و نقل همکارۍ به لا نژدې شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هغه وړاندې شوې موخې سره سم چې په څو کلونو کې به څلور زره کيلومتره اوسپنيزې لارې او سل زره کيلومتره سړکونه جوړ شي، بېلا بېلې خواوې په دې موافقه وکړه چې د اوسنيو همکاريزو پروژو پلی کول چټک کړي او د مالونو د حمل و نقل سيمه ييزه شبکه او سمندري بندرونه اباد کړي.

اووم، په دې سميه کې به د پانګو د لا فعالې چلنې لپاره هڅې وشي. بېلا بېلو خواوو څرګنده کړه چې په پوره او اغېزمنه توګه به د چين له خوا د برابر شويو پورنو څخه استفاده وکړي او له اړوندو سيمه ييزو همکاريزو سازمانونو او صندوقونو سره به همکارۍ پياوړۍ کړي.

اتم، د ګمرکاتو ترمنځ همکارۍ به ژورې شي. بېلا بېلې خواوې به د توليداتو بيو د ارزونې او څارنې په برخو کې معلومات تبادله کړي.

نهم، په سيمه ييزو همکاريو کې نور زيات کتونکي هېوادونه او ملګري هېوادونه راجلب کړي او ومني.

د شانګهای د همکرۍ سازمان د سکرټر مرستيال ازيز نوسيروف وويل، اوس مهال بېلا بېل هېوادونه د اقتصادي شکل د بشپړولو او د نوښت د هڅولو په هڅه کې دي، د سيمه ييزې همکارۍ پياوړتيا د دې سيمې له ثبات او پرمختګ سره سمون لري. چين د يادې غونډې کوربه هېواد دی، د چين له خوا وړاندې شوی پلان د بېلا بېلو هېوادونو فعال او مثبت غبرګون تر لاسه کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای