CRI Online

په تېرو اتو مياشتو کې د چين بهرنۍ سوداګريزه اندازه ټيټه شوې

cri     (GMT+08:00) 2015-09-18 14:22:26

د چين د ګمرکاتو د عمومي ادارې د تازه شمېرنې له مخې، په تېرو اتو مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت اوه اعشاريه اوه سلنه ټيټ شوی او د سوداګرۍ مثبت بيلانس يې اتيا عشاريه اته سلنه زيات شوی دی.

د شمېرنې له مخې، په تېرو اتو مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت پنځلس زره شپږ سوه او اويا مليارډه يوانه و، په بهرنۍ سوداګرۍ کې د عامه تجارت انډول لوړ شوی. په دې هکله د چين د نړيوال اقتصادي تبادلې مرکز څيړونکي وانګ جون وويل،

(( سوداګريزې چارې له عامه تجارت او د پروسس تجارت څخه عبارت دي. په چين کې د کارګرو د سربيې چټک لوړوالی د پروسس تجارت د کمښت عمده لامل دی، له بلې خوا د ژن مين بي يوانو تبادلوي ارزښت د لوړېدو په حال کې دی، نو د هغو تصديو ګټې ټيټې شوې چې کار و بار يې د پروسس تجارت دی، زياتو تصديو بهر ته د خپلو چارو انتقال کړی او کوي يې، دغه راز د پروسس تجارت انډول ټيټ شوی، يا په بله ژبه د عامه تجارت انډول لوړ شوی دی. ))

په تېرو اتو مياشتو کې د ملکي تصديو د وارداتو او صادراتو ارزښت پنځه زره اوه سوه او لس مليارډه يوانه و چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه اعشاريه يو سلنه زيات شوی، د دولتي تصديو د وارداتو او صادراتو ارزښت دوه زره شپږ شپيته مليارډه يوانه و چې دا بيا ديارلس اعشاريه شپږ سلنه کم شوی. د چين د اوسنيو نړيوالو اړيکو اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد پوهې چن فنګ ينګ دې ته اشاره وکړه چې ملکي تصدۍ د چين د بهرنې سوداګرۍ لپاره ډېر مهم ځواک په توګه ګرځېدلې دي.

په تېرو اتو مياشتو کې د چين د ماشينونو او برقي توليداتو د صادراتو د زياتوالي انډول صفر اعشاريه اوه سلنه و چې دا د صادراتو په عمومي ارزښت کې اوه پنځس سلنه برخه نيسي. د چين د اوسنيو نړيوالو اړيکو اکاډمۍ څېړونکي وې ليانګ وويل،

(( دا په نويو حالاتو کې د سوداګريز شکل د بشپړوالي په اړه د پام وړ ښودنه ده چې په صادراتو او وارداتو کې د ماشينونو او برقي توليداتو انډول د لوړېدو په حال کی دی، د پروسس تجارت مخ په ټيټېدو دی. په راتلونکي کې به زموږ د صنايعو د جوړښت بشپړوالی ګام په ګام له تجارتي شمېرنو څخه وليدل شي. ))

په تېرو اتو مياشتو کې د اومو نفتو، غلو دانو او چمتو شويو نفتو په شمول د څو ډولونو لويو توليداتو د وارداتو اندازه زياته وه. د چين د نړيوال اقتصادي تبادلې مرکز څيړونکي وانګ جون په دې نظر دی چې د لويو توليداتو د نړيوالو بيو ټيټوالی د يادې ښکارندويې سبب دی.

(( چين د لويو توليداتو مصرف کوونکی هېواد دی، ځکه د لويو توليداتو د نړيوالو بيو چټک ټيټوالی رامنځته شوی، دا د ستراتيژيکو موادو د زيرمې ښه فرصت دی. زما په اند ښايي د هېواد اړوند ارګانونه د دې فرصت په نيولو سره د موادو زيرمه زياته کړې، نو د وارداتو اندازه يې لوړه شوې ده. ))

د چين د اوسنيو نړيوالو اړيکو اکاډمۍ نړيوال اقتصاد پوهې چن فنګ ينګ وويل،

(( د سږ کال په وروستۍ نيمايي کې د وارداتو او صادراتو حالات ښايي ډېر ستونزمن وي. سږ کال ښايي د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي حالت د خوشبينې وړ نه وي، په تېره بيا د لويو توليداتو بيې ښايي په مداومه توګه ټيټې شي، که همدغسې پاتې شي، نو زموږ تجارتي حالت به هم ستونزمن شي.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای