CRI Online

د چين او شمال ختيځې اسيا ترمنځ د لسمې دورې نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2015-09-18 14:20:12


د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چين او شمال ختيځې اسيا ترمنځ د لسمې دورې نندارتون د چين د جي لين ولايت په چانګ چون ښار کې پرانيستل شو. په دې څو ورځو کې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو له سل زرو تنو نه زيات سوداګر او مېلمانه د شمال ختيځې اسيا د تجارتي فرصتونو د موندلو لپاره راغونډيږي.

د شمال ختيځې اسيا په سيمه کې د چين شمال ختيځ، جنوبي او شمالي کوريا، جاپان، مغولستان او د روسيې د لرې ختيځې سيمې شاملې دي، مساحت يې اوولس مليونه کيلومتره مربع دی، نفوس يې د ټولې نړۍ پنځه ويشت سلنه برخه نيسي او اقتصادي انډول يې په نړيوال اقتصاد کې شل سلنه برخه نيسي.

په ٢٠٠٥ کال کې د شمال ختيې اسيا د لومړۍ دورې نندارتون د جوړېدو راهيسې دغه نندارتون د شمال ختيځې اسيا، امريکا، اروپا او افريقا لا زيات سوداګران راجلب کړي دي. په تېرو لسو کلونو کې د يو سلو دېرشو هېوادونو او سيمو سوداګرو په دې نندارتون کې ګډون کړی او د توليداتو د معاملو عمومي ارزښت له شپږ مليارډو نهه سوه مليونو ډالرو څخه اوښتی دی.

د چين، جاپان او جنوبي کوريا ترمنځ د کولتوري تبادلې فورم چې د شمال ختيځې اسيا د روانې دورې نندارتون يوه برخه وه، د اګست په يو دېرشمه نېټه تر سره شوه. د يادو دريو هېوادونو د سياستوالو او کارپوهانو څه باندې يو سلو پنځوس تنو استازو په دې فورم کې ګډون کړی و. د دوی په اند کولتوري تګ راتګ د سيمه ييز يووالي يو مهم خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

د شمال ختيځې اسيا نندارتون زياتو سوداګرو چې د پخوانيو دورو په نندارتون کې ګډون کړی و، دا ورته څرګنده شوې چې د تېرو دورو په پرتله د روان نندارتون موضوعات لا غني دي، د تجارتي فورمونو پرته د کولتور او سيلانۍ په شمول د نورو موضوعاتو فعاليتونه زيات دي. د روانې دورې نندراتون په ترڅ کې به د علمي تکنالوژۍ او پولي چارو غرفې، د چين، جاپان او جنوبي کوريا د اقتصاد پوهانو د تګ راتګ فورم او د شمال ختيځې اسيا د سيلانۍ فورم تر سره شي.

د جي لين پوهنتون د شمال ختيځې اسيا اکاډمۍ مشر يو چياو وويل، چې د شمال ختيځې اسيا په سيمه کې راز راز کولتورونه شته، د کولتوري تګ راتګ او همکارۍ پياوړتيا د توپيرونو د له منځه وړلو او د همکارۍ د ژوروالي لپاره ګټوره ده.

د چين او شمال ختيځې اسيا ترمنځ د دې نندارتون په هره دوره کې د شمال ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د لوړې کچې فورم ډېر د پام وړ دی. دغه فورم د ټاکلې موضوع په هکله د سلامشورو او خبرو اترو له لارې د همکاريو په اړه رامنځته شوې مسئلې حلولی شي، موخه يې د تګ راتګ او تبادلې د دايمي همکاريز ميکانيزم جوړول دي.

د سپتمبر د لومړۍ نېټې په سهار د شمال ختيځې اسيا د همکارۍ د لوړې کچې د اتمې دورې په فورم کې ګډونکوونکو د شمال ختيځې اسيا د ځمکني او سمندري ټرانسپورت د پيوستون په اړه بحثونه وکړل.

د لنډ نندراتون په پرتله د يو دايمي همکاريز ميکانيزم جوړونه د دغه نندراتون موخه ده. د چين او شمال ختيځې اسيا ترمنځ د لومړې دورې په نندراتون کې د تو من سيند عملي پلان لاسليک او يوه ډله همکاريزې پروژې تاييد شوې وې. ورپسې دغه عملي پلان د بېلا بېلو خواوو تر ملاتړ لاندې مخ په وړاندې روان شوی دی، او د تو من سيند په سيمه کې اقتصادي او تجارتي همکاري د چټک پرمختګ په حال کې ده.

د چين د سوداګرۍ وزارت د اسيايي چارو څانګې مستشار سونګ ياو مينګ وويل، د تېرو څو کلونو راهيسې د دې سيمې د اقتصادي پرمختګ د تمايل سره سم د چين او شمال ختيځې اسيا ترمنځ د نندارتون پيمانه او کچه لوړه شوې ده. اوس د چين، جاپان او جنوبي کوريا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمه د جوړېدو په حال کې ده او د چين، مغولستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي روانه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای