CRI Online

زما د برياليتوب راز د څو څو ځلو ناکاميو نتيجه ده

cri     (GMT+08:00) 2015-09-30 16:27:57


د شانګهاي د څون مين ټاپو په شمال لويديځه څنډه کې يوسړي چې هوانګ شن لي نومېږي ، د هوسيو روزلو له امله ډير شهرت لری او تازه د دولت په کچه په افتخاري نوم ووياړل شو او په دې وروستيو ورځو کې يې د معلولينو لپاره يوه مرستندونه ټولنه جوړه کړه . د هغو معلولينو يې ستاينه وکړه چې په تازه جوړه شوې ملي غونډه کې د خپل قوت په اتکا د خپلو چارو د جوړولو په برخه کې بريالي شوي ، هوانګ شن لي د خپلو کوښښونو په باب خبريالانو ته کيسې وکړې.

په نولس سوه اته اتيايم کال کې چې هوانګ شن لي اتلس کلن و ، د ښي لاس درې ګوتې يې د کار په وخت کې د بې پروايۍ له امله پرې شوې وې چې په نتيجه کې له کاره بې برخې شو او حتی د کرکيلې ساده کارونه مثلا د وښو پرېکول يې هم نشوای کولی ، ځکه چې د چاقو يې په لاس نشوای نيولی ، خو د ډيرو کوښښونو له امله يې بالاخره د ښي لاس پر ځای په کيڼ لاس کرکيله کوله.

د خپل ژوند د بډايتوب لپاره يې د طاوس ، وحشي هيلۍ او سرکوزي او پيل مرغ د روزلو ازموينې ترسره کړې ، خو په پای کې ټولې ازموينې يې بريالۍ نه شوې او حتی يې ډيرې پيسې يې ولګولې . په نولس سوه اته نويم کال کې هغه يو مستند فلم وليد او پوه شو چې د هوسيو له روزنې څخه زياته ګټه اخيستی شي، نو د هوسيو روزلو نيت يې وکړ، بيا يې وروسته د هوسيو روزلو چارو د څيړنې لپاره د هېواد شمال ختيځ جي لينګ ولايت ته لاړ او پنځه زره يوانه پيسې يې د سفر لپاره ولګولې . په پاي کې يې پرېکړه وکړه چې هوسۍ وروزي . د ژمي په يخنۍ کې هغه د دوو لکو يوانو په وړلو سره چې د پور په توګه يې له نورو څخه اخيستي وو ، بيا جي لينګ ولايت ته لاړ او له ديرشو نه زياتې هوسۍ يې واخيستلې او په دوهمه ورځ يې د اورګاډي په وسيله د پنځه څلوېښتو ساعتو مزل له لارې بيرته خپل ټاټوبي ته يووړلې. د هوسيو روزنه ستونزمن کار دی ځکه چې د چين په جنوب کې وګړو د هوسيو روزلو عادت نه درلود . په لومړي کال کې د هوسيو د ناروغيو درملنه له ستونزو سره مخ وه، په دوهم کال کې د خوښۍ خبر دا و چې د هوسيو دری بچې وزيږول، خو د خوښيو ترڅنګ بله ستونزه هم رامنځته شوه چې هوانګ شن لي د هوسيو بچو د روزلو هيڅ تجربه نه درلوده او له متخصصانو څخه يې د هوسيو بچو ته د شيدو ورکولو تجربه تر لاسه کړه ځکه چې د هوسۍ مور خپلو بچيانو ته تي نشوای ورکولی . بل وار په دوه زره نهم کال کې په شانګهاي کې سخت طوفان ولګيد او لس هوسۍ يې له اډې څخه تښتېدې چې په پاي کې يوه هوسۍچې پنځه اويا کيلوګرامه وزن يې درلود، د کب په حوض کې ولويده او مړه شوه . لنډه دا چې د هوسيو روزلو په بهير کې ښاغلي هوانګ زياتې ستونزې تېرې کړې وې . هغه وويل چې زما برياليتوب د څو څو ځلو ناکاميو نتيجه ده . اوسمهال د ده او د کورنۍ نورو غړو د زياتو زيارونو له برکته دده په اډه کې سل هوسۍ ساتل شوې او ددې تر څنګ د هوسۍ ښکر او وينو په وسيله جوړ شوی مغذي مواد د هېواد بېلا بېلو ځايونو ته پلورل شوي او هغه رستورانت هم پرانستل شوی دی چې خاص د هوسيو غوښې پکې پخول کېږي .

هوانګ شن لي کامياب او شتمن شو ، عجيب دا ده چې شن لي په چين ژبه کې د کاميابۍ مانا لري . خو د ځان بډايتوب په مهال هغه نور معلولين هم تر پام لاندی ونيول ، له يوې خوا هغه اوس په خپله اډه کې پنځه معلولين په دايمي توګه ګمارلي او د موقتې مزدورۍ لپاره هر کال نور معلولين هم ګماري . دغه راز د څو مين ولسوالۍ حکومت او د معيوبينو ټولنې په مرسته او ملاتړ يو ولسي سازمان جوړ شو او معيوبينو ته د کورنيو څارويو او مرغانو د روزلو او د اقتصادي نباتاتو د کرلو مالومات ورزده کوي تر څو چې ټول معلولين شتمن شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای