CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ سوداګري

cri     (GMT+08:00) 2015-10-31 21:21:23

په ١٩٧٩ کال کې د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو څخه راهيسې ٣٦ کاله تېر شوي دي، چين د امريکا دوهم لوی تجارتي همکار، د صادراتو درېيم او د وارداتو لومړۍ لوی هېواد ، د دې تر څنګ امريکا د چين دوهم لوی سوداګريز ملګري هېواد، د صادراتو لومړی او د وارداتو پنځم لوی هېواد ګرځېدلی دی .

په امريکا کې د چيني تصديو د پانګونې د زياتوالي سبب د چين د ملي اقتصاد او د چيني تصديو د سياليو ځواک پياوړی کول دي . اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراخوالي او د دوه اړخيزې پانګونې د هڅونې په موخه د چين او امريکا ترمنځ د دوه اړخيزې پانګونې د تړون په اړه خبرې اترې روانې دي، تر څو چې د ګډو ګټو په بنا د لوړې سويې تړون لاسليک شي او د پانګونې د نړيوالو اصولو د بشپړتيا لپاره لاره هواره شي.

د دولتي ځواک د ځواکمنۍ سره سم چين په نړيوالو اقتصادي چارو کې لا مهم رول لوبولی او لوبوي يې. په ٢٠١٠ کال کې نړيوال بانک هغه اصلاحي پلان تصويب کړی و چې د رايې ورکونې انډول له پرمختلليو هېوادونو څخه پرمختيايي هېوادونو ته انتقال شي، د دې پلان سره سم به په نړيوال بانک کې د چين د رايې ورکونې انډول له دوه اعشاريه اوو اويا څخه څلور اعشاريه دوه څلويښت سلنې ته لوړ شي او چين به د نړيوال بانک درېيم لوی مساهم وګرځي. خو ياد اصلاح تر اوسه پورې د امريکايي پارلمان د مخنيوي له امله نه دی عملی شوی. د چين د ماليې وزارت مرستيال جو ياو ګوانګ وويل

(( د امريکا حکومت پارلمان راضی کړی چې په نړيوال بانک کې د رايې ورکونې انډول اصلاح ومني ، خو د افسوس وړ ده چې تر اوسه پورې د امريکا پارلمان دغه اصلاح نه دی تصويب کړی. نو موږ د امريکا له پارلمان څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دغه پلان ومني، څو چې د نړيوال بانک د اصلاحاتو اجنډا پيل شي. ))

په تېرو وختونو کې دا ليدل کېدل چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې اړيکې تل د کشالو، خبرو اترو او چټک پرمخګ د تکرار په حال کې وې، له شپږ دېرشو کلونو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې له سړې جګړې، سالمې ودې او لوړ او ژور سره مخامخ شوې او په پيچلۍ لار کې ټينګې شوې دي. په نژدې وخت کې د چين او امريکا ترمنځ د انترنيټي امنيت په شمول ځينو مسئلو په هکله د نظريو توپيرونه راپيدا شوي دي، خو د دې تر څنګ د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري ورځ په ورځ نژدې کيږي او د د واړو هېوادونو د تصديو ترمنځ تګ راتګ لا زياتيږي. اوسمهال د چين د اوسپنيزو لارو عمومي شرکت په لارښوونې د چين او امريکا دوو شرکتونو په ګډه د امريکا په لويديځ کې د ګړندي اورګاډي لارې په ابادولو کې پانګونه کړې ده. دغه اوسپنيزه لار د امريکا د نيداوا ايالت له لاسويګاس څخه د کليفونيا ايالت له لارې لوس انجس ته غځېږي چې عمومي اوږدوالی به يې دری سوه اويا کيلومتره وي. ياده پروژه به د ٢٠١٦ کال په سپتمبر کې پيل شي.

د تير اګست په ١٦مه نېټه د چين د ماشين الاتو شرکت د امريکا له جي يي کمپنۍ سره د ستراتيژيکي همکارۍ يادښت لاسليک کړ چې په افريقا کې به په ګډه سره د پاکې انرژۍ په پروژو کې پانګونې وکړي. د امريکا د جي يي کمپنۍ مرستيال مسؤل دوان شياو ينګ وويل

(( موږ غواړو چې د همکارۍ ددې شکل په وسيله د دواړو هېوادونو د نويو انرژيو کارولو د ستراتيژيکي چوکاټ پر بنسټ په درېيم بازار کې د چيني او امريکايي تصديو ترمنځ همکاري ترسره کړو. ))

بر سيره پر دې، چيني او امريکايي تصديو د ګډې پانګونې له لارې د انرژۍ سپموونکو ودانيو صندوق جوړ کړی، څو چې د چين د انرژۍ سپموونکو ودانيو په پروژو کې پانګونې وکړي. دا د اقليمي بدلون په وړاندې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې نظريو د عملي کېدو يو مهم قدم بلل کيږي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای