CRI Online

د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د چين اقتصادي پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2015-10-31 21:18:22

په تېرو پنځو کلونو کې چين د زياتو ستونزو په لرې کلوو سره په اقتصادي برخه کې ډېر پرمختګونه تر لاسه کړي. په داسې حال کې چې بهرنيو خبري رسنيو د چين د اقتصادي رکود په اړه منفي خبرونه خپاره کړي، چين د اقتصادي پرمختګ د لارو د بدلون، د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژوروالي او د حکومتي ابادۍ د پياوړتيا له لارې نړيوالو ته خپل توان ښودلی.

(( احساس لرم چې چينايان د پخوا په پرتله شتمن دي، زما تر څنګ د هغو کسانو شمېر زيات شوی چې بهر ته يې سفرونه کړي او په بهرنيو هېوادونو کې يې ښوونه تر لاسه کړې. ))

(( د چټکو اورګاډيو د سرعت لوړالی ډېر ښه دی، زه اوس په جي نان ښار کې کار کوم او په بېجينګ ښار کې زده کړې کوم ، نو د دواړو ځايونو ترمنځ د بيا بيا تګ راتګ اړتيا لرم. ))

(( اوس موږ د لا ښه ژوند د موندلو توان لرو. ))

د اټکل له مخې، د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې به د چين د اقتصادي زياتوالي کلنی انډول اوه اعشاريه اته سلنې ته ورسيږي چې د نړۍ د اقتصادي زياتوالي د کلني انډول په نسبت به ډېر لوړ وي او په عمده اقتصادي ډلو کې به مخکی ځاي ونيسي.

خو د خوښۍ وړ اغېزو تر څنګ د چين د اقتصادي پرمختګ ورووالي د نړيوالو پاملرنې جلب کړې. په دې هکله د کارپوهانو په اند، د برابر او دواملرونکي پرمختګ موندل به د چين نوې دايمي تګلاره وګرځي. د چين د شمېرنې ادارې وياند شنګ لای يون وويل:

(( د صنعتونو جوړښت د ښه والي په حال کې دی او د اقتصادي جوړښت بشپړتيا روانه ده چې بڼه يې د خدمتي صنعت چټک پرمختګ دی. په جي ډي پي کې د خدمتي صنعت انډول يو پنځوس اعشاريه څلور سلنې ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه اعشاريه دری سلنه زيات شوی. ))

د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې په چين کې خدمتي صنعت په لومړي ځل له دوهم صنعت څخه اوښتی او د ملي اقتصاد د لومړی لوي صنعت په توګه ګرځېدلی دی، لګښت د پانګونې او صادراتو پر ځای د اقتصادي پرمختګ عمده خوځنده ځواک دی، انټرنيټي شبکو په بېلا بېلو ساحو کې لا مهم رول لوبولی.

پخوا چين پرمختللو هېوادونو ته جامې، بوټان او خولۍ صادرولې، خو اوس د چين چټک اورګاډي او د اټومي برېښنا تکنالوژۍ بهر ته صادروي. د چين د صنعت او معلوماتو وزارت مرستيال سو بو وويل:

(( د چټکو اوسپنيزو لارو، د مليونونو کيلو واټو په درجه د اټومي برېښنا د تجهيزاتو، تر لس زرو مترو سمندري اوبو لاندې د نفتو د استخراج ماشينونو او د ګرځنده مخابراتي سيستم په شمول د عصري تجهيزاتو د جوړولو صنعت په نړۍ کې د سيالۍ ځواک لري. ))

د دوولسم کلن پلان په موده کې، له يوې خوا چين په بهر کې څلور سوه مليارډه امريکايي ډالره پانګې اچولې، له بېلې خوا چين د نورو هېوادونو د پانګونې لپاره تر ټولو جلبوونکی هېواد دی. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند شن دان يانګ وويل:

(( د سږ کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، زياتو بهرنيو تصديو په چين کې د پاګونې تړونونه لاسليک کړی چې له دې جملې څخه د چين او امريکا ترمنځ د لاسليک شويو تړونونو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت پنځوس سلنه زيات شوي دي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای