CRI Online

د چين د يارلسم پنځه کلن پلان په اړه وړانديزونه خپاره شول

cri     (GMT+08:00) 2015-11-06 22:53:51


د نومبر په ٣مه نېټه، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې له خوا د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د ديارلسم پنځه کلن پلان په اړه د وړانديزونو سند په رسمي توګه خپور شو. د چين د دولتي پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مشر شو شاو شه د ديارلسم پنځه کلن پلان د اصولو د ورپېژندنې په ترڅ کې وويل، چې په يادو وړانديزونو کې په عمده توګه درې خواوې اصلي موضوعات شامل دي. نوموړي په عين وخت کې څرګنده کړه چې چين د چټک او يا منځني اقتصادي زياتوالي د ساتلو لپاره ټينګ هوډ لري او ښه زمينه يې ورته برابره کړې ده.

نوموړي وويل، چې په وړانديزونو کې درې خواوې اصلي موضوعات شامل دي. لومړی وړانديز کې، د نوښت، همغږۍ، د چاپيريال ساتنې، ورخلاصون او ګډو ګټو په شمول د پرمختګ مهم پنځه فقره ييز نظرونه ياد شوي دي چې دا د ديارلسم پنځه کلن پلان د جوړونې او په دې موده کې د پرمختګ په اړه د مفکورې لارښوونه ده. دوهم، د پرمختګ په اړه هغه اصول وړاندې شوي دي کوم چې د خلکو پر عمده مقام ټينګار، پر علمي پرمختګ ټينګار، د اصلاحاتو پر ژوروالي ټينګار، د قوانينو سره سم پر دولتي ادارې ټينګار، د کورنيو او نړيوالو چارو پر همغږۍ او د چين د کمونېست ګوند پر مشرۍ ټينګار کوي. درېيم، د شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره نوې موخې ټاکل شوې دي. هغه وويل،

(( په وړانديزونو کې په پنځو برخو کې موخې ټاکل شوې دي. لومړی، اقتصادي پرمختګ بايد په چټک او يا منځني سرعت وساتل شي. دوهم، د خلکو د ژوند سويه او کيفيت بايد پورته شي. درېيم، د ټولنيز تمدن سويه بايد په ښکاره توګه لوړه شي. څلورم، ايکلوژيکي محيط بايد ښه شي. پنځم، په بېلا بېلو ساحو کې دې ميکانيزمونه بشپړ شي. ))

د چين په يارلسم پنځه کلن پلان کې د اقتصادي زياتوالي په اړه وړاندې شوې موخه د خبري رسنيو د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. ښاغلي شو شاو شه وويل چې يوازې اقتصادي پرمختګ به په يوه اندازه کې وساتل شي، د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت او د ښاري او کليوالو اوسيدونکو عايدات به د ٢٠١٠ کال په پرتله يو چند زيات شي. هغه وويل، ياده موخه پوره کيدای شي.

(( سوله او پرمختګ په ګردې کرې کې د روانې زمانې اصلي مسير دی او د چين په وړاندې ښه فرصتونه شتون لري. يو بل مهم سبب دا دی چې د تکنالوژۍ نوښت او د صنايعو اصلاحات به په راتلونکې اقتصادي بيا سمسورتيا کې پريکړه کوونکی رول ولوبوي، دا زموږ لپاره يو فرصت دی. نو د نړۍ اقتصادي اوضاع د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټوره ده. د کورنيو زمينو له لحاظه په چين کې د سيمه ييز پرمختګ پټ فرصتونه زيات دي او د ښاري کيدو په بهير کې به د بازارونو ډېرې زياتې اړتياوې رامنځته شي. موږ د يو بيليارډ او درې سوه مليونو تنو نفوس او له اويا مليونو نه زياتې فعالې اقتصادي ډلې لرو، نو د چين د اقتصادي پرمختګ ستر پټ قوت لرو. ))

ښاغلي شو شياو شه د ښاري کېدو د موخې په اړه د چين نړيوالې راډيو د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، د ښاري کېدو بهير تل د لويو پرمختيايي هېوادونو په وړاندې يوه مهمه مسئله ده، نو چين په دې بهير کې بېلا بېل تدبيرونه نيولي.

(( اوس مهال دغه تدبيرونه د عملي کېدو په حال کې دي: لومړی، هغو کسانو ته به په ښارونو کې د ثابت ژوند تاضمين ورکړو کوم چې په ښارونو کې د ژوند هيله او توان لري . دوهم، ځايي حکومت به ښارونه وهڅوي چې لا زيات کليوال کسان ومني. ))

نوموړي زياته کړه چې د نويو کليو ابادي او په کليو کې د توليد او ژوند ښه والی د ښاري کېدو په بهير کې يوه مهمه دنده ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای