CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ ائتلافي کميټې د ٢٦مې دورې غونډه

cri     (GMT+08:00) 2015-11-26 18:32:55


د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ ائتلافي کميټې د شپږوېشتمې دورې غونډه په دې وروستيو ورځو کې د چين په ګوانګ جو ښار کې تر سره شوه. دواړو خواوو د تجارتي مرستو، د تکنالوژۍ د تګلارو، د صادراتو د کنترول او محدوديت او د کرهنيزو توليداتو د معاملو په شمول پر دوولسو مهمو مسئلو بحثونه کړي او د پام وړ زياتو مسئلو د حل لپاره ګامونه چټک کړي دي.

د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ او د امريکا د سوداګرۍ وزيرې پيڼي پريزکير او تجارتي استازي مېکل فورومن په ګډه د يادې غونډې مشري وکړه او د امريکا د کرنې وزير ټوماس جامس ويلساک په دې غونډه کې ګډون درلود.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو مرستيال استازي جانګ چيانګ چن د دواړو خواوو د تر لاسه شويو ګډو نظريو په اړه معلومات وکړل.

(( دواړو خواوو د پوهنې ملکيت حق په برخه کې د همکارۍ له پياوړتيا سره موافقه کړې ده. دواړه خواوې په دې هکله د نظريو يووالي ته رسيدلي چې د خوراکي موادو د امنيت په برخه کې به خپلمنځی تګ را تګ لا زيات کړي، اړوندې تګلارې به لا شفافې کړي او د مشتريانو د حقوقو او ګټو ساتنه به لا پياوړې کړي. دواړو خواوو ژمنه کړې چې د سوداګريزو اسرارو ساتنه به لا ځواکمنه کړي او نوښت او عادلانه سيالي به وهڅوي. ))

د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په نړيوالو اړيکو کې ډېرې مهمې دي، تجارتي اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو بنسټيزه برخه ده. د چين د شمېرنې له مخې، په ٢٠١٤ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د معاملو ارزښت له پنځو سوو مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او د متقابلو پانګونو اندازه له يو سلو څلويښت مليارډو امريکايي ډالرو نه زياته وه. سږ کال چين د لومړي ځل لپاره د کاناډا پر ځای د امريکا د لومړي لوي تجارتي همکار په توګه ګرځېدلی دی. په دې حال کې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريزې اړيکې له بېلا بېلو ننګونو سره مخ دي. ښاغلي جانګ شيانګ چن وويل:

(( عمده ننګونې دا دي چې دواړه خواوې د سوداګريزې همکارۍ په اړه بېلا بېلې نظريې لري او تجارتي لانجې هم شتون لري. د ګډو ګټو پر اصل ټينګار له ننګونو سره د مبارزې کلي ده، بايد رښتيني همکاري وکړو او په سوداکريزو مسئلو کې دې سياسي عوامل شامل نکړو. ))

د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د لا ټينګوالي په اړه ښاغلي جانګ شيانګ چن وويل، چې بايد د دواړو هېوادونو مشرانو له خوا تر لاسه شوي ګډې سوداګريزې نظريې عملي کړي او خپلمنځي همکاري او اعتماد دې لا پياوړی کړي.

(( لومړی، د سوداګرۍ ائتلافي کميټې نظام بايد په ښه توګه اغېزې وکړي او د تګ راتګ رول دې ولوبوي. دوهم، د چين د ولايتونو او د امريکا د ايالتونو ترمنځ همکاري دې پياوړې شي. په دې غونډه کې د چين او امريکا مرکزي حکومتونو د دواړو خواوو د ولايتونو او ايالتونو ترمنځ د همکارۍ يادښت او د امريکا د شپږ ايالتونو او د چين د لسګونو ولايتونو ترمنځ د همکارۍ او پانګونې د کاري ډلو د جوړولو تړون لاسليک کړ. موږ به نورې زياتې کاري ډلې جوړې کړو څو چې د چيني او امريکايي تصديو ترمنځ د پانګونې لپاره زمينې برابرې شي. درېيم، د چين او امريکا ترمنځ د دوه اړخيزې پانګونې د تړون په اړه بايد خبرې اترې چټکې شي، څو چې په مقابل بازار کې د دواړو هېوادونو تصديو د پانګونې ميکانيزم بشپړ شي. ))

امريکا په ياده غونډه کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه وکړه او له چين سره يې د تجارتي اړيکو د ټينګولو هيله وښودله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای