CRI Online

د چين او افريقا ترمنځ همکاري

cri     (GMT+08:00) 2015-12-07 16:27:43

په ٢٠١٠ کال کې د چين او افريقا ترمنځ د لومړې دورې همکاريز فورم د وزيرانو غدنډه په بېجينګ کې تر سره شوه. ياد فورم د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په برخه کې کوم رول لوبولی؟ د اقتصاد، سياست او کلتور په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاريو کې کومې لاس ته راوړنې تر لاسه شوي؟ په جانيسبورګ کې د چين او افريقا ترمنځ د دوهمې دورې همکاريز فورم د سرمشريزې غونډې له پيل مخکې، په زيمبابوې کې د چين نړيوالې راډيو خبريال د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو په اړه د جنوبي افريقا د څيړنيز مرکز له مشرې فيليس جانسن سره مرکه وکړه.

اغلي فليس جانسن وويل، چې د چين او افريقا ترمنځ همکاريز فورم يو موثر ميکانيزم جوړ کړی.

(( د چين او افريقا ترمنځ همکاريزم فورم په هرو دريو کلونو کې د کرهنې، تکنالوژۍ، پرمختګ، کلتوري تګ راتګ، د مسلکي پوهو د تبادلې او اقتصادي همکارۍ په اړه بحثونه کوي، د ټاکلي موخو د پوره کېدو حالت تاييدوي. د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم تر چوکاټ لاندې په يادو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ سويه د لوړېدو په حال کې ده. ))

فيليس په دې نظر ده چې د ياد فورم له جوړېدو راهيسې د سياست، اقتصاد او کلتور په برخو کې د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ ډېرې پياوړې شوې دي. په سياسي برخه کې له افريقايي هېوادونو او افريقايي ټولنو سره د چين اړيکې د ټينګېدو په حال کې دي. په اقتصادي برخه کې، فيليس د يو لړ شمېرو په يادولو سره وويل، چې چين د افريقا لومړی لوی تجارتي ملګری دی. په ٢٠٠٠ کال کې د چين او افريقا ترمنځ د تجارتي معاملو اندازه لس مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسيده او دغه شمېر په ٢٠١٢ کال کې دوه سوه شل مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلې. په افريقا کې د چين د پانګونې زياتوالی هم په چټکۍ سره لوړ شوی چې په ٢٠١٤ کال کې په افرايقا کې د چين د پانګونې عمومي ارزښت دېرش مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی. فيليس وويل:

(( دغه شمېر ډېر لوی دی، له دې څخه ښکاري چې دواړو خواوو د اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره د ګډو هلو ځلو او متقابل اعتماد ژمنه کړې ده. باور لرم چې په راتلونکې کې به د دوه اړخيزو معاملو اندازه يو چند زياته شي.))

پر سياسي او اقتصادي همکارۍ بر سېره، اغلې فيليس په تېره بيا د چين او افريقا ترمنځ کلتوري همکاري ياده کړه. هغې وويل، چې پخوا د چين او افريقا پوهانو د اروپايي او امريکايي خپرونو او اثارو له لارې مقابله خوا وپېژنده، خو د تېرو لسګونو کلونو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ کلتوري تګ راتګ په چټکۍ سره زيات شوی، خلک مخا مخ خبرې اترې کولی شي، د افريقايانو او چينايانو ترمنځ مستقيمې تبادلې ډېرې شوې دي.

(( کلتوري تګ راتګ ډېر بدل شوی دی. دا مو کتلې چې د چين زياتو کلتوري ډلې، نڅاګر او سندرغاړي چين ته راغلي او د افريقايانو هرکلی يې تر لاسه کړی. حتی دوی افريقايي سندرې ويلی شي. د دې ترڅنګ، افريقايي ډلو او د محصلينو پلاوو چين ته سفرونه کړي او دوی چيني ژبه هم ويلی شي. نو ويل کيږي چې زموږ کلتوري تګ راتګ ډېر ژور دی. دا د افريقايانو او چينايانو د ګډو کوښښونو نتيجه ده. ))

پخوا زياتره افريقايي هېوادونه د اروپا په مستعمرو کې راګير و، نو دوی د اروپا اقتصادي شکل کاپي کړی، او د زياتو برخو اقتصاد لا هم د اروپايي هېوادونو تر کنترول لاندې دی. د فيليس په اند له افريقا سره د زياتو اروپايي هېوادونو همکاري او مرستې د پخوانۍ مستعمرې مودې په لاره کې پاتې دي، يعنې افريقا ته يې پيسې ورکولې او ترې د اړتيا وړ سرچينې اخلي، خو دغه لار د افريقا د پرمختګ لپاره ګټوره نه ده. خو په افريقا کې چينايان د برابرې همغږۍ له لارې ګډې ګټې او برياليتوبونه مومي، ټولې خبرې اترې پر خلاص مېز باندې تر سره کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای