CRI Online

چين به د دوه اړخيز ورخلاصون سويه لوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-12-31 15:57:41


اوسمهال د چين اقتصاد په نوی عادی حالت کې دی او د ورخلاصون ګامونه يې په ښکاره ډول ګړندي کړي دي، د پرمختګ په اړه د چين په مفکوره کې دغه بندلون رامنځته شوی چې له ورخلاصون څخه دې د متقابل ورخلاصون په لور ګامونه واخيستل شي. د ٢٠١٥ کال لپاره د چين د مرکزي حکومت په اقتصادي غونډه کې دا تاييد شوه چې د ورخلاصون نوی شکل دې بشپړ شي، او په دغه غونډه کې هغه نظر هم په لومړي ځل وړاندې شو چې د دوه اړخيز ورخلاصون پياوړتيا ته دې پاملرنه وشي. په راتلونکي کې د چين د ورخلاصون نوی شکل څنګه دی؟ د دوه اړخيز ورخلاصون سويه څرنګه لوړېدی شي او د کومو مشخصو تدبيرونو له لارې به عملي شي؟

په دې ورستيو کې د چين او جنوبي کوريا ترمنځ او د چين او استراليا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړونونه په رسمي توګه نافذ شول، دا د چين د دوه اړخيز ورخلاصون د پراخوالي يوه ښه بېلګه ده او چيني مشتريانو له دې څخه حقيقې ګټې تر لاسه کړي او په راتلونکي کې به يې هم تر لاسه کړي.

پر دوه اړخيز ورخلاصون ټينګار کول د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان په وړانديزونو کې يو د پام وړ ټکی دی. د ٢٠١٥ کا لپاره د چين د سوداګريزو چارو په غونډه کې د سوداګرۍ وزارت د پاليسۍ څيړنيز دفتر مدير شن دان يانګ وويل، د ورخلاصون په بڼه د نوي اقتصادي نظام د جوړولو په بهير کې به د ورخلاصون برابرۍ ته پاملرنه وشي.

((د نړيوال اقتصاد په زمانه کې نه يوازې په څو اړخيزې همکارۍ بلکې په دوه اړخيزې همکارۍ کې هم د ګډو ګټو او برياليتوبونو غوښتنې او اړتياوې شتون لري، نو اړتيا لرو چې د ورخلاصون په بهير کې د ګټو برابرۍ ته پاملرنه وکړو. ))

که چين د متقابل ورخلاصون د سويې لوړوالی وغواړي، نه يوازې د خپل ورخلاصون په وسيله به نورې زياتې بهرنې پانګونې راجلب کړي بلکې د دې لپاره به هم هلې ځلې وکړي چې چين ته د نورو بازارونو پرانيستنه وهڅوي، د بېلګې په توګه د ازادې سوداګرۍ د تړونونو د لاسليک له لارې به د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ عملي کړي. تر اوسه چين د ازادې سوداګرۍ څوارلس تړونونه لاسليک او عملي کړي چې دوه وېشت هېوادونه او سيمې پکې شامل دي. د دې تر څنګ د سيمه ييزو اقتصادي ملګرو د تړون، د چين، جاپان او جنوبي کوريا ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې او د چين او د خليج په سيمه کې د عربي هېوادونو د همکاريزې کميټې ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې په اړه خبرې اترې روانې دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو اقتصادي اړيکو څانګې مشر جانګ شاو ګانګ په دې نظر دی چې د ازادې سوداګرۍ تړون د دوو او يا د دوو نه زياتو اقتصادي ډلو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره لا ښه او امتيازی ترتيب دی، چين به په راتلونکي کې د ازداې سوداګريزې سيمې تر چوکاټ لاندې د دوه اړخيز ورخلاصون د پياوړتيا لپاره زيات ګامونه پورته کړي.

((د مالونو د معاملو تر چوکاټ لاندې دې د ازادې سوداګرۍ له ملګرو سره ګمرکي محصول کم او يا لغوه کړل شي او نور محدوديتونه دې له منځه يوړل شي، متقابل لوري ته دې د توکيو د معاملو بازار پرانيستل شي، څو چې ګډې ګټې تر لاسه شي. د پولي چارو، ښوونې، کلتور او طبي خدمتونو په شمول دې د خدمتي صنعت بازارونه ګام په ګام په سالمه توګه خلاص شي. د پانګونې د منلو محدوديت دې کم شي. ))

د تېرو کلونو راهيسې د ګړنديو اورګاډيو، مخابراتو او اتومي انرژۍ په شمول د پوهې ملکيت حق لرونکو توليداتو په صادرولو سره د توليدي توان په برخه کې له نورو هېوادونو سره د چين د همکارۍ ګامونه چټک شوي، په تېره بيا د يو کمربند او يوې لارې تر غوښتنې لاندې دغه تمايل ښه ښکاره دی.د چين د سوداګرۍ وزارت د عمومي چارو څانګې مشر سونګ لي هونګ وويل،

(( د سږ کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره زموږ مستقيمې پانګونې ديارلس مليارډه او دوه سوه مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلي. په راتلونکي کې به له اړوندو هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې ميکانيزم بشپړ شي، يو بل ته به د بازار پرانيستنه لا پراخه شي او نوي تجارتي فرصتونه به پيدا شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای