CRI Online

د خپلو چارو جوړونه: د چين د اقتصادي زياتوالي نوی خوځنده قوت

cri     (GMT+08:00) 2016-01-10 18:35:40


ماکر ماکرسپېس، زياتره چينايان څو کاله مخکې له دغسي لغتونو سره اشنا نه وو، خو له دې وروسته چې د چارو د جوړولو جريان په چين کې مروج شوی، نوموړي لغتونه چې د چارو له جوړونې او نوښت سره اړه لري، په ٢٠١٥ کال کې ډېر ياد شوي دي. د چين د مرکزي حکومت د اقتصادي چارو په غونډه کې د خلکو له خوا د چارو د جوړونې او نوښت هڅول د ٢٠١٦ کال د اقتصادي کارونو د مهم ټکي په توګه ټاکل شوي. ولې د چين اقتصاد چې د شکل د بشپړېدو په حال کې دی، د خلکو له خوا د چارو جوړونې او نوښت ته اړتيا لري؟ په تېر يو کال کې د چين حکومت د دې لپاره کوم څه ګامونه پورته کړي؟ د چين اقتصاد او سوداګرۍ خپرونې په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته اړوند معلومات وړاندې شي.

(( لومړی اواز))

همدااوس مو واورېدل چې ښاغلي شو لې د ده او ملګرو له خوا طرحه او جوړ شوی حرارت سج معرفی کوي. يو کال مخکې شو لې له بهرني هېواد څخه بېرته چين ته راغلی او له ملګرو سره يې چارې جوړې کړې وې. هغه احساس لري چې د بهرنيو هېوادونو په پرتله د چين په دننه کې د چارو د جوړولو فضا لا توده ده.

(( زما په اند په دننه کې د چارو د جوړولو چاپيريال ډېر ښه دی. په بهر هېواد کې هيڅوک تاسو ته پاملرنه نه کوي، يوازې پخپله په کار بوخت يم، اوس په چين کې توده فضا شتون لري چې حکومت زموږ له کوچنۍ ډلې څخه ملاتړ کوي. ))

د نوښت د هڅولو ستراتيژي د چين د اقتصادي شکل د بدلون په بهير کې نوې اغېزمنه لار ده. له دې وروسته د چين صدراعظـم لي که چيانګ د ٢٠١٤ کال لپاره د داوس د دوبني اقتصادي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې په چين کې به د عامو خلکو له خوا د چارو د جوړولو څپه څپې په مخه کړي، د عامو خلکو له خوا د چارو جوړونه او نوښت ورځ په ورځ يو جريان ګرځېدلی دی. د ٢٠١٥ کال په جولای مياشت کې د چين دولتي شورا د يو سند په خپرولو سره د خلکو له خوا د چارو د جوړونې او نوښت هڅول د دولتي ستراتيژۍ په توګه تاييد کړي. د چين د علومو او تکنالوژۍ ټولنې د يوې اکاډمۍ مشر لو هوی وويل

(( دولتي شورا د خلکو له خوا د چارو جوړونې د هڅولو په موخه له شلو نه زياتې تګلارې خپرې کړې چې د چارو جوړونې د زمينې، د ماليې او تکليف د بشپړوالي او د اړوندو خدمتونو په برخو کې يې ترتيب کړې دي. ))

د ٢٠١٤ کال په اګست مياشت کې د ژو يو په نوم يوه چيني تخنيکي تصدۍ چې تازه جوړه شوې، د موباېلفون يو ډول پرده طرحه او جوړه کړې چې په نړۍ کې تر ټولو سپکه او نازکه ده. د اوسنيو پردو په پرتله دغه ډول پرده کږهېدای شي. که دغه ډول پرده په کار ولويږي، د اوسنيو موباېلفون بڼه به په پوره توګه بدله شي. د نوموړي تصدۍ مسئول ښاغلي ليو ځه هونګ وويل،

(( زموږ پرده په نړۍ کې تر ټولو نازکه ده. په راتلونکو پنځو او يا لسو کالونو کې ښايي د دغه ډول پردو بازاري ارزښت له دېرش مليارډو امريکايي ډالرو نه زيات شي. ))

د ليدل کېدوونکو پاليسۍ او امتيازي تګلارو په پرته په ټولنه کې د چارو د جوړولو په اړه نظرونه او عام افکار په پټه توګه بدل شوي دي، نو زياتو کسان چې د چارو د جوړولو نيت لري، خپلې اندېښنې او ناارامي پرېښودلې او د خپلو چارو په جوړولو يې پيل کړی دی، دغه راز هغه کسان هم هڅول شوي دي چې ځانګړي تخنيکونه لري او د چارو د جوړولو نيت هم لري. ګان شياو مينګ چې د ٢٠١٤ کال په پيل کې له يوې بهرنې تصدۍ څخه استعفا کړې او خپله تصدۍ يې جوړه کړې، وويل

(( پخوا مې نورو کسانو سره د خپلو چارو د جوړونې پريکړه شريکه کړه، نورو کسانو ما ته د همدردۍ په سترګو وکتل. دوی ما ته وويل چې ډېر ستړی يې. خو اوس که زه ووايم چې د چارو د جوړولو په هڅه کې يم، نور کسان به زما ستاينه وکړي. زما په شاو خوا کې زيات کسان د چارو د جوړولو نيت هم لري.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای