CRI Online

سمسور چين ګردې نړۍ ته ګټې رسولي

cri     (GMT+08:00) 2016-02-19 15:57:31


پر ځايي وخت د فبرورۍ په ١٦مه نېټه، په امريکا کې د چين سفير څوی تيان کای د امريکا په والستريت ورځپاڼې کې يوه ليکنه خپره کړه چې سرليک يې و (( سمسور چين ګردې نړې ته ګټې رسولې)). د سږ کال له پيل راهيسې د نړيوال سهامي بازار ټيټوالي دوام کړی، په نويو پرمختيايي هېوادونو کې د مروجو پيسو بې ثباتي رامنځته شوې او د نفتو نړيواله بيه د تېرو لسو کالونو په نسبت تر ټولو ټيټه ده. د تاسف وړ دا ده چې چين په بې اساسه څرګندونو کې د نړيوال اقتصادي ګډوډۍ مجرم بلل کيږي. ښاغلي څوی تيان کای په خپله ليکنه کې په نړيوالو افکارو کې د چين د اقتصادي حالت په اړه اندېښنې او بې اساسه نيوکو ته ځواکمن ځوابونه کړي دي. د چين اقتصاد او سوداګرۍ په نننې کړۍ کې له تاسو سره د ښاغلي څوی په ليکنه کې د پام وړ څلور ټکي شريکوم.

لومړی، د چين اقتصاد لا هم د چټک پرمختګ په حال کې دی او د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهم خوځنده قوت هم دی. د نړيوال بانک د شمېرنې له مخې، له ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٤ کال پورې د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت يعنې جي ډي پي د کلني زياتوالي انډول اته اعشاريه اوه سلنه و، په عيني موده کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ د زياتوالي منځنی انډول دوه سلنه و. په ٢٠١٥ کال کې د چين د جي دي پي د زياتوالي انډول شپږ اعشاريه نهه سلنه و چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د خدمتونو انډول پنځه وېشت سلنه و، په نړۍ کې د چين اقتصادي پيمانه تر ټولو لويه او اقتصادي پرمختګ يې تر ټولو چټک و. په چين کې منځنۍ اقتصاد لرونکي طبقه پراخه شوې، دغه کسان د مصرف مهم قوت دی. د سويس له خوا خپور شوي د نړيوالو شتمنيو راپور سره سم، د چين د منځنۍ اقتصاد لرونکو کسانو شمېر يو سلو نهه مليونو تنو ته رسيدلی چې له امريکا څخه زيات دی. د بوستن معلوماتو تصدۍ د تازه څيړنې له مخې، د چين د شخصي شتمنيو عمومي اندازه په نړۍ کې دوهم مقام نيسي. زياتې بهرنې تصدۍ غواړي چې د چين په بازار کې خپله اندازه لوړه کړي. په دې وروستيو کې د سترباک ګروپ اعلان وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په چين کې نورې دوه زره او پنځه سوه فرعي څانګې جوړې کړي چې په منځنۍ توګه به هر کال پنځه سوه څانګې زياتې شي.

دوهم، ځيني کسان د چين د اسهامو بې ثباتۍ د ناارامۍ په اړه اندېښمن دي. که څه هم د چين د اسهامو بازار اداره بايد لا بشپړه شي، خو د اوږد راتلونکې له لحاظه د چين د اسهامو بازار بې ثباتي چې د تېر کال له اګست راهيسې رامنځته شوې ده، د چين اصلي اقتصاد ته به زيانونه و نه رسوي.

درېيم، لويو تجارتي شيانو ته د چين اړتياوې لا هم زياتې دي. د ٢٠١٥ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، د چين له خوا واردې شوې غلې دانې يو سلو دوولس مليونو ټنو ته رسيدلې چې د ٢٠١٤ کال په نسبت اوه وېشت اعشاريه دری سلنه زياتوالی ښيې. چين د امريکا د کرهنيزو توليداتو عمده اخيستونکی هېواد دی چې چين د امريکا پنځه وېشت سلنه لوبيا او څلوېښت سلنه پنبه واردوي. تېر کال چين د اومو نفتو واردي اندازه اته اعشاريه اته سلنه زياته شوه.

څلورم، د اقتصادي شکل اصلاحات به د چين اقتصاد ته ښه اينده برابره او نړيوال اقتصاد ته به لا زيات فرصتونه ورسوي.په ٢٠٠٨ کال د نړيوال پولي بحران له رامنځته کېدو وروسته، چين د اقتصادي پرمختګ د هڅونې ډېر پلانونه پلی کړي او د نړيوال اقتصاد دکمزوري کېدو د مخنيوي لپاره يې مهم رول لوبولی، خو د دې تر څنګ مازاده توليدي توان او د اقتصادي شکل نه برابروالی رامنځته شوی دی، دا د چين د اقتصادي پرمختګ د ورو کېدو يو لامل دی.د دواملرونکي اقتصادي پرمختګ د ساتلو لپاره د چين حکومت د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو پريکړه کړې.

البته د جوړښت اصلاحات ساده کار نه دی، او بېلا بېلې ننګونې به ورسره مل وي، خو د چين مشران د اصلاحاتو ټينګ هوډ لري. د نړيوال اقتصاد لپاره اصلاحات لازم او بېړني دي، چين په دې برخه کې پېشقدم ګرځېدلی دی، نو بايد د نړيوالې ټولنې ستاينه او ملاتړ تر لاسه کړي.

يو سمسور چين نړۍ ته ګټې رسولی شي. د شلو هېوادونو ډلې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه، چين به له نورو هېوادونو سره يو ځای نړيوالې اقتصادي همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوال اقتصاد اداره به بشپړه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای