CRI Online

د انټرنيت په وسيله د ٢٠١٦ مالي کال سوداګريز ارزښت له ٣٠٠٠ميلياردو يوانو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2016-03-25 21:37:02


د علي بابا ګروپ د ٢٠١٦ مالي کال يعنې د ٢٠١٥ کال د اپريل له لومړۍ نېټې څخه د ٢٠١٦ کال د مارچ تر ٣١ نېټې پورې د انترنيتي سوداګرۍ ارزښت له٣٠٠٠ ملياردو يوانو څخه اوښتی دی چې په دې توګه ويل کېږي چې دغه ګروپ به ښايي د والمارت ګروپ څخه مخکې وي چې اوس په نړۍ کې د پرچون پلورنې لومړی لوی ګروپ بلل کېږي.

د روانې مياشتې په يوويشمه نېټه د علي بابا ګروپ لومړي اجرائيوي مشر جانګ يون وويل، چې دا يوازې يوه نوې مبدا ده او غواړو دغه شمير تر ٢٠٢٠ کال پورې ٦٠٠٠ ملياردو يوانو يا ١٠٠٠ملياردو امريکايي ډالرو ته ورسيږي.

د علي بابا ګروپ يو بل مشر ګاو هونګ بين دا نظر لري چې دغه شمير دا سمبالوي چې په سوداګرۍ کې د انترنيټي شبکې د کارولو ساحه په پر له پسې ډول پراخيږي چې په نتيجه کې د توکو جوړولو چارو او مصرفوونکو ترمنځ اړېکې بدلې شوې او د مصرفوونکو اړتياوې پراخې شوي دي.

(اواز١) زما په اند ځکه زموږ سوداګريز ارزښت له ٣٠٠٠ ملياردو يوانو څخه اوښتی دی ، علت يې دا دی چې پلورونکي او اخيستونکي په ازاده سوداګرۍ کې برخه اخلي . پخوا د توکو جوړوونکو خپل توکي پلورونکو ته ورکول او په دې وخت کې يې دا نظر درلود چې خپلې دندې يې بشپړې کړي دي . خو اوسمهال د انترنيتي شبکې تر ټولو ښه ښيګڼه دا ده چې هر کله چې د تيان ماو په نوم انټرنيټي مغازه کې د سوداګريزو توکو مالومات ښکاره شي ، د مصروونکو احتياجات ترې څرګنديږي.

د هير ګروپ مشر لي هوا ګان چې دغه ګروپ په چين کې د ايرکانديشن ، يخچال او تلويزيون په شمول دکور برقي سامانونو د جوړولو ډيره لويه تصدۍ ده ، د ښاغلي ګاو غوندې يو شان نظر لري او وايي چې له هغه وخته وروسته چې په ٢٠١٢ کال د علي بابا ګروپ له هير ګروپ سره همکاري پيل شوه ، د هير ګروپ د کور برقي سامانونو د پلورلو اندازه زياته شوې ده .

(اواز ٢) د تيان ماو په انترنيټي مغازه کې ډيرو مشتريانو زموږ څخه دا ډول غوښتنه کړې ده . زما په نظر د پلورنې اندازې د زياتوالي نه پرته تاسې کولی شئ چې خپل توان ازمايښت وکړئ. نوځکه زما نظر دا دی چې له تيان ماو سره همکاري د يوې تصدۍ د مجموعي توان د پياوړتيا لپاره ګټوره ده.

په يادو ٣٠٠٠ ملياردو يوانو کې پلورل شوي عمده توکي د کور برقي سامانونه ، کالي ، ديجيتالاو خدمتي شيان ، د مور او ماشوم لوازم او توکي دي چې له نيمې برخې نه زيات مشتريان يې ښځې دي او زياتره يې نجونې دي.

ياد ٣٠٠٠ مليارده يوانه د پروسږکال د چين د پرچون پلورنې له عمومي ارزښت څخه چې دغه شمير تازه د چين د شمېرنې ادارې لخوا خپور شوی ، نژدې لس سلنه برخه نيسي . د علي بابا ګروپ لومړی اجرائيوي مشر جانګ يون وويل چې د علي بابا اوسنۍ لاسته راوړنې د انټرنيټي شبکې په وسيله د نوي سوداګريز شکل د مروجولو له امله رامنځته شوې دي . په دې نسبت چې لا زياتې سوداګريزې تصدۍ انټرنيټي شبکه کاروي ، علي بابا به په راتلونکي وخت کې د بيلا بيلو ساحو ترمنځ سوداګريز بنسټيز تاسيسات په ښه توګه جوړ کړي څو چې ټول همکاران په اغيزمن ډول خپلې چارې پرمخبوزي او په وسيله يې د ټول هېواد اقتصاد سمسور شي.

(اواز٣) زما په نظر د ٣٠٠٠ ملياردو يوانو دغه شمير د چيني مصرفوونکو غښتلی قوت ترسيم کړی دی . اوس هر ډول اصلاح په اصل کې د انټرنيټي شبکې او نوي سوداګريز شکل له کارولو سره اړه لري څو چې د مصرفوونکو اړتياوې پر وخت تر توکو توليدوونکو او جوړوونکو پورې ورسيږي.

د خبر له مخې د روانې جنورۍ مياشتې تر يو ديرشمې نېټې پورې د اولما د ٢٠١٦ مالي کال عايدات په سلو کې صفر اعشاريه اوه کم شوي او د پلورلو ارزښت يې ٣١٤٣ملياردو يوانو ته رسيدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای