CRI Online

د بريکس(BRICS) هېوادونو په صنعتي او تجارتي فورم کې د پاليسۍ په اړه زيات ارزښتناک وړاندېزونه وړاندې شول

cri     (GMT+08:00) 2017-09-07 18:52:05


 د سپتمبر په څلورمه نېټه، د ۲۰۱۷کال لپاره د بريکس(BRICS) هېوادونو صنعتي او تجارتي فورم د چين د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې په بريالۍ توګه پای ته ورسيد. ياد فورم د بريکس هېوادونو ترمنځ د سرمشريزې غونډې په ملګرتيا يو مهم فعالت دی، په دې فورم کې د پاليسۍ په اړه زيات ارزښتناک وړانديزونه وړاندې شوي، د پنځو هېوادونو د لويو بازارونو د پرمختګ لپاره د صنعتي او تجارتي برخو هيلې ليږددل شوې او د پنځو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور ارزښتناک فکرونه رامنځته شوی دي.

هر کال د بريکس هېوادونو صنعتي او تجارتي فورم د نوبتي رئيسه هېواد له خوا جوړيږي او د غړو هېوادونو د صنعتي او تجارتي برخو لپاره پر علاقې وړ مسئلو د بحثونو، د ګډو نظريو د راغونډولو او د پاليسۍ په هکله د وړانديزونو د وړاندې کولو مهم ډګر بلل کيږي. د سږني فورم پيمانه د تېرو دورو په پرتله لويه وه، ګډون کوونکي استازي د پنځو غړو هېوادونو په شمول د پنځه ويشتو هېوادونو له زياتو برخو څخه راغلي دي چې نه يوازې د انرژۍ، پولي چارو، خوراکي موادو، توليدي صنعت، ټرانسپورت او بنسټيزو تاسيساتو په ګډون د عنعنوي صنايعو د تصديو استازي بلکې د انټرنيټي شبکې، لويې ډېټا، الکترونيکي سوداګرۍ، نويو انرژو، بيلوژيکو پروژيو په ګډون دنويو صنايعو استازي شامل دي.

د نوموړي فورم د انتظامي کميټې مدير او د چين د سوداګرۍ هڅوونکې کميټې مشر جياګ ځنګ وې د فورم د پای په مراسمو کې وويل،

(( دغه فورم د صنعتي او تجارتي برخو پراخ ملاتړ تر لاسه کړی دی. عموماً يو زر دوه سوه مېلمنو په سږني فورم کې ګډون کړی چې پکې يو زر نهه شپيته تنه د صنعتي او تجارتي برخو استازي دي. له دې فورم څخه تر يوه اندازه د ګردې کرې د تصديو د پرمختللي تمايل او د صنايعو تمايل ليدل کيږي، له دې څخه ښکاري چې د بريکس هېوادونو او نورو هېوادونو د تصديو ترمنځ همکاري ډېر ارزښت او لوی پټ ځواک لري. د بريکس د همکاريز ميکانيزم افکار د پراخېدو په حال کې دی. ))

د ۲۰۱۷ کال لپاره د بريکس هېوادونو صنعتي او تجارتي فورم د بريکس د همکاريزو اړيکو د ژوروالي او د لا روښانه راتلونکي د ابادۍ تر عنوان لاندې څلور مباحثوي مسئلې ټاکلې چې سوداګري او پانګونه، پولي همکاري او پرمختګ، ټرانسپورټي پيوستون او شين اقتصاد. ښاغلي جيانګ ځنګ وې وويل، چې ګډون کوونکو د يادو مسئلو په اړه د فکرونو او نظريو تبادلې کړې او ډېر زيات ارزښتناک وړاندېزونه يې وړاندې کړې دي.

(( برخوالو د سوداګرۍ او پانګونې په هکله وړانديز کړی چې بريکس هېوادونه بايد د سوداګرۍ او پانګونې د ازاد کېدو او اسان کېدو سويه لوړه کړي. د پولي همکارۍ په اړه د برخوالو وړانديز دا دی چې د پنځو هېوادونو د رښتيني وضعيت سره سم بايد د حکومت او ټولنيزو پانګو ترمنځ همکاري او د مالياتو همکاري پياوړې کړي ، د شنو پولي چارو پرمختګ دې وهڅوي او د تجارتي کسانو ترمنځ تګ راتګ ته دې زمينې برابرې کړي. د شين اقتصاد په برخه کې، د سمندري سرچينو د استخراج په بهير کې د پنځو هېوادونو اوسنی صنعتي جوړښت او طبيعي سرچينې له عصري تخنيکي نوښت سره ونښلوي. ))

ياد فورم د نړيوالې اقتصادي ادارې د بشپړوالي په اړه د بريکس هېوادونو د صنعتي او تجارتي برخو ګډې هيلې څرګندې کړې او وړانديز يې کړی چې د ورخلاص نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره دې هڅې وشي، د شلو هېوادونو ډلې، نړيوال بانک او نړيوال پولي صندوق په چوکاټ کې دې د بريکس هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همغږي پياوړې شي او د څو اړخيز تجارتي ميکانيزم د ملاتړ او د سوداګريز حمايت د پالنې ضد په برخو کې پر حکومتونه ته اغېرمن وړانديزونه وړاندې شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای