CRI Online

د انټرنيت نړيوالې غونډې د انټرنيت شين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-12-14 10:09:50


د دسمبر په څلورمه نېټه، د انټرنيت څلورمې نړيوالې غونډې په لومړي ځل نړۍ ته دوه شنه کتابونه خپاره کړل : لومړی (( په دوه زره اولسم کال کې د نړيوال انټرنيت د پرمختګ راپور ))، دوهم (( په دوه زره اولسم کال کې د چين د انټرنيتي پرمختګ راپور)). په يادو دوو کتابونو کې د ګردې کرې د انټرنيتي پرمختګ تمايل او په انټرنيت کې د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه ښکاره شوي، او په لومړي ځل د نړيوال انټرنيت د پرمختګ د شمېرو سيستم خپور شوی او د انټرنيتي پرمختګ د جامع حالت سره سم د اته دېرشو هېوادونو او نويو څرګندوونکو اقتصادونو درجه وړاندې شوې.

په دوه زره اولسم کال کې د نړيوال انټرنيت د پرمختګ راپور په نوم شين کتاب د پنځو سترو وچو له عمده اقتصادونو او د انټرنيت د ښه پرمختګ له هېوادونو څخه د اته دېرشو هېوادونو د انتخاب له لارې د نړيوال انټرنيت د پرمختګ د شمېرو سيستم جوړ کړی چې ترې د نړۍ د عمده هېوادونو د انټرنيتي پرمختګ تازه حالت ليدل کيږي. د دسمبر په څلورمه نېټه د شنو کتابونو د خپرېدو په مراسمو کې د چين د انټرنيتي فضا اکاډمۍ مشر يانګ شو جن وويل،

(( د نړيوال انټرنيت د پرمختګ د شمېر سيستم د ټاکلو په بهير کې مو د بنسټيزو تاسيساتو، نوښتي توان، صنعتي پرمختګ، انټرنيتي استعمال، انټرنيتي امنيت او انټرنيتي ادارې په شمول د شپږو عواملو سره سم د اته دېرشو لويو هېوادونو او نويو څرګندوونکو اقتصادونو د انټرنيتي پرمختګ حالت ارزونه وکړه. ))

په يادو اته دېرشو هېوادونو کې د امريکا لويې وچې شپږ هېوادونه، د اسيا ديارلس هېوادونه، د اروپا څوارلس هېوادونه، د اوسيانيا يو هېواد او د افريقا څلور هېوادونه شامل دي. د ارزونې له نتيجې څخه ښکاري چې امريکا، چين، جنوبي کوريا، جاپان او بريتانيا پنځه لومړي مقامونه نيولي. د پرمختللو هېوادونو د انټرنيتي پرمختګ منځنۍ سويه لوړه ده او ورپسې د اروپا او اسيا نوي څرګندوونکي هېوادونه دي. خو لاټيني امريکا او د افريقا په جنوب پرمختيايي هېوادونه او سيمې د انټرنيتي پرمختګ په هڅه کې دي.

په بل شين کتاب کې چې په دوه زره اولسم کال کې د چين د انټرنيتي پرمختګ راپور نوميږي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د چين د انټرنيتي پرمختګ حالت پکې ياد شوی او په سيستماتيکه توګه د انټرنيتي ادارې په اړه د چين تجربې پکې معرفي شوي. د چين د انټرنيتي فضا اکاډمۍ مشر يانګ شو جن يې په اړه معلومات ورکړل

(( د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، نوښتي توان، ديجټال اقتصاد، انټرنيتي استعمال، انټرنيتي امنيت او انټرنيتي ادارې په شمول له شپږو برخو څخه مو د چين د بېلا بېلو ولايتونو او سيمو د انټرنيت د پرمختيايي حالت او سويې په اړه علمي څېړنې او ارزونې کړي چې دا د بېلا بېلو سيمو لپاره د انټرنيتي پرمختګ د موخو او مهمو مسايلو د روښانه کولو لپاره ګټوره ده او د دې سيمې د انټرنيتي ادارې د سويې په لوړولو کې لارښوونکی رول لوبوي. ))

د ياد راپور له مخې، ګوانګ دونګ، بېجينګ، جه جيانګ، جيانګ سو او شانګهای په درجه بندي کې لومړي پنځه ځايونه نيسي. په دې راپور کې راغلي چې د چين د انټرنيت کارونکو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی، د ديجټال اقتصاد اندازه په نړۍ کې دوهم مقام نيسي، د انټرنيت له لارې د پرچون خرڅلاو ارزښت په نړۍ کې لومړی مقام نيسي.

په دوه زره اولسم کال کې د نړيوال انټرنيت راپور کې ياد شوي چې ديجټال اقتصاد د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده قوت ګرځېدلی دی.

د (( يونګ يو)) ګروپ مشر وانګ ون جينګ وويل،

(( د تصديو او اقتصاد د ديجټال کيدو په بهير کې به زياتې نوې صنايعې او تصدۍ رامنځته شي چې دا به زموږ صنعتي شکل ته پرمختګ ورسوي. له يوې خوا به عنعنوي تصدۍ د ديجټال کېدو له لارې خپل شکل بدل کړي، له بلې خوا به نوي ديجټالي صنعتونه پيدا شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای