CRI Online

د هولونبېر د ښکلا او پرمختګ لپاره هڅونه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 21:18:17


د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کميټه کې د اوروقين قوم غړې اليهوی د داخلي مغولستان له هولونبېر ښار څخه راغلې ده.هولونبوير چې د داخلي مغولستان په ختيځ کې پروت دی او له روسيې او مغولستان سره ګډه پوله لري، د چين مهمې ايکولوژيکي دندې لرونکې سيمه ده، او ښکلې منظرې او غنی ايکولوژيکې سرچينې لري چې پراخې شنې دښتې، ګڼ ځنګلونه، ارام ډنډونه او لويې لندې ځمکې پکې شتون لري. د خپل ټاټوبي د ښايسته منظرو او لرغوني قومي تاريخ د يادولو په وخت کې د اغلې اليهوی خبرې له وياړ څخه ډک دی.

(( داهينګانلينګ، د توبا شيانبې تاريخ، اوروقين قوم، دغه دری شته والي په نړۍ کې يوازني دي. ))

د تېرو څو لسيزو راهيسې، په هولونبېر کې چټک پرمختګ ساتل شوی چې د هر تن په سر د کورنيو توليداتو ارزښت ډېر مخکی له لس زرو امريکايي ډلرو څخه اوښتی و. خو د تېرو څو کلونو راهيسې د چټک اقتصادي پرمختګ تر څنګ د نوموړي ښار په ځينو ځايونو کې د ورشوګانو د صحرايي کيدو، د اوبو او خاورو د کمېدو، د لندو ځمکو د کمښت مسئلې رامنځته شوې چې دا د ځايي خلکو پاملرنې او اندېښنې رامنځته کړې. پدې هکله اغلې اليهوی د بېلا بېلو ځايي قومونو له خلکو سره تماس او خبرو کې ژور احساسات لري.

(( هغه خلک چې په داهينګانلينګ او هولونبېر ورشو کې ژوند کوي، زړونه يې په ايکولوژيکې مسئلې پورې تړي. په دې وروستيو کلونو کې په هولونبېر کې وچکالي رامنځته شوې، دا د داهينګانلينګ ځنګلونو له پخوانيو پرېکولو سره تړاو لري. خو اوس د هېواد د غوښتنې سره سم په داهينګانلينګ کې د ونو پريکول بند شوي، باور لرم چې لس کاله وروسته، شل کاله وروسته به زموږ ځنګلونه او ورشوګانې بيا سمسورې شي. ))

د يادو مسئلو د حل په غرض، د هولونبېر حکومت د چاپيريال ساتنې پر بنسټ د ځايي غني ايکولوژيکو سرچينو په کارولو سره د سيلانيز پرمختګ له لارې خلکو ته د شتمنۍ رسولو لار پيدا کړې. په تېرو پنځو کلونو کې د دې ښار د کلني توليدي ارزښت د منځني زياتوالي انډول ۷.۳٪ ته رسيدلی، نه يوازې په اقتصادي ابادۍ کې بلکې په ايکولوژيکي ودې کې د پام وړ برياليتونه تر لاسه شوي دي. د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د هولونبېر ښار کميټې په دې بهير کې مثبت رول لوبولی او ډېر ګټور وړانديزونه او پېشنهادونه وړاندې کړي چې د هولون ډنډ د چاپيريال ساتلو په شمول وړانديزونه يې د ځايي حکومت لوړه پاملرنه تر لاسه کړې، او د اړوندو حکومتي اورګانونو له خوا منل شوي او ګام په ګام عملي شوي دي. د داخلي مغولستان مرستيال بای شيانګ چيون د سږ کال په پيل کې د ايکولوژيکي ساتنې په اړه يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د تېرو پنځو کلونو راهيسې په هولونبېر کې د صحرايي کېدو اندازه ډېره ټيټه شوې، د هولون ډنډ د اوبو پراخوالی لوی شوی او د اوبو زېرمې اندازه يې يو برابر زياته شوې، نژدې ۳۰۰ کيلومتره مربع لندې ځکمې دوباره عادې شوې.

بر سيره پر دې يادې کميټې د ډول ډول پلټنو د تر سره کولو له لارې معلومات تر لاسه کړي او د څارنې دندې يې عملي کړې. دغو پلټنو د اړوندو ارګانونو د پريکړو لپاره مشورتي محتويات برابر کړي دي. د هولونبير ښار د سيلانيز پرمختګ کميټې د پلانونو څانګې مشر دای يو ګانګ چې په دوو ځلو همدغو پلټنو کې يې ګډون کړی و، يادې پلټنې د زده کړې فرصتونه بولي. هغه وويل، چې هولونبېر د اې په کچه ۵۲ سيلانيزې سيمې او د ايکولوژيکي سيلانۍ ۲ نومونوي سيمې لري او د ټولو منظره لرونکو سيمو په ابادۍ کې د علمي طرحې او شنه پرمختګ پر اصولو ټيڼګار کوي.

(( د سيلانيزو سيمو د ابادۍ په بهير کې د پلانونو ټاکل لازم دي، په دې پلانونو کې د ايکولوژيکي ساتنې ماده ضرورت لري. د نويو سيلانيزو سيمو ابادولو ته له منظورۍ مخکې بايد پلانونه جوړ شي چې پکې د علمي پلټنو له لارې د چاپيريال د ارزونې او ساتنې موضوعات شامليږي. تخريب کارۍ ته اجازه نه ورکوو.))

د چاپيريال ساتل او د پرمختګ موندل دوه لاسونه دي. کله چې د اوروقين قوم صيادانو خپل ټوپکونه پرېښودل او د ونو پرېکولو کارکوونکو تبرونه پرېښودلي دي، د دغو کسانو د ژوند د ثبات او پرمختګ مسئله حلولو ته اړتيا لري. د دې مسئلې په وړاندې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د هولونبېر ښار کميټې د قومي کلتور له لارې د سيلانيز پرمختګ په اړه وړانديزونه وړاندې کړي دي. ځکه په دې سيمه کې د اوروقين، داور او ايونکي په شمول زيات قومونه اوسيږي چې د دوی تاريخي او ښايسته کلتورونه د سيلانيز پرمختګ سرچينې دي.

د قومي کلتور صنعت د هولونبېر د سيلانيز پرمختګ نوی خوځنده قوت ګرځيدلی دی. د (( اولوګويا )) او (( په غرونو کې اوسېدونکي: اوروقين قوم )) په شمول د قومي کلتور د نندارو په بڼه فرهنګي او سيلانيز مارکونه جوړ شوي، د ايساژن په نوم سيلانيز فېسټيوال، د ځنګلونو او غرونو نړيوال سپورټي فيسټېوال او د نادامو په نوم ژمني فېسټيوال په شمول په زړه پوړې سيلانيزو پروژو د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو خوښې تر لاسه شوې دي.

(د ايساژن په نوم د ۴مې دورې د ژمني فېسټيوال پرانيستونکي مراسم)

تاسو اوس د هولونبېر د اوروقين په خودمختاره سيمه کې د ايساژن په نوم د ژمني فېسټيوال په پرانيستونکو مراسمو کې د اوروقين قوم د صيادانو له خوا د قربانۍ مراسمو غږونه اورئ. د هولونبېر ښار د سيلانيز پرمختګ کميټې کارکوونکې باو يان مې خبريال ته وويل، چې ((ايساژن)) د اوروقين قوم په ژبه کې د غونډې معنا لري، د دې فېسټيوال موخه دا ده چې سيلانيان په فعاليتونو کې د ګډون له لارې د دغه قوم کلتور او دودونه پېژندلی شي.

(( د اوروقين قوم کلتور او دودونه له مغولي قوم، داور قوم او نورو قومونو سره ډېر توپيرونه لري. که تاسو هلته لاړ شئ دا به احساس کړئ چې دا د اوروقين قوم دی! دوی په داهينګانلينګ ځنګلونو کې اوسېدونکي خلک دي. ))

د يادو کلتوري او سيلانيزو مارکونو او پروژو د ابادولو له لارې د هولونبېر د سيلانيز پرمختګ تمايل ښه دی چې د تېر کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې په دې ښار کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو شمېر ۱۶مليونه ۷۶۳ زره تنه و او د سيلانۍ عمومي عايدات ۵۵ مليارډه ۸۱۵ مليونه يوانه و چې په جلا جلا توګه د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په نسبت ۹.۵ ٪ او ۱۴.۱ ٪ زيات شوي.

د ملي لږکيو اوسيدونکو او سرحدي سيمو ارامتيا او پرمختګ د هېواد د ملي يووالي او ټولنيز ثبات لپاره ډېر مهم ارزښت لري. د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د نوې ټاکل شوې غړې او په دې کميټې کې د اوروقين قوم د يوازنۍ غړې په حيث، اغلې اليهوی احساس لري چې پر خپلو اوږو دندې د وياړ وړ او مهمې دي.

(( زه به د سرحدي او ملي لږکيو اوسيدونکو سيمو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د خلکو ژوند د ښه والي چارو او ايکولوژيکې ابادۍ ته نوره هم پاملرنه وکړم. ))

د هولونبېر د راتلونکي پرمختګ په اړه نوموړې وويل، چې هولونبېر لرغونی تاريخ او د ملي لږکيو رنګارنګ کلتورونه لري، د ايکولوژيکې سيلانۍ په پرمختګ کې بايد دغه غوره والی وکارول شي، څو چې هولونبېر په نړۍ کې يوه مشهوره سيلانيزه سيمه وګرځي.

(( د پرمختګ په بهير کې بايد د سرچينو استخراج او استعمال په مناسبه اندازه کې کنترول شي، د سرچينو د لګولو پورتنۍ پوله دې وټاکل شي، ابادۍ او ساتنې ته دې مساوي اهميت ورکړل شي، تر څو د ژوند ښه چاپيريال ته د خلکو اړتياوې پوره شي او د وروستيو نسلونو لپاره دې ښکلی آسمان، شنه ځايونه او پاکې اوبه وساتل شي. له بلې خوا بايد د غني سرچينو پر بنسټ د قومي کلتور ځانګړي مارکونه او توليدات جوړ شي، د کلتور او سيلانۍ ترمنځ پيوستون دې ژور شي او د سيلانيز صنعت د نړيوال کېدو سويه دې لوړه شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای