CRI Online

واشينګټن د سوداګريزې کشالې په مقابل کې د چين هوډ ته په ټيټه کتلي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-12 20:47:49


د تېرو څو اوونيو راهيسې د چين او امريکا ترمنځ د کشالې شدت د نړيوالې ټولنې د پراخې پاملرنې سبب ګرځېدلی. د چين د نړيوالو مسئلو اکاډمۍ مرستيال ژوان ځونګ ځه د اپريل په نهمه نېټه په امريکا کې د چين په سفارت کې خبري رسنيو ته وويل، چې واشينګټن د سوداګريزې کشالې په مقابل کې د چين هوډ ته په ټيټه کتلي، چين د ورخلاصون د پياوړتيا په هڅه کې دی او د تصديو لپاره غېر محدود تجارتي فرصتونه برابروي.

ښاغلي ژوان ځونګ ځه وويل، چين د روان کال په پيل کې پر اقتصادي او تجارتي چارو د بحث کولو په موخه امريکا ته دوه تنه لوړ پوړي چارواکي ليږلي، خو امريکا دغه ښه فرصت نه دی نيولی او د چين له صادراتي توليداتو څخه د ګمرکي تعرفې د لوړوالي ګواښ کړی دی، له دې څخه ښکاري چې امريکا د سوداګريزې کشالې په مقابل کې د چين هوډ په ټيټه ګڼلی. نوموړي وويل

(( زما په اند، واشينګټن د چين د مقابلې ټينګ هوډ ته په ټيټه کتلي، چين د انتقامي متقابلو تدبيرونو نيولو ته اړ دی، د چين حکومت په څرګنده توګه ويلي چې دا هراړخيز متقابل تدبيرونه دي. يعنې ټول انتخابونه پر ميز باندې دي، د بېلګې په توګه سوداګري، خدمتي چارې، پانګونه،پولي چارې او داسې نور. ))

د چين او امريکا د سوداګريزو اړيکو په برخه کې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د منفي توازن په پلمه خبرې کوي. د ښاغلي ژوان ځونګ ځه په ځانګړي توګه دې ته اشاره وکړه چې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک او کشمکش په وړاندې، د سوداګرۍ د منفي توازن مبالغه د امريکا له دوو غلطيو څخه يوه ده. هغه وويل

(( تجارتي کسر په ډېره اندازه زيات ياديږي، دا سمه نه ده. دغه کسر د امريکا د خپلو تګلارو له امله رامنځته شوی، ځکه د لسګونو کلونو راهيسې تجارتي کسر په امريکا کې تل موجود دی، لامل يې دا دی چې د امريکا کورنۍ ذخيره ټيټه ده، د توليداتو وارداتو ته اړتيا لري. دا ټکی هم د امريکا له پامه لوېدلی چې دوی له خدمتي چارو څخه ډېرې لويې ګټې تر لاسه کړې دي. د امريکا له خوا د تخنيکونو پر صادراتو سختګيره محدوديت د تجارتي کسر د را پيدايښت يو سبب هم دی. ))

د امريکا د احصائيې لارې چارې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ د منفي توازن په اړه د ناوړه ګومان يو لامل دی. د بېلګې په توګه امريکا د چين له هانکانګ څخه واردات شوي توليدات د چين په صادراتي توليداتو کې حسابوي، خو له امريکا څخه هانکانګ ته صادرات شوي توليدات د چين په وارداتي توليداتو کې نه حسابوي.

ژوان ځونګ ځه وويل، چې له سوداګريز کسر پرته، د تخنيکونو د تش جبري انتقال په هکله پر چين باندې بې بنسټه نيوکه د امريکا دوهمه غلطي ده.

(( لومړی، چين هيڅ قانون او يا مقررات نه لري کوم چې بهرنۍ تصدۍ چين ته د تخنيکونو په انتقال باندې مجبوره کړي. دوهم، دا د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له اصولو سره سمون لري چې د چين د غوښتنې سره سم بهرني پانګوال په ځانګړو صنعتونو کې د پانګونې په وخت کې د ګډو پانګو لرونکی شرکتونه جوړوی. دا هم بايد له ياده ونه باسو چې په تېرو لسګونو کلونو کې چين د ساينس او تکنالوژۍ د پرمختګ لپاره ډېرې زياتې پانګونې کړې دي. ))

کله چې امريکا د ګمرکي تعرفې د لوړوالي په وسيله نړيوال سوداګريز نظام ته ګواښ کوي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په لسمه نېټه د بو او اسيايي فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې اعلان کړی چين به د موټرونو په شمول د ځينو وارداتي توليداتو ګمرکي تعرفې ټيټې کړي او تر ډېرې اندازې به بازار ته د ننوتنې محدوديت کم کړي.

ښاغلي ژوان ځونګ ځه وويل، چين په نړۍ کې تر ټولو زيات د منځني عايداتو لرونکی نفوس لري، دا به د امريکايي تصديو لپاره بې حده سوداګريز فرصتونه برابريږي، ورخلاصون هم د چين له ګټو سره سمون لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای