CRI Online

د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د سترې خليجي سيمې پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2018-04-12 20:47:25


د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ ستره خليجي سيمه د چين په جنوب ختيځ کې د بحر په څنډه پرته ده. د چين صدراعظم لي که چيانګ د روان کال د حکومت په کاري راپور کې د يادې سيمې په اړه بيا يادونه وکړه، له دې څخه ښکاري چې دغه سيمه د چين د پرمختګ په ستراتيژۍ کې مهم مقام لري، دغه سيمه د هېواد د همغږي سيمه ييز پرمختګ په پلان کې يوه مهمه برخه بلل کيږي.

په ۲۰۱۷ کال کې د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د سترې خليجي سيمې عمومي اقتصادي اندازه له لس زرو مليارډو يوانو څخه اوښتې وه. د دې سيمې نفوس ۶۶ مليونه تنه دی يعنې د چين په عمومي نفوس کې له ۵ ٪ نه کم دی، خو اقتصادي اندازه يې د چين په عمومي اندازه کې ۱۲ ٪ برخه نيسي. په اقتصاد کې له ورکړل شويو خدمتونو څخه د دې سيمې مهم ستراتيژيک مقام هم ليدل کيږي. خو د دې سيمې پيوستون او پرمختګ لا هم له زياتو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی.

هانکانګ چې له نړيوالو پولي مرکزونو څخه يو دی، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او د عصري کېدو په بهير کې د وطن د سترې برخې د پرمختګ لپاره د يادولو وړ خدمتونه کړي دي، او د نوې زمانې د اصلاحاتو او ورخلاصون په نوې لاره کې به په پر له پسې توګه مهم رول ولوبوي. په هانکانګ کې د هو ينګ دونګ ګروپ اداري مشر هو جن هوان وويل، د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د ستر خليج سيمه به د چين د نوي پړاو او لوړې سويې اصلاحات او ورخلاصون وهڅوي.

(( ۲۰۱۸ کال د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له ۴۰مې کليزې سره برابر دی. ګوانګ دونګ تل د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په لاره کې مخکښ پاتې شوی دی. د ګوانګ دونګ، هنکانګ او مکاو ترمنځ دا سترې خليجي سيمې ابادي يو ستر نوښت دی، موږ بايد د ګډې ابادۍ او په شريکې په مفکورې د دې سيمې نوی همکاريز موډل ومومو. باور لرم چې اړوند پلان به ژر خپور شي او د ازاد سوداګريز بندر تګلاره به ژر په دې سيمه کې عملي شي. ))

که څه هم مکاو د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د سترې خليجي سيمې په ۵۶ زره کيلومتره مربع مساحت کې يوازې کوچنۍ برخه نيسي، خو ځان ته خپل غوره والی لري چې ځانګړی تاريخ او کلتور، ازاد اقتصادي سيستم، ارام ټولنيز چاپيريال او د چين او پورتګال ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ خدمتي ډګر لري. د مکاو د پرمختګ څېړنيز مرکز مشر شياو جه وې وويل، چې مکاو کولی شي چې د خپل غوره والي او د هانکانګ د تجربو په کارولو سره د سيمه ييز او دولتي پرمختګ لپاره لا لوي خدمتونه وکړي.

(( اوس لومړی زموږ وړانديز دا دی چې د مکاو او ګوانګ دونګ ولايت ترمنځ اړيکې لا نژدې شي او د پانګونې لا ښه شرايط دې برابر شي. ))

پر هانکانګ او مکاو بر سيره، د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ په سترې خليجي سيمه کې د شن جنګ او ګوانګ جو په شمول د ګوانګ دونګ ولايت نهه ښارونه شامل دي. د چين د ملي ولسي کانګرس د ملي کميټې غړی او د تينسنټ په نامه د شرکت عمومي مشر ما هوا تنګ وويل

(( موږ په دې سيمه کې د صنعتي پرمختګ لپاره په يو لاس هڅه کوو. شن جن او ګوانګ جو د نوښت په صنعتي چارو کې ډېر غښتلي دي، هانکانګ په پولي برخه کې وتلی دی، او د جوجيانګ دلتا سيمه په عصري توليدي صنعت کې مخکښه ده. دغه راز د دغو دريو خواوو له خوا راغونډ ځواک به ډېر قوي وي. نو وړانديز کوو چې ياد صنعتونه بايد په ستره خليجي سيمه کې ځای پر ځای شي. ټول بايد همکاري وکړي او د صنعتي پرمختګ لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي.))

اوس د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو ترمنځ د سترې خليجي سيمې د جي ډي پي، نفوس، مساحت په برخو کې د نيويارک خليج، د توکيو خليج او د سن فرانسيسکو خليج له سيمو سره په ورته کچه کې دي. په ۲۰۱۶ کال کې د سترې خليجي سيمې د اقتصادي پرمختګ انډول د يادو دريو سيمو په نسبت له دوو چندو نه زيات و، نو ليدل کيږي چې د پرمختګ پټ قوت يې تر ټولو ښه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای