CRI Online

د ماليزيا او چين د کوانتان صنعتي سيمه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-16 16:42:30


په کوانتان کې د ماليزيا او چين صنعتي سيمه د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر مستقيمې غوښتنې او پاملرنې لاندې يو مهم همکاريز پروګرام، په ماليزيا کې د هېواد په کچه د چين لومړې صنعتي سيمه او د ماليزيا د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکې لويه پروژه ده. د کسټيل په نوم د چين د اوسپنو او فولادو شرکت په نوموړې صنعتي سيمه کې لومړۍ ميشته پروژه ده چې نژدې ۴ زره چيني او بهرني کارکوونکي پکې په ګډه کار او ژوند کوي، د دوی د ګډو کوښښونو له لارې دغه شرکت چې د اوسپنو او فولادو کلنۍ توليدي اندازه يې درې مليون او پنځه لکه ټنه ده،د ماليزيا د لومړۍ کچې شرکت ګرځېدلی.

۳۱ کلن محمد نور ريدون بين راوير په کسټيل شرکت کې يو کال کار کړی، هغه خوشحال دي چې په دې ځای کې کار ښه دی او له معاش څخه يې راضي دی.

(( له چيني همکارانو سره زما تګ راتګ د پياوړتيا په حال کې دی. معاش ښه دی. که څه هم زه هيڅ تحصيلي سند نه لرم، خو د اتو ساعتو د کاري ميکانيزم له مخې زما مياشتنی معاش له ۲ زرو ماليزيايي رينګيټو نه زيات دی. معاش مې زما د زياتو ملګرو ملګرو د ستاينې وړ ګرځېدلی، دوی له ما څخه غوښتنه کړې چې شرکت ته د دوی لنډې پيژندګلوۍ پاڼې يا سي وي وړاندې کړم. ))

د۲۰۱۶ کال په نومبر کې په نوموړې صنعتي سيمه کې د کسټيل شرکت فابريکه جوړونه پيل شوه او ځينې توليدي کرښې يې فعاله شوې. د دې شرکت اجراييوي مرستيال منيجر پان لياو تينګ وويل، ځايي کارکوونکي د شرکت غړي دي، شرکت د دوی حقونو او ګټو ته په درنه سترګه ګوري او د دوی روزنې ته هم پاملرنه کوي.

(( تر وسې پورې د ځايي کارکوونکو استخدام او پر ځايي کارکوونکو اتکا زموږ د شرکت د پرمختګ افکار دي، نو د ماليزيايي کارکوونکو روزنې ته په درنه سترګه ګوري، د بېلګې په توګه دوی ته په چين کې د لنډمهال روزنو فرصتونه برابروو. د دوی د روزنو او پرمختګ په اړه ريکارډ لرو. ))

پان لياو تينګ په دې وياړي چې زموږ فابريکه د چين ډېر پرمختللي صنعتي مهارت، نوی ډول توليدي ماشينونه او د چاپيريال ساتنې او انرژۍ سپما ډېر اغېزمنه تکنالوژي لري، د تکنالوژۍ د کچې له لحاظه کسټيل په ماليزيا کې مخکښ ځای نيسي.

(( په جنوب ختيځې اسيا کې زموږ شرکت يوازنی دی چې د اېچ ډول فولادو توليدي توان لري، زموږ په توليدي کرښو کې د چاپيريال ساتنې ډيزاين په جنوب ختيځې اسيا کې هم يوازنی دی. زموږ د توليداتو د سيالۍ ځواک د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ارزښت لري. ))

زيات ځايي کارکوونکي هيله لري چې په اوږده موده کې په کسټيل کې کار وکړای شي. کارکوونکي احمد هوالي داود زموږ خبريال ته وويل، غواړي چې په خپل کاري عمر کې د دې شرکت لپاره خدمت وکړي.

(( له دې نه مخکې، دلته زياتې فابريکې د اروپايانو له خوا جوړې شوې وې، دا زما لومړی ځل دی چې په چينايي فابريکه کې کار کوم، په پيل کې مې د ازموينې نيت درلود. خو اوس غواړم چې مننه وکړم، په دې ځای کې کار ما ته يو ډېر ښه فرصت دی. ))

ځايي کارکوونکی کايري اکمل بين اسميل په چيني ژبه ښه ويلی شي. کله چې د ده پلار او مور د چينايانو ښوونځي ته د ده د ليږنې پريکړه وکړه، دا ګمان يې نه شو چې هغه به په راتلونکې کې په يو چيني شرکت کې کار وکړي.

(( پلار او مور مې خوښ دي چې زه دلته کار کوم، دغه ځای زما کور ته نژدې دی، او زه په چيني ژبه خپرې کولای شم. ))

کايري وويل، په دې ځای کې کار کول نه يوازې د ماليزيا د اقتصادي انکشاف لپاره ګټور دي بلکې د چين او ماليزيا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره ارزښت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای