CRI Online

زمونږ لوی اختر

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:57:54

د روژې له پای ته رسيدو وروسته نړيوالو مسلمانو په جلا جلا توګه د لوي اختر هر کلی وکړ .په چين کې د هوي ، اويغور او دونګ شيانګ په شمول د لسو قومونو وګړيو له خپلو ځانګړيو لارو چارو د لوي اختر د رارسيدو لپاره هر کلی وکړ.د چين د مسلمانانو په ننني پروګرام کې به تاسو ته په لوي اختر کې د ځينو مسلمانو زده کړيالانو د تېرېدو په باب معلومات وړاندې کړو.

د سپتمبر د ٢١ نېټې سهار وختي په څلورو بجو د چين د چينګ هوا پوهنتون د زده کړيالانو په ليليه کې د شينجيانګ د اويغوري قوم له اوروموچي ښار څخه راغلی بی ليانګ چې د ماشين الاتو د اتوماتيک کېدو په مخصص زده کوي، په لومړني لمونځ پيل وکړ . د هوي قوم دغه هلک په مسلسل دوهم کال کې روژه ونيوله .د لمونځ له پيل مخکې بی ليانګ زمونږ خبريال ته وويل(اواز..........)د روژې نيول د هر مسلمان لپاره د روحيې د پاکولو لپاره يو بهير دی چې پکې تاسې بايد په شويو کارونو پسې پېښېمان کړي . دوهم د روژې نيول د وګړيو له خوا له خدای څخه د مننې څرګندولو لپاره يو بهير هم دی چې پکې تاسې بايد د نيکمرغۍ ژوند لپاره له خدای څخه مننه څرګند کړي. د روژې نيول هم د وګړيو له خوا د خواخوږۍ څرګندولو بهير دی .تاسې بايد د وږی د احساسولو ترڅنګ د نورو وګړيو پر بی وزلی ژوند فکر وکړي .

د ده په أند د روژې نيول د خپلې ارادې د روزلو لپاره د يوې ښې لارې په توګه هم بلل کيږي . يوازې په دې شرط چې خپل ځان روژه ونيسي، نو لوی اختر ريښتيا د خپل ځان اختر دی .

له سهاني لمونځ وروسته بې ليانګ له نورو مسلمانو زده کړيالانو سره يو ځاې د ډوډۍ خوړلو لپاره اسلامي راستورانټ ته تللی چې په ځانګړي توګه يې د دوي لپاره خوندور خوراکونه چمتو کړي دي.د دې ترڅنګ دوی د نيو جي په جومات کې د لمونځ او ادا کولو پر پلان بحث کړی دی.

په ياد شوي پوهنتون کې زياتو زده کړيالانو سهارنی سپورټي لوبې تر سره کړل. زياتو زده کړيالانو دغو مسلمانو زده کړيالانو ته د لوي اختر مبارکی وويله . بی ليانګ زمونږ خبريال ته وويل ، د ده او نورو قومي ټولګيوالانو ترمنځ اړيکې تل ډېرې ښې دي. هغه وويل (اواز...........) دا ريښتيا ده چې په اوروموچي ښار کې زما د استوګنې په شاوخواسيمه کې د هان قوم زيات ټوليوالان ژوند کوي . شينيجانګ يوه داسې سيمه چې پکې څو قومونه په هوسا توګه ژوند کوي، نو يو د بل درناوی کوي . بېجينګ ته له راتګ وروسته نور ټولګيوالان هم زما د مذهبي عقيدې درناوی کوي.

که څه هم د زده کړې دندې ډېرې دي، خو په هره جمعه او مهم اسلامي اختر کې بی ليانګ له نورو مسلمانو ټولګيوالانو سره د لمونځ او ادا کولو لپاره دغه پوهنتون ته نژدې د ځونګ ګوان چون جومات ته ځي . د چينګ هوا په پوهنتون کې د نورو مسلمانو ټولګيوالانو په مشرۍ په جومات کې لمونځ کول د هر مسلمان زده کړيال لپاره د لازم درس په توګه بلل کيږي. سربېره پردې بی ليانګ په ټاکلي وخت کې له نورو مسلمانو ټولګيوالانو سره مباحثې کوي او د قران کريمم او اسلام دين په نورې پوهنې زده کوي. هغه وويل ،د دغو مباحثو له امله دغه ځوان مسلمانان د اسلام دين په دوستورونو ښه پوهيږي.

د همدې ورځې د سهار له نهو بجو مخکې بی ليانګ له نورو مسلمانو ټولګيوالانو سره د نيو جی جومات ته لاړل چې په بېجينګ کې د مسلمانانو د استوګنې ډېره لويه سيمه ده.زمونږ خبريال هلته داسی حالت ليدلی چې نژدې پنځوس زره مسلمانانو د لوي اختر د رارسيدو لپاره هر کلی کړی دی.

 په نهو بجو اخوند لومړی د ال وعيز درس په ور کولو پيل وکړ او ورپسې له ټولو وګړيو سره يو ځاې يې لمونځ کړی دی .په دغه وخت کې بې ليانګ د لوي اختر مخترع احساس کړی دی.

 د سهار په لسو بجو اخوند د لمونځ په اعلان پيل وکړ او ورپسې خلک د مکې په لور لموځ کړی دی.

د شپې په شپږو بجو په نوموړي پوهنتون کې د لوي اختر د نمانځنې غونډه پر وخت په اسلامي راستورانټ کې پيل شو او هر ځوان له خوشحاليتوب څخه ډک دی . روان کال بې ليانګ د غونډې د تر سره کولو له لارې له نورو مسلمانانو سره يو ځاې د لوی اختر ونمانځه .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای